ادبي لیکني

اشرف المخلوقات… ؟«لنډه کيسه»

خالق رشید

دا څووم سهاروچې له خوبه به پاڅیدم، دکوردمخې دونې په وچ ښاخ باندې ناست ببرتورکارغه په پرله پسې توګه زما پرخوا راکتل اوراته به ټغیده او ټغیده … دا کار یوه ورځ نه و، خو زه په دریمه ورته ځیرشوم چې هره ورځ زما دکړکې پرسر همداسې په کوکارو و:

ـ ټغ… ټِغ… ټغ … کغ… کغ … کغ …
په دریمه ورځ ما ته را یاده شوه چې کله به زموږ دکلا پرسرکارغان همداسې ټغیدل، نومور به مې په بیړه غږ وکړ:

ـ هلئ غوجله وګورئ چې په کوم حیوان ، غوا ، غویی ، خره … باندې څه ټکه نه وي لویدلې …
په دغه ورځ هم زه دغه ټکي ته ځیرشوم ، سرمې تر کړکئ ورویوست اومنت مې پرې وکړڅو چپ شي … خو هغه له ځایه نه خوځیده اونورهم را ته ګواښني شو:
ـ ټغ… ټِغ… ټغ … کغ… کغ … کغ …

سرمې بیرته رادننه کړ، خو دده ټغ ټغ نورهم زیاتیده اوزیاتیده … له ځان سره په سوچ کې شوم اودا راته مالومه شوه چې تورکارغه نن د نورو وختو په انډول ډیرجدی و، په ډیرتیزې سره یې زما پرلورهمدا ټغا ټغ را تیزیده او تیزیده …. لاهم په سوچ کې وم ، ښایسته شیبه دا په فکرکې راغبرګیده چې کارغه خامخا یوڅه په زړه کې زما په باب لري، اوهغه راته ووایی … ورته ځیرشوم اوله ټغا یې ما ته دا راپوهوله چې :

ـ راووځه … راځه ، راځه ، راځه ، راووځه … راشه اوس راووځه …. را … را … ټغ … ټغ … تغ …

زما سوچ وران نه و، ځکه ما به تل کارغان له خپلو ونوشړل اوټغا ته به مې نه پریښودل خو نن را ته مالومه شوه چې زما دهم هغه چلند په اړه هم راته سرو :

ـ را ووځه ، تا ټول عمر، ما ته ککړ وایه ، زه دې و رټلم … او ماته دې دیوه ژوندي پژي په توګه دا حق نه راکاوه چې دطبعیت له ښکلا مزه واخلم … تا ما ته ناولی اوککړ وایه … هو… تا …

څو شیبې مې ځان آرام ونیو چې بیا د کړکۍ سرته را نژدې شو اوبیا یې په پرله پسې توګه خپل ټِغ ټغ کغ کغ را ته پیل کړ : ـ ټغ… ټِغ… ټغ … کغ… کغ … کغ …

ـ راووځه … زه اوس پوه شوم … پوه شوم … تا چې څومره ځان لوی باله هغومره څه نه وې …

زه دخپلې کوټۍ کنج ته راغبرګ شوم ، دلته پرکوچ کیناستم ، خوداځل سم دم د کړکۍ هندارې ته مخامخ را کښته شو، داسې چې ګواکی نورهم جدي شوی او بیا په ټغ… ټِغ…ټغ …کغ…کغ … کغ …کې راته وایې:

ـ زه څومره نادان وم ، ما به له تا تقلید کاوه ، اوما ته به ته د دنیا ترټولو لوړاو لوی موجود ښکاریدې ، تا خپل مړی هدیرې ته ووړاوهلته دې خاوروته سپاره،ماهم ستا ړانده پیښې وکړې اودخپل کارغه مړی به مې تاغوندې ترخاورولاندې کاوه،چې داماته یودرنښت ښکاریده … خو اوس ته دخپل مړي پوښتنه نه شې کولای اوله خپل مړي ډاریږې … نه چې …. ؟َ

زه له کارغه سره په همدغه شورماشورکې لاس اوګریوان وم چې وړه لورمې کوټې ته راننوته ، زما حالت ته یې پام شو، زه په عادي حالت کې نه ورته ښکاریدم ، پوښتنه یې رانه وکړه چې زه ولي داسې یم ؟خوما یوازې کړکۍ ته لاس ونیو… هلته چې کارغه لاهم خپل ټع ټع کغ کغ یوست داسې چې ګواکي بیاهم راته وایي :

ـ راووځه کنه… ولي دې ځان زنداني کړي ؟ ولی تاخوبه ویل چې ماته خپل تقدیررا رسیږي … اوس ولي دخپل باورخلاف شوی یي ؟ تا خو به خپلې میرمنې ته ویل چې دنارینه له پاره په کورننوتل لوی شرم دی … لکه چې اوس دې هغه شرم هیرشوی ؟ ….

لورمې راته وویل :
ـ با با… کارغه دي ټغیږي ، دا نو په دومره سوچ او فکرکولو نه ارزي چې ته زړه ورته خورې … چای تیاردي راځه …

سالون ته ور ووتم ، دډوډۍ دمیز پرسر چا ی ته کیناستم، خو دده غږلاهم زموږ ترغوږ کیده … ټغ ټغ … کځ …

کخ … چې ګواکي چغي را پسې وهې:

ـ څه شوې ، چیرې لاړې … را ووځه … راشه … تاخودنړۍ هرڅه پرځان ختمول ، تا خوویل چې نورما دومره کشفیات کړي چې کولای شم په نورو سیاروکې له ستونزو او بدمرغیو ځان وژغورم …

هو، رښتیا کا رغه اوس زما د پوهی اوزما دکړو اوزما د اوسنۍ بیوسۍ په اړه له شمیره زیاتې پوښتنې راتورولې وې، داسې ښکاریده چې ده اوس خپل حیوانیت زما پرانسانیت باندې لوړباله اوزما انسانیت ورته د پوښتې وړ شوی و… زه له سالونه راووتم، بیرته خپلې کوټې ولاړم، تلویزیون چالان و، دکرونا وبا شمیرې یې په پرده باندې راخورې شوې ښودې :

امریکا – ۵۰ پنځوس زره مړه … اوهمداسې په ټوله نړۍ کې …

ما لا ټي وي ته کتل، چې کارغه بیاد کړکۍ هنداره په خپله مښوکه په پرله پسې توګه راوټکوله :

ـ ټغ… ټغ …. تِغ … کغ … کغ… کغ … کغ …
داسې چې ګواکي بیا راته وایي :

ـ ودې لیدل ، ودې شمیرل، دامړه شوې څوک دي ؟

انسانان دي که کارغان ؟ ورشه په کورکې مه کینه یوڅه مرسته خوورسره وکړه … څه شول ستا کشفیات ؟ ستا سپوږمۍ ته تګ ؟ ستا اتوم ، هغه چې دهغه دجوړولو په بیه دنړۍ ملیونونه انسانان دژوند څښتنان کیدل ،له لوږې نه مړه کیدل اونسلونه نسلونه به خواریو اوبیوزلیو نه ځپل … هغه دې څه شول ؟ پرهغو اوس څه کوې ؟ ، تاخوځان اشرف المخلوقات هم باله، اشرف المخلوقات ….؟ اوس دې څه حال دي ؟ ځواب راکولای شئ ؟؟؟

کارغه له همدغې وینې سره همداسې له خپل کغ… کغ .. کغ …

سره لاړ، زه هم خوشاله شوم ، یوڅوشیبې مې دیوې لنډې آرامئ احساس وکړ، دکړکې مخې ته ورغلم ، له کړکۍ مې آسمان ته وکتل ، په زرګونو کارغانو اومرعانو د آسمان مخه پټه کړې وه ، الوتل، دهوا اوفضا څخه یې خوند اخیست ، مینه یې کوله اوپه لوړو لوړوروان وو، لاندې مې په باغچه کې ځنګل ته وکتل په ملیونو شاپرکان، بوراګان مچې ،میږیان اونورمې لیدل چې په خپلو هڅو خپلو کارو اومزوچړو دي، آزاد الوزي ، ازاد ګرزي اوپه آزادۍ کې خپل وزرونه اوڅانګونه غزوي او په سندرو سر دي …

دکړکې له مخې را بیرته شوم ، غوښتل مې په کوچ کې ډډه واچوم ، ټي . وي مې چالان کړ، چې ویاند په همدې یوه ټکي تینګارکاوه :

ـ له کورونو ونه وځّئ ، که تاسې له کورونو ووتئ ، کرونا به ستاسې کورونه ته درشي … او تاسې به ووژنې …

هو، له کورونو ونه وځئ ، ونه وځئ …

ریموټ مې له لاسه لرې کړ، پرکوچ مې ډډه واچوله، سترګې مې د کوټې په چت کې ونښتې، له ځانه سره مې دکارغه دپوښتنودځوابو په اړه سوچ پیل کړ :
ـ تاخوځان اشرف المخلوقات باله ؟
ـ ستا اتوم څه کولای شئ ؟ چې دهغه دجوړولو په بیه دنړۍ میلونونه انسانان دژوند څښتنان کیدل، