افغانستان

اسراییل: د اسلامي دولت پر ضد د عربو سره مرستو ته تیار یو

نن ټکی آسیا: اسراییل وايي چې «عراق او شام کې د اسلامي دولت» پر ضد د عربو سره مرستې ته تیار دي.
د فرانسې پلازمېنه  پاریس کې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر د خپل امریکايي سیال سره په یوه لیدنه کې دا خبره وکړه.
نوموړي  زیاته کړه چې  ټولو «سوله خوښو» عربو هېوادونو سره چې د «ترهګرۍ» څخه ځان ساتي، هر اړخیزو مرستو ته تیار  دي.

د اویګډور لیبرمین په وینا د «ترهګرو» د بریدونو له کبله د اسراییلو او سوله خوښو عربو هېوادنو  ګټې سره یو شوي دي، دوی باید د «ترهګرو» پر ضد یو شي او په ګډه دې ددوی پر ضد مبارزه وکړي.

اسراییلي وزیر انديښنه وښودله چې د اسلامي دولت ځواکونه د سوريې او عراق څخه وروسته په ټول منځني ختیځ  کې  خپریږي. دده په وینا دوی خپل پیل له کویت څخه کوي.

شننونکي وايي چې د سولې په اړه د اسراییلي وزیر خبرې «خندونکي» دي، ځکه پخپله اسراییل د نړۍ تر ټول ستر «ترهګر او  د سولې دښمنان» دي.

لیبرمین د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې خبرې په داسې حال کې کوي چې دوی پخپله په دې وروستیو کې د یو اسرائیلي ځوان د ورکېدو وروسته سلګونه فلسطیني ماشومان او ځوانان وژلي او بندیان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x