نړۍ

اسلام اباد: سهاله ته څیرمه دوسلو په زیرمتون کي چاودنه وشوه

sahala_arms_depo_exploded(نن ټکي اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۱)اسلام اباد: اسلام اباد۳ ښارته څیرمه په سهاله سیمه کي چي دپاکستاني عسکرو له ډیرو حساسو اومهوسیموڅخه یوه سیمه ده، څو شیبي مخکي دوسلو په یوه زیرمتون کي یو په بل پسي دري چاودني ترسره شوي، چي له کبله یی یوکس وژل شوی اودري نور ژوبل شوی.

 دپولیسو یوه لوړرتبه چارواکي فیصل میمن خبری رسنيو ته ویلی چي پیښه کومه تخریبکاري نه بلکله یوه تصادفي حدثه وه

، نوموړي زیاته کړه څوتنه عسکر دوسلو وزیرمي نژدي په تمرین اخته وه چي ناببره دغه واقعه رامنځ ته شوه، دپیښي له ځایه څخه یوبل عسکرزیاته کړه دچاودني له کبله دنوموړیو داستوګني ځای په مکمله توګه له منځه تللي دي.

یوبل عسکربشارت علي وویل دوسلو په زیرمتون کی چاودیدونکي مواد پراته وو چي دهغوي دچاودلو له امله چاودنو وداني ویجاړه کړه اوڅوتنو عسکروته یی مرګ ژوبله واړوله،

سهاله هغه سیمه ده چیري چي داسلام اباد دپولیسو اکادیمي هم واقع ده چي له دي څخه مخکي هم څوځلي دحکومت مخالفو وسلوالو له لوري تربرید لاندي راغلي ده

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x