نن ټکی اسیا

امریکا: د تورپوستي د وژلو په غبرګون کې راوتلي لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د امریکا په متحده ایالاتو کې د یوه سپین پوستي پولیس افسر له لوري د یوه تور پوستي  امریکایي «جورج فلویډ» د وژلو په غبرګون کې راوتلي پراخ لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي.

دغه لاریونونه چې د نیویارک، واشنګټن، لاس انجلس، مینیاپولیس،دالاس، اتلانتا، او هاسټن په ګډون نږدې د امریکا په ټولو ایالتونو او سترو ښارونو کې په لاره اچول شوي وو،  جورج فلویډ ته یې انصاف غوښت، او د نوموړي د وژلو په قضیه کې د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنه یې کوله.

لاریون کوونکي په بیلابېلو ښارونو کې د پولیسو له مقاومت سره مخ شوي، او په ځینو ځایونو کې د پولیسو موټرونو او عامو دکانونو ته اور اچول شوی.

د تېرې دوشنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي ويډیويي کلیپ کې لیدل کېدل، چې د پولیسو یوه مشر د بې وسلې «فلویډ» په ستوني پښه اېښې او د هغه د مرګ تر شیبې پورې ورباندې همداسې ناست پاتې شوی.

که څه هم امریکايي چارواکي وايي، د فلویډ قاتل یې نیولی او ورسره همکار پولیس یې له دندو شړلي، خو لاریون کوونکي وایي، د فلویډ له قاتل سره ملګري پولیس هم باید ونیول شي.

لاریون کوونکو په واشنګټن کې سپيني ماڼۍ ته ورغلې لارې هم تړلې وې، او د پولیسو له سخت مقاومت سره، سره ځینو هڅه کړې وه، موانع لري کړي او وړاندې ولاړ شي.

په اتلانتا کې لاریون کوونکو د امریکا د نړیوالې تلویزوني شبکې «سي اېن اېن» دفتر ته د ننوتلو هڅه کړې، په دفتر پر لګېدلې نښې یې رنګونه شیندلي او په همدې سیمه کې یې د یوه هوټل شیشې ماتې کړې.

د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، د فلویډ له کورنۍ سره يې تلیفوني خبرې کړې، او مجرمین به د عدالت منګولو ته سپارل کېږي.

د فلویډ کورنۍ هم د نوموړي د قاتل له نیولو هرکلی کړی؛ خو د پاتې نورو پولیسو په نیولو یې هم ټینګار کړی.