افغانستان

طالبانو د فارین پالیسي مجلې راپور د «استخباراتي حلقو» ناسم معلومات بللي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): طالبانو د خپلې رهبرۍ په اړه د فارین پالیسي مجلې راپور له حقیقت څخه لرې او د «استخباراتي حلقو» غلط معلومات بللي دي.

فارین پالیسي مجلې تیره ورځ د افغان حکومت او لویدیځو هېوادونو د استخباراتي چارواکو د د ادعاوو په اساس راپور ورکړی ؤ، چې د ملا هبة الله اخند په شمول یو شمېر لوړ پوړي طالب مشران په کرونا وبا اخته شوي او له همدې امله طالبان هڅه کوي، په خپلې رهبرۍ کې د رامنځ ته کېدونکې ګډوډۍ او اختلافاتو څخه د ځان ساتلو په خاطر د طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر مجاهد زوی ملا محمد یعقوب عمري د طالبانو مؤقت مشر وټاکي، کومه ادعا چې د طالبانو لخوا له حقیقت څخه لرې او ناسمه وبلل شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله خپاره کړي ټویټ پیغام کې ویلي، چې د طالبانو په مشرتابه کې د ګډوډۍ، ناروغۍ او اختلاف په اړه د فارین پالیسي مجلې تبلیغات حقیقت نه لري او په خبره یې د طالبانو مشرتابه له هیڅ ډول ستونزې سره مخ نه ده او هم په کې اختلافات او ګډوډي شتون لري.

مجاهد په دې اړه د لویدیځو رسنیو لخوا خپور شوی راپور منفي تبلیغات بللي دي: «په دې اړه د غربي رسنیو پروپاګند د استخباراتي حلقو د غلطو معلوماتو په اساس خپریږي.»

دا لومړی ځل نه دی چې لویدیځې رسنۍ د طالبانو د مشرتابه په هکله د نامعلومو سرچینو په حواله شکمن راپورونه خپروي، بلکې تردې وړاندې هم څو ځله لویدیځو رسنیو د طالب مشرانو په هکله ورته څرګندونې کړي، چې وروسته د طالبانو لخوا رد او له حقیقت څخه لرې بلل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x