لیکنېنظــر

د طالب بندیانو ازادي؛ یو انتخاب که مجبوري؟

د جنګ او سولې پرېکړه جنګیالي نه، بلکې مشران کوي

لیکنه: زمریالی اباسین

یو کال مخکې، د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا متحدو ایالتونو او طالب استازو ترمنځ د تاودو مذاکراتو په لړ کې د یو شمېر نورو مهمو مسایلو ترڅنګ د طالب بندیانو په ازادۍ هم اوږده او څو میاشتني بحثونه روان و. زه عملاً د اریانانیوز په استازیتوب هلته وم او کابو هره ورځ مې له یو شمېر طالب استازو سره پر احتمالي مسایلو د هر ډول ممکن فرصت په برابرېدو سره د دوحې په نیمه ډيپلوماټیکه سیمه (ډيپلوماټيک کلب) کې خبرې کولې. زیاتره وخت د لمونځ وقفه (مازدیګر، ماښام او ماسختن) د طالبانو د مذاکراتي ټیم د مشر محمد عباس ستانکزي په شمول د دوی له ویاند سهیل شاهین او نورو استازو سره لنډ فرصت ترلاسه کېده چې ځان تر ممکن حده خبر کړم او که به د دوی خوښه وه د خپل ټلویزیوني چینل لپاره به مې ترې ویډیويي کلپونه هم واخیستل. دوی اصلي موضوعات تر ډېره پټ ساتل او ځینو خو یې بیخي له سلام پرته له نورو خبرو ډډه کوله. ظاهراً دوی د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ټیم سره همدا ډول یو پروټوکول درلود.

په اووم، اتم او نهم پړاو مذاکراتو کې یو له ترټولو مهمو بحثونو همدا د بندیانو د ازادۍ مسله وه.

یو ځل یو طالب استازي سره خبرو کې پر دې پوه شوم چې د زندانیانو مسله تر اتم پړاو وروسته د بحث وړ ترټولو جنجالي موضوع او نورې ډېر مسایل لکه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موده او څرنګوالی، پر طالب مشرانو او د دغه تحریک پر مهمو غړیو بندیزونه او د طالبانو له لوري په نړیوال ټریبیون کې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکول تقریباً نهايي شوي وو. د طالب بندیانو د ازادۍ مسلې مې ذهن اشغال کړی و او ډېره هڅه مې دا وه چې پدې هکله معلومات ترلاسه کړم.

طالب استازي وویل، “دوی [امریکايي لوری] پر خپلو خبرو ډېر نه دریږي؛ یوه ورځ یوه مسله نهايي کړي بله ورځ بیا نور شیان وايي لکه د بندیانو ازادي..”

ما غوښتل د دې موضوع د څرنګوالي پر ټولو ممکنو اړخونو پوه او معلومات ترلاسه کړم. ومې پوښت، “له احتمالي توافق وروسته څومره زندانیان خوشې کول غواړئ؟ ټول که یو مشخص شمېر او په څومره موده کې غواړئ طالب بندیان ازاد شي؟”

طالب استازي ډېر معلومات رانکړل خو وې ویل موږ یې مشخص شمېر امریکايي لوري ته ویلی او دا څووم ځل دی چې دا مسله د نورو خبرو په منځ کې پاتې کیږي. کله امریکایان وايي ستونزه به نه وي خو کله بیا په یو نه یو ډول غواړي لدې مسایلو تېر شي او پر نورو شیانو بحث وکړي. دوی [امریکایان] ډېر د باور وړ ندي..”

په یو بل فرصت کې، د طالبانو له یو بل استازي سره د خبرو په ترڅ کې پر دې پوه شوم چې امریکايي لوري د توافق په صورت کې د زرګونو طالب بندیانو د ازادۍ مسله نهايي کړې او د توافق په چوکاټ کې نور داسې خاص د جنجال او جدي اختلاف وړ موارد ندي پاتې.

