افغانستانروغتیا

د حکیم الکوزي د «کرونا ضد واکسین» په اړه د روغتیا وزارت څېړنې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، لاهم په کابل کې د حکیم الکوزي لخوا جوړ شوي د «کرونا ضد واکسین» په هکله ددې وزارت او طبي شورا څېړنې روانې دي؛ خو د څیړنې تر بشپړېدو پورې یې نوموړی حکیم له فعالیت څخه منع کړی دی.

هغه مشترک هیئت چې د عامې روغتیا وزارت او افغانستان د طبي شورا لخوا تیره ورځ «السبحان کلینیک» ته د حکیم الکوزي د لیدلو لپاره ورغلی ؤ، له یاد حکیم سره د نوموړي لخوا د جوړ شوي «کرونا ضد واکسین» په هکله تفصیلي خبرې کړې دي.

ددې ګډ هیئت موندنې ښيي، چې د حکیم الکوزي لخوا اداره کېدونکی «السبحان کلینیک» د عامې روغتیا وزارت له اجازه لیک پرته په خپل سرې توګه او د کرونا وبا خپرېدو څخه د مخنیوي د وقایوي تدابیرو په نشتون کې فعالیت کوي.

هیئت وايي، حکیم الکوزی نه علمي سند لري او نه هم د یوناني درملو د جوړولو جواز لري او د کلینیک کار کوونکي یې هم غیر مسلکي دي.

د عامې روغتیا وزارت لخوا په حکیم الکوزي تور پورې شوی چې د نوموړي لخوا جوړ شوی د «کرونا ضد واکسین» د جوړولو فارموله هم نا معلومه ده.

د پورته دلایلو په رڼا کې د عامې روغتیا وزارت او افغانستان د طبي شورا ګډ هیئت پرېکړه کړې، چې له کرونا وبا سره د مبارزې او د شکمنو او په وایرس د ککړو کسانو د غونډو څخه د مخنیوي په خاطر السبحان کلینیک وتړي.

د عامې روغتیا وزارت ګډ هیئت د حکیم الکوزي لخوا جوړ شويو د کرونا ضد درملو نمونه اخیستل شوې، ترڅو یې د درملو د کنترول او څېړنې د ملي  ادارې په لابراتوار کې وڅیړي او د څیړنو له تکمیل وروسته یې پایلې اعلان کړي؛ خو ددې پروسې تر تکمیل پورې به یاد کلینیک تړلی وي.

له بل پلوه کابل میشتی حکیم الکوزی چې په کارته مامورین کې د السبحان په نوم کلینیک لري، ادعا کوي چې د نبوي او یوناني طب په رڼا کې یې داسې درمل جوړ کړي، چې کولای شي په څو ساعتونو کې د کرونا وبا درملنه وکړي.

نوموړی وايي، دده په دوايي سره تراوسه زرګونو کسانو ته الله تعالی شفاء ورکړې ده، چې په دې لړ کې د عامې روغتیا پخوانی وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز په ګډون د ولسي جرګې ګڼ شمېر وکیلانو او لوړ پوړو دولتي چارواکو د هغه له درملو څخه ګټه اخیستې او په خبره یې شفاء یې ورسره موندلې ده.

حکیم الکوزی چې تازه له کندهار څخه کابل ته راغلی دی، د افغانستان عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او ټولو کورني او بهرني ډاکټران ننګولي دي، چې راشي او دده جوړ شوي درمل لومړی په ده باندې وه ازمايي، ورپسې یې د کرونا وبا تشخیصه روغتونونو کې په ناروغانو وازموي، که ګټه یې ونه کړه، هرقسم ذمه واري یې په غاړه اخلي.

تیرې څو ورځې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد ګڼ شمېر ولایتونو کې د حکیم الکوزي لخوا جوړ شوی د «کرونا ضد واکسین» د بحثونو توده موضوع باندې بدله شوې ده، چې د خواله رسنیو ډیری کار کوونکي، مدني فعالان او خبریالان هم د نوموړي واکسین د خپلو تجربو په اساس تاییدوي او حکومت څخه غوښتنه کوي، چې نوموړي ته د لا زیات فعالیت په موخه آسانتیاوې برابرې کړي.

نن هم په کابل او کندهار کې ګڼ شمېر خلک د حکیم الکوزي د کلنیک مخې ته راغنډ شوي وو او حکومت څخه یې غوښتنه کوله، ترڅو نوموړي ته د بیا فعالیت اجازه ورکړي.

په افغانستان کې په کرونا وبا د اخته ناروغانو شمېر تراوسه ۱۵۲۰۵ کسانو ته رسېدلی، چې له دې ډلې څخه ۲۵۰ تنه وفات شوي او ۱۳۲۸نور بیا بیرته رغیدلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دا چی الکوزی دوی ګناهوی لری. یو پښتون دی او بل کندهاری دی. کندهاریانو په انګریزیانو (د۱۹ پیړی فرعون)
، روسانو (د۲۰ پیړی فرعون) او امریکیانود(۲۱ پیړی فرعون) کی زړو خوړین کړی دی.

مولوی احمد

زما محترمو ورونو دا کرونا مرض چہ نن صبا دیھودی میڈیا لہ طرفہ دومرہ خطر ناک معرفی شوی ھیس حیثیت نلری دا یو عام زکام دی چہ پہ مختلفو فصلونو دکال کی برسیرہ کیگی او دلگ غوندہ تداوی نہ بعد سڑی بیرتہ پحال رازی پہ سلگونو دسی کسان شتہ او ماسرہ رابطہ کڑی چہ پہ شفاخانوکی خپلوانان یی دمرض قلبی لوجہ نہ او یا نورومرضونو لوجہ نہ مڑ شوی او حکومت ھغہ پہ کرونا پسی تڑلی آخر ولی حکومتونہ دسی کوی ؟جواب یی ڈیر آسان دی دیھودو پٹ پہ پٹہ ڈیر پلانونہ دی غواڑی چہ اول مرض خہ مشھور کی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close