شعـــــرونه

دا غفلت به مو تباه کړي/ حسان ضعيف

حسان ضعيف

دا نفرت به مـو تباه کړي عـداوت بـه مو تباه کړي
وطنوالو د بـدبختو محبت بــه مـو تـباه کړي

د شرعي نظام په هیله شریعت تـه لار کړی جوړه
که کفري قانون شـو پلي حکومت به مو تباه کړی

کافـران دومـره خـره نـه دي د بـدر غزا یې یاد ده
ښـه پوهیږي چـي وړوکـي امارت بـه مو تباه کړی

ځکه چـل تـه لاره ګوري حـاکمان یـې کـړه ملګري
حـاکمانو دا مـي واوري چـي ذلت به مو تباه کړی

د دنــیا مـینه ونــه کــړې دا دنــیا ګـوره فــاني ده
او که نه مسلمانانو دا غفلت به مو تباه کړي

له اسمانه راوریږي او لـه ځمکــي را خوټیږي
له فتنو څخه ځـان ګـوري اخـرت بـه مـو تباه کړی

دی بدحال حـسان ضعیفه د یـارانو په مجلس کي
د فـاسقو څخـه تښتي دا صحبت بـه مـو تباه کړی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close