نړۍټکنالوژي

په درې کالونو کې؛ محمد بن سلمان په انترنیتي ګېمونو ۷۰زره ډالر مصرف کړي

هغه د ۷۰زره ډالرو سربېره په بېلا بېلو ګیمونو کولو له ۹زره ساعتونو زیات وخت ضایع کړی دی.

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د انترنیتي ګیمونو متخصصه ویبپاڼه «ډاټ اي سپورټ» ادعا کوي چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان یوازې په (Battle Pass) نومې انترنیت ویدیویي لوبې په تېرو درې کالونو کې ۷۰زره ډالر مصرف کړي چې تر دې دمه تر ټولو زیات مصرف کوونکی ګڼل کیږي.

ویبپاڼه په خپل راپور کې زیاتوي چې د ډوټا ۲ په قضیه کې محمد بن سلمان په نړیوال ۲۰۲۰ باټل پاس باندې له ۶زرو زیات ډالر مصرف کړي دي.

په دغه اندازه مصرف او په لوبو کې د هغه دوامداره وخت ورکولو سره، محمد بن سلمان لا دمخه خپل حساب (purrrrrfect Devil Angel Yukeo) کې یوازې په څلورو ورځو کې ۱۴۴۳۰ درجې ته رسولی. دا د یاد ګیم د دوهمې درجې لوبغاړي څخه ۴۰۰۰ درجې وړاندې دی.

راپور زیاتوي چې نوموړي په ځانته ځان په تېرو دریو کلونو کې په ټولیز ډول یوازې په باټل پاس لوبې (۶۹۴۹۴) ډالر مصرف کړي او لا یې هم مصرفوي، چې یوازې په ۲۰۱۸م کال کې یې ۴۲۱۰۰ ډالر مصرف کړي دي.

هغه په تېرو دریو کلونو کې نه یوازې په ټولو ګیمونو کې تر ټولو زیات برخه اخیستونکی دی بلکې په ۲۰۱۷م کال کې په ۱۷۵زره درجو سره ستر ریکارډ هم په خپل نوم کړی دی.

د یادې ویبپاڼې د راپور له مخې محمد بن سلمان له ۲۰۱۱م کالو راهیسې دغه ګیمونه کوي چې له ۱۰زرو زیاتې سیالۍ يې کړي دي، او په ۵۱سلنه لوبو کې بریالی شوی دی. هغه د ۷۰زره ډالرو ترڅنګ پر انترنیتي ګیمونو تر ۹زرو زیات ساعتونه وخت هم ضایع کړی دی، چې له مخې یې ۵۵۰ ساعتونه په (Team force 2) لوبې ضایع کړي.

هغه د یادو لوبو سربېره په یو شمېر نورو لوبو هم سلګونه ساعتونه وخت او زرګونه ډالر لګولې دي.

ویل کیږي چې د سعودي ولیعهد له پخوا د انترنیت ویدیویي ګیمونه سره مینه لري. یوه فرانسوي ژورنال «لوبوان» تېر مارچ یو راپور خپور کړی و، یاد ژورنال زیاتوي، کله چې سلمان بن عبد العزیز د ریاض ښار والي و خپل زوی محمد بن سلمان د درس پرځای انترنیتي ګیمونو سره د زیاتې اړیکې لرلو له کبله چې ۱۷ کلن و سخت رټلی و.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

These Royal Family individuals are non-Muslim, killers and very low class people. Check that how much he has spent on prostitutes in London, Paris, New York and LA so far
 
These people are western agents and they are being protected by the west

مختار

ملک سلمان یو نجس انسان ده خود به یی مصرف کوی تیل لری سه په لاس خو یی ندی ګټلي دا ټول د تيلو برکت ده
مفته روپي د چا نه ښوښيږي

غ.حضرت

سلام. د ګیمونو او لوبو سره مینه د هر چا خپله شخصی سلیقه او علاقه ده او شاید د غندنی وړ نه وی امّا بن سلمان او خپله سلمان او ټوله کورنۍ ئې ( د سعود په ګډون ) په یو بل ګیم او لوبو کی ښکیل دی، هغه ګیم او لوبه چی د نړیوال صهیونیزم او نړیوال استعمار په تحریک او ملاتړ ئې #### د پلیدو افکارو او عقائدو په خپرېدو د ډېرو مسلمانو پرګنو دین او دنیا ور ورانه کړېده چی البته ددې سترو ګناهونو پېټی به ئې حتی د ابوسفیان او ابوجهل او ابولهب د ګناهونو تر… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close