افغانستان

هرات: ترافیکي پيښه کې د یوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د هرات –کندهار پر لویه لاره په یوه ترافیکي پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي.

د هرات ولایت د والي ویاند «غلام جیلاني فرهاد» وایي، پېښه تېره شپه د هرات-کندهار پر لویه لار د ادرسکن ولسوالۍ په حدودو کې هغه وخت رامنځته شوې، کله چې یو تېز رفتار موټر له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر شوی.

د فرهاد په خبره، په پېښه کې د یوې کورنۍ څلور ماشومان، دوه نارینه او درې ښځې وژل شوې.

په ورته وخت کې په بغلان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی.

یاده دې وي، چې د ترافیکي اصولو نه مراعاتول او د لویو لارو خرابوالی د ترافیکو پېښو د زیاتېدو عمده لاملونه یادېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close