افغانستان

د کمکي اختر په ۷مه ورځ بامیانو کې یو پولیس پر یوې ځوانې نجلۍ جنسي تیری وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): امنیتي سرچینې وايي، د بامیانو ولایت په امنیه قومندانۍ کې دننه کې د پولیسو یو ساتنمن پر یوې ځوانې نجلۍ جنسي تیری کړی دی.

دا پېښه نن د شنبې په ورځ د کمکي اختر اوومه (غبرګولي ۱۰مه،۱۳۹۹ل) ماسپښين ۳ بجې د بامیانو ولایت امنیه قومندانۍ په میلمستون کې ترسره شوې؛ خو د امنیه قومندانۍ مسئولین په پېښه کې د ککړ پولیس او نجلۍ د هویت په اړه رسنیو ته معلومات نه ورکوي.

له بل پلوه د بامیانو ولایت د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د کشف آمر سید حاجي رباني بیا ادعا کوي، چې د پولیسو دغه سرتیري د موبایل تیلفون له لارې له تورنې نجلۍ سره یارانه جوړه کړې وه او دا کار د دواړو په خوښه  ترسره شوی دی.

نوموړی زیاتوي، تراوسه دا ثابته نه ده، چې پولیس او هغې ځوانۍ نجلۍ د زنا«بدلمنۍ» فعل ترسره کړی که نه؟ خو په خبره یې دواړه تورن کسان د امنیه قومندانۍ په میلمستون کې د جنايي پولیسو لخوا په ناوړه حالت کې نیول شوي، چې قضیه به یې د نورو څېړنو په موخه څارنوالۍ ته واستول شي.

باید وویل شي چې تیرکال هم د کمکي اختر په دویمه ورځ د بامیانو ولایت امنیه قومندانۍ په همدغه میلمستون کې د پولیسو د قرارګاه قومندان ټولي مشر محمدسالم او د جلب وجذب قومندان بصیر بلوچ لخوا پر یوې ۲۵ کلنې نجلۍ جنسي تیری شوی وو، چې د یو کال په تیرېدو لاهم څارنوالي نه ده توانېدلې چې دغه دواړه قومندانان محاکمه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه میاشت مخکې د رمضان المبارک په لومړۍ نیټه په رڼا ورځ د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د امنیه قومندان دوه ساتونکو د ښوونځي له مخې نه دوه زده کوونکې وتښتولې او په د روژې په رڼا ورځ یې ورسره د زنا«بدلمنۍ» ترسره کولو وروسته انځورونه هم وویستل او خپاره کړل، د کومې له امله چې د خلکو توند غبرګونونه راپاریدلي وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close