شعـــــرونه

د پیر محمد کاروان دوه غزلونه

پير محمد کاروان

یو خوب وو خو په تته حافظه کې رانه ورک دی
له متن دی را وتی په حاشیه کې رانه ورک دی

سکون وو خو په ژوند کې چېرته هم په لاس رانغی
شاید چې د جنت په دروازه کې رانه ورک دی

یو یار وو چې تصویر یې ما ساتلی وو په زړه کې
حیران یم د آینو په قافله کې رانه ورک دی

د روح د بلبل غږ وو له ګلپاڼو ښویېدلی
لټون کوم د پرخو په دانه کې رانه ورک دی

ورغوي کې مې ناست وو سپین د واورې یو بڅرکی
پیدا به شي؟ په ټکنده غرمه کې رانه ورک دی

چا وې چې په ایرو کې به ناڅاپه را زرغون شي
یو زړی د ارمان وو په جګړه کې رانه ورک دی

یوه باندې زر څپې د مینې راغلې زه یې یووړم
ځان ګورم چې په کومه یوه څپه کې رانه ورک دی

یو کیف دی چې کاروان به یې غزل ته خېژومه
دعا راته کوئ په یوه ټپه کې رانه ورک دی!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یو دا رنګې مین وو چې نغمې به یې لیدلې
رنګینې مرغلرې وې له تار نه، تویېدلې

انځور یې آوازونه د رنګونو په کومک وو
غوټۍ به موسېدلې چې بلبلې چغېدلې

یو خوب وو چې د ستورو له چنګک را اویزان وو
لیدو پسې یې ډېرې ډېرې سترګې تخنېدلې

ملنګ وو اړولې یې شپې تورې ورځې سپینې
دانه دانه تسبې وې څه په خوند به کړپېدلې

دا زیروبم یو راز دی خو چې هر بختور و موند
خلوت کې ښاپېرۍ ور سره پټې پسخېدلې

دا شپه د سپوږمۍ شپه وه روهېلۍ سوما په لاس وې
کنه ټپې ټپې وې مجسمې ګډېدلې

موسکا یې شیرینې ده چې داورکه د هر چا وي
یو غږ د سریندې یو څو سندرې مې میندلې

کاروانه خوشحالي وه نه جګړه نه کًرونا وه
یو شور د ماشومانو وو نانځکې ودېدلې!

” پیرمحمد کاروان / ۸ جوزا ۱۳۹۹ ھ.ش خوست، توره وړۍ “

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close