نهم پړاو مذاکرات، لکه هغه ډول چې د ټرمپ له یو ټویټ سره لغوه وبلل شول، تر ډېره د متنونو د تنظیم او ژباړې سربېره بیا هم د بندیانو د شمېر په تړاو پرمخ ولاړل. له بیا پیلېدو سره مذاکرات ژر د لاسلیک تر کچې ورسېدل او د دوحې د فبروري ۲۹ توافق نړیوال حیثیت غوره کړ. په همدې ورځ، د امریکا دفاع وزیر ا د ناټو عمومي منشي کابل ته راغلل او له ولسمشر غني سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ختمېدو او سولې په تړاو یوه ګډه اعلامیه هم خپره شوه. ټينګار د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي توافق پر عملي کېدو و او په همدې ډول له کابل هم سیاسي هوکړه واخیستل شوه. که څه هم، ځينو مهمو حکومتي کسانو سره له کمرې شاته خبرو کې راته وویل شول چې دوی امریکا سره د دوحې له توافق سره هم مهاله ګډه اعلامیه کې د دولت اړوند مسایلو پر تطبیق، په ځانګړې توګه د تر ۵ زره طالب بندیانو د ازادۍ په تړوا خپل مکلفیت ندی منلی. د دغه مهم حکومتي چارواکي توجیه دا وه چې د کابل-امریکا ګډې اعلامیې متن کې غوښتنه دا وه چې د امریکا-طالبانو موافقې د عملي کولو په ترڅ کې ځان مکلف وبولي او دا ټکی یې پکې راوستی هم و چې په وینا یې دوی بدلون ورکړ او ویې لیکل “د افغانستان اسلامي جمهوریت خبر شو چې..” خو له اره په نړیواله کچه او په ځانګړې توګه دا د دوحې د فبروري ۲۹ موافقې له عملي کولو سره د سر ښورولو په مانا وه او همدا لامل دی چې دواړه کارونه، د امریکا-طالبانو توافق او د کابل-امریکا+ناټو ګډه اعلامیه په یوه وخت او په یوه ورځ د عملي کېدو جوګه شول.

هغه څه چې چارواکي راته وویل دا و چې ګویا خلیلزاد ورته د بندیانو د ازادۍ او شمېر په هکله دروغ ویلي وو او تر پنځه زره طالب بندیانو ازادي یې ورته نه وه یاده کړې. ماته دا خبره بیخي نوې او جالبه وه، ومې پوښته چې ایا ولسمشر غني د توافق مسوده حتا په سپټمبر کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتو له په اصطلاح لغوه کولو مخکې نه وه لوستې؟ چارواکي وویل چې د بندیانو د ازادۍ مسله پکې نه وه ذکر شوې او په نهايي شوي توافق کې چې لاسلیک شوی دا مورد پکې اضافه شوی دی. لنډه دا چې دغه حکومتي مسوول دا ښوده چې ګویا کابل د بندیانو له ازادۍ سره هغه پدومره شمېر قطعاً موافق او حتا خبر هم نه و. زما پوښتنه د حکومت د رسمي موقف په هکله وه چې ولې دا دریځ رسماً حکومت نه نیسي او وايي نه چې دا ډول مسایل دوی نه مني یا دوی سره یې په اړه مشوره نده شوې؟ ځواب چندان قانع کوونکی نه و. (دا او دې ته ورته لیدنې کتنې او خبرې نور اړخونه هم لري چې یو وخت به پرې تم شو.)

