افغانستان

طالبانو په فاریاب کې د یوې ښځې د قتل په تور د هغې خاوند او پلار نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): طالبانو د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د یوې ښځې د قتل په تور د هغې خاوند او پلار نیولي دي.

دا پېښه وړمه شپه د ګرزیوان ولسوالۍ په «پخل سوز» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې یو کس د ناڅرګندو دلایلو له امله خپله ښځه ووژله.

د فاریاب ولایت د بشر حقوقو رئیس ذبیح الله جواد ددې پېښې د تایید ترڅنګ ادعا کړې چې یاده ښځه د عبدالرحمن صیقل په نوم یو سیمه ییز طالب قومندان په نوم طالب قومندان له جنسي تیري وروسته وژلې ده.

جواد ادعا کوي، چې ددې پېښې پرمهال د وژل شوې ښځې خاوند هم موجود ؤ؛ خو په خبره یې دا څرګنده نه ده، چې ښځه طالب قومندان وژلې او که د هغې خاوندې وژلې ده؟

بل لورته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته د تیلفوني پیغام له لارې ددې پېښې په هکله ویلي، چې ددې ښځې په وژلو کې طالبان هیڅ قسم لاس نه لري.

مجاهد داسې وایي: « دا مسئله په مجاهدینو پورې اړه نلري، یوه قضیه پیښه شوې ده چې یو کس خپله ښځه وژلې ده، بیا مجاهدین پرې خبر شوي دغه قاتل خاوند او د ښځې پلار دواړه یې نیولي».

په روان کال کې دا ۱۷ ښځه ده، چې په فاریاب ولایت کې د کورني تاوتریخوالي له امله وژل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx