ادبي لیکني

خرۀ ته مډال«طنز»

د ترک لیکوال عزیز نسین طنزيه کرښې!

ژباړه: حامد افغان

غوا په منډه د پاچا دروازې ته ورغله، پیره دار ته یې وویل: پاچا ته ووایه چې غوا درسره ویني، پیره دارانو هڅه وکړه غوا له هغه ځایه وشړي، خو غوا نه منله، غوا خو غوا ده نو… پیره دار مجبور شو، پاچا ته د غوا غوښتنه ورسوي، پاچا ته ورغی، ول پاچا صیب سلامت! دروازه کې غوا ولاړه ده او غواړي ستاسو سره وویني او پاچا اجازه ورکړه.

غوا د پاچا دربار ته حاضره شوه، د دربار اداب یې پر ځای او ویې ویل: پاچا سلامت! اوریدلي مې دي خلکو ته مډالونه ورکوې، زه هم یو مډال غواړم او خامخا یې غواړم، پاچا په قهرجنه لهجه ورته وویل: ته د مډال حق لرې، تا هیواد ته څه خدمت کړی دی؟!

غوا په ډاډه زړه پر شونډو ژبه تېره کړه، ول پاچا سلامت چې زه د مډال مستحقه نه یم نو بل یې هیڅ مستحق نه وینم. تاسو زما غوښې خورئ، زما شیدې څښئ، زما څرمن اغوندئ، ان زما غوشایه هم کاروئ! نو زه د اوسپنې د ټوکړې (مډال) استحقاق لا هم نه لرم؟!

پاچا له څه غور و فکر وروسته وپتېيله چې حق له غوا سره دی، نو دویم درجه مډال یې ورکړ. غوا مډال غاړې ته واچوه د خوښۍ په رمباړو او نڅا د پاچا له درباره روانه شوه، لاره کې کچر په مخه ورغی او دا لاندې خبرې اترې یې سره وکړې.

کچر: غوا خورې پخیرونه
غوا: اباد اوسې کچر لالا
کچر: چرته تللې وې او دا څومره خوشاله راروانه یې؟!
غوا کچر ته د مډال ترلاسه کولو ټول داستان واوروه، په دې سره کچر ته هم د مډال ترلاسه کولو شوق ورپورته شو، لکۍ یې وښوروله او په منډه یې د پاچا دروازې ته ځان ورسوه.

کچر له پیره دارانو سره له اوږده جنجال او پوره سرټمبګي او کچرتوبه وروسته دربار ته د ننوتلو اجازه ترلاسه او ننوت. له درباري ادابو ترسره کولو وروسته یې د مډال غوښتنه وکړه، پاچا یې د مډال د وړتیا او چوپړ په اړه پوښتنه وکړه کچر په ډېر فخر او ویاړ سره لاندې خبرې ورته وکړې.

کچر وویل: دې ولس او تاسو ته زما نه زیات خدمت هیچا نه دی کړی، د جګړو په مهال ستاسو توپونه، نورې غټې او وړې وسلې ټولې زه وړم، د روغې او سولې ورځو کې بیا ستاسو درانه بارونه، هلکان او ځوانان او نوره متاع او مختلف وسایل زه پر اوږو وړم. که زه نه یم ستاسو ژوند به په ټپه ودريږي.

پاچا کچر د لوړې درجې مډال مستحق وباله، امر یې وکړ چې کچر ته مډال ورکړئ. کچر خورا ښایسته مډال ترلاسه او په غاړه کړ، په نخرو او ټوپو د پاچا له درباره ووت. هغه و چې لاره کې خر مخته ورغی، خره غوږونه څک او کچر ته په هېښتيا ځیر شو او ورته ویې ویل: د اکا زویه! پخیرونه، څومره خوشاله یې؟! کچر د مډال ترلاسه کولو من و عن کیسه ورته تېره کړه او سره رخصت شول.

خره له لیږ ځنډ سوچ و فکر! وروسته د پاچا د ماڼۍ لور ته په ځغاسته شو، هلته د خپلې سرزوري او خرتوبي په زور د پیره دارانو له خنډونو واوښت، پاچا ته ورسید او د مډال غوښتلو ارزو یې وړاندې کړه. پاچا په قهرجنه لهجه ورته وویل: غوا خپل ولس ته پخپلو غوښو، شیدو، څرمنو او ان غوشایو سره پرېمانه ګټې رسوي. داراز کچر هم. او تا پخپله خرتوبي ولس ته څه خدمتونه کړي او څه ګټه دې رسولې؟!

خره په اطمنان او ډاډ سره وویل: پاچا سلامت! ته دې زرکلن یې، هیواد او تاسو ته ترټولو زیات خدمت او چوپړ ستاسو خره مشاورین کوي، که زما په څېر په سلګونو خره ستاسو دفتر کې په کار نه وی بوخت تاسو د واک پر پلاز یوه ورځ پاتیدلی شوئ؟!

د خره احساسات او جذبات (!) زیات شول او زیاته یې کړه: پاچا صیب! ایا له خرو پرته ستاسو واک غځیدلي شي؟! که ولس کې زما په څېر ګڼ شمېر خره نه وی یوه ورځ دې لا ولاکه حکومت کړی وی؟! دلته پاچا سر ته ټک ورکړ چې اصلي د مډال مستحق خو خر دی! هغه د اوسپنې او پلاستیک ټوکړه مډال نه، بلکې د نورو خرو… په څېر باید د بیت المال دروازې ورته پرانزو. چې د هغو خرو په څېر خوندونه ورنه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x