د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق له لاسلیکېدو وروسته له یوې خوا د جنجالي او مسخره ټاکنو وروسته په کابل کې د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي ناندرۍ او بیا دوه موازي او خپلسري حکومتونه اعلانول، د کروناویروس پراختیا او د توافق له ځینو هغو مواردو عملي کولو سره د کابل تضاد او مخالفت چې په سر کې یې د بندیانو ازادي راځي؛ هغه څه وو چې بین الافغاني مذاکرات یې سخت ټکني او وځنډول. خو امریکا جدي ښکاري او پدې کابو درې میاشتو کې له ټولو ډپلوماټیکو چینلونو او سیاسي فشارونو په وسیله هڅه وکړه چې د افغانانو خپلمنځۍ خبرو (بین الافغاني مذاکراتو) ته لاره پرانیزي او په ځانګړې توګه طالب بندیان لکه هغه ډول چې په توافق کې طالبانو ته ژمنه ورکړې وه عملي شي. خلیلزاد او نورو امریکايي ډیپلوماټانو پرله پسې کابل ته سفرونه کول او هڅه یې د افغانانو د خپلمنځیو خبرو پر وړاندې د خنډونو لرې کول و او اوس هم دا هڅې دوام لري. کابل ډېر څه وویل، خو زما شخصي باور له هماغه لومړیو دا و چې ولسمشر غني او ټیم به یې پر هماغه کرښه ګامونه اخلي او مخکې به ځي چې د امریکا خوښه وي. چیغې به وي، هڅې به وي، خو پایله به د امریکا او په ځانګړې توګه د خلیلزاد د څلورو مواردو د توافق د نخچې عملي کېدل وی. ارګ ویل د طالبان بندیانو خوشې کول تر بین الافغاني مذاکراتو ممکن ندي او سره کرښه ده، خو دا سره کرښه شنه شوه او دا حتمي کېدونکې مسله وه.

بالاخره، د کابل سیاسي کړکېچ یو ځل بیا د اساسي قانون او ټاکنو قانون په ماتېدو سره یو ځل بیا د ملي یووالي حکومت تشکیل ته ورته جوړښت سره پایته رسېدلی ښکاري او د کوچني اختر په درې ورځو کې طالبانو درې ورځنۍ اوربند کړ او ورسره جوخت ولسمشر غني هم د ۲۰۰۰ نورو طالب بندیانو د ازادۍ حکم صادر کړ.

پدې موده کې ځینو احساساتي خوشې شویو بندیانو په فاتحانه انداز کې حتا دا هم په ټولنیزو رسنیو کې وویل چې، “سوله څه شی وي؟ موږ فاتحه ووتلو او دا د شل کلنو وینې توېېدنو او جهاد ثمره ده..” ځینو نورو یې په ورته وخت کې له رسنیو سره خبرو کې په زغرده لاهم د جګړې د دوام خبرې وکړې او داسې وانګېرل شو چې ګویا دوی به اوس راساً ورځي او بیا به له افغان ځواکونو سره پر جګړه لاس پورې کوي. شک نشته چې له ۹۰ سلنه پورته خوشې شوي طالبان هر وخت چې ورته امر وشي بیا پر جګړې لاس پورې کوي او ان پر افغان امنیتي ځواکونو له ځانمرګو بریدونو هم خوند اخلي.

خبره د تنکیو ځوانانو او هغو ځوانو طالبانو د احساساتي او له کلونو بند وروسته د غچ اخیستو په توګه د جګړې ډګر ته د بیا ورګرځېدلو نده؛ خبره دا ده چې له شک پرته چې دا یو لوی رېسک دی چې حکومت باید په هماغو لومړیو کې منلی وای. دوه لاملونه موجود دي: یو، کابل د امریکا د سیاسي پرېکړو د بدلون توان نلري او دویم دا چې، لدې پرته بله ممکنه لاره هم نه وه او نشته. کابل په لومړي ګام کې د شاوخوا ۷۰۰ طالب بندیانو خوشې کول په میاشتنې او کله کله اوونیز ډول تطبیق کړل. له هغې مخکې حتا شک دا و چې کابل به له هرې ممکنې وسیلې د بندیانو د خوشې کېدو او حتا د سولې پروسې د سبوتاژ هڅې وکړي. کېدای شي داسې وي یا نه، خو اوس دا ښايی ډېره مهمه نه وي، بلکې مهمه دا ده چې زرګونه طالب بندیان خوشې شول او دا لړۍ لا روانه ده.

