افغانستانسولې اړوند خبرونه

جمعیت ګوند: په مذاکراتي ټیم کې استازی نلرو، د مذاکراتو د پيل په مهال خپل تصمیم نیسو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت نیم ونډه وال او د پخلاینې شورا رییس «عبدالله عبدالله» ادعا وکړه، چې مذاکراتي ټیم ټولشمول او د جمعیت ګوند استازی پکې شتون لري؛ دې ګوند د یوې اعلامیې له لارې د عبدالله څرګندونې رد کړې او ادعا یې کړې، چې دوی په مذاکراتي ټیم کې استازی نلري او د مذاکراتو د پيل په مهال به خپل تصمیم نیسي.

عبدالله عبدالله دده او جمعیت ګوند تر منځ د اختلاف او په مذاکراتي ټیم کې ددې ګوند د ګډون په اړه ویلي و، چې مذاکراتي ټیم ټولشموله دی او د جمعیت ګوند رییس چې په کوم نوم ټینګار درلود، هغه په مذاکراتي ټيم کې شتون لري.

د جمعیت ګوند له لوري په یوه تازه اعلامیه کې راغلي، چې دوی سوله د افغانستان د خلګو لومړنۍ اړتیا بولي او په دې برخه کې کېدونکو هڅو ته درناوی لري، خو خبرې به هغه وخت غوره پایله ولري، چې ټول لوري پکې غړیتوب لري او ملي وي.

اعلامیه کې وړاندې زیاته شوې « په حکومتي مذاکراتي ټیم کې د جمعیت اسلامي د غړي د شتون په اړه د عبدالله عبدالله د څرګندونو په غبرګون کې باید ووایو، چې جمعیت اسلامي په مذاکراتي ټیم کې د غړیتوب لپاره هیڅ غړی معرفي کړی ندی، او کله چې له طالبانو سره خبرې پیل شي، جمعیت اسلامي به تصمیم ونیسي.»

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې حکومت ادعا لري، مذاکراتي ټیم یې دټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د افغانستان د هر قشر استازیتوب کولای شي او هره شېبه چمتو دی له طالبانو سره مذاکرات وکړي.

دغه مذاکراتي ټیم چې د عبدالله او غني د سیاسي اختلافاتو په اوج کې د غني له لوري جوړ شو، طالبانو هم رد کړی او د یوه ټولشمول پلاوي په جوړښت یې ټینګار کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close