افغانستان

د دولتي عسکرو په توپچي ډزو ۸ کې تنو ته مرګ ژوبله واووښتله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې لږ تر لږه ۳ ماشومان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.

دا پېښه نن د شنبې په ورځ(۱۰ غبرګولي) د سیاه ګرد ولسوالۍ په جوی دختر سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې په سیمه کې د دولتي عسکرو یوې پوستې څخه د خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ وویشتل شوې.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، په دغه خونړۍ پېښه کې ۳ تنه ماشومان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي؛ خو په دې اړه یې له نورو تفصیلاتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

له بل پلوه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو ټویټ په واسطه ددې پېښې د غندلو ترڅنګ د رسنیو هغه ادعا بې بنسټه وبلله چې ګواکې یاد برید د طالبانو لخوا ترسره شوی دی:« دا چې د مزدور دښمن چارواکو ادعا کړي چې ګني یاد برید مجاهدینو ترسره کړی، حقیقت نه لري، موږ یې ردوو.»

دولتي عسکر په داسې مهال په پروان ولایت کې د خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ اوروي، چې د کمکي اختر په دوهمه ورځ هم دولتي عسکرو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د توپچي ډزو پرمهال یو ماشوم ټپي شوی ؤ او ۴ نور ټپیان وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close