اصلي بحث دا دی چې، که د افغانانو خپلمنځیو خبرو زمینه ژر برابره نشي نو بیا د هرې ناوړې پایلې امکان شته. بندیان د دې لپاره خوشې شول چې د باور فضا رامنځته، د امریکا-طالبانو د توافق یو له مهمو مواردو یو یې عملي او د روانې خونړۍ او بې مانا جګړې پایته رسېدو ته لاره هواره شي.

کله چې خبره د روغې جوړې او ډپلوماسۍ او مخامخ خبرو ده، نو لکه په کراتو چې یادونه شوې، د بندیانو د ازادولو رېسک او ګواښ په منلو ارزېده او ارزي. که طالب جګړه مار له خوشې کېدو وروسته د جګړې جنون ته وردانګي او که په رښتیا لکه کابل ته یې چې ژمنه ورکړې پر کور کیني، د دوی پرېکړه نده او د طالبانو مخینې ته په کتو د جګړې عسکر او قومندانان یې د خپلو مشرانو خبرې او په ځانګړې توګه د طالبانو د رهبر (د دوی په اصطلاح امیر المومنین) قومنده ټول عملي کوي او امر یې له کوچني جنګیالي نیولې بیا تر لوړپوړو قومندانانو اجرايي بڼه خپلوي.

اوس د خوشې شوي احساساتي او ځوان جنګي طالب نه، بلکې د طالبانو د سیاسي او لومړۍ درجه مشرانو پرېکړې او راتلونکي ګامونه مهم دي. سراج الدین حقاني – د حقاني شبکې سرلاری او د هغې شبکې لومړۍ درجه مشر چې د خونړیو او ډېرو پیاوړو بریدونو مسوولیت یې په تېر کې منلی – په زغرده نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې ته د ۲۰۲۰ کال د فبروري په شلمه، د امریکا- طالبانو له توافق لاسلکېدو څو ورځې مخکې – د یوې مقالې په استولو سره ومنله چې دوی قانع دي چې روانه جګړه باید ودرول شي. یوازې دا نه، بلکې سراج الدین حقاني د همدې مقالې په ترڅ له امریکا متحدو ایالتونو سره یوازې د همکارۍ نه، حتا د مشارکت “Partneship” یادونه هم وکړه.

له یوې خوا د کابل لپاره د زرګونه طالبانو ازادي یو انتخاب نه بلکې مجبوریت دی، او له بلې خوا د طالبانو مشرتابه تر بل هر وخت زیات د خبرو اترو لپاره لېوالتیا ښودلې.

په کراتو یادونه شوې چې، دا فرصت د څو زره طالب بندیانو د خوشې کېدو او ورته نورو رېسکونو او خطرونو په منلو ارزي او ټول افغان اړخونه باید د انعطاف په ښودلو سره روغې جوړې او د جګړې کرغېړن ټغر ټولو ته چانس ورکړي. دا لاره اسانه ده او له پیچومو او ګړنګونو سره به بیا بیا مخامخ کیږي، خو دا ځل توپ د افغانانو په میدان کې دی؛ یا به یې د ګټې-ګټې (Win-Win) تعامل په چوکاټ کې مخکې وړي او یا به خدای مکړه ولس یو ځل بیا حداقل نیمه پېړۍ د جګړې سون توکي ګرځوي. تر کابل اوس ډېر د ازمون وخت د طالب لپاره دی؛ یا به طالب ځان افغان او د افغان خاورې زړه سواند زباتوي او یا به د یو خطرناکې کورنۍ سیاسي لوبې د ناکامۍ لور ته بې باکه ګامونه اخلي. طالب اوس باید دقیقه محاسبه وکړي. سیاست د فرصت لوبه ده او فرصت بیا-بیا هېچا ته په لاس نه ورځي. لا هم فرصت شته، او تر بل هر وخت ښه فرصت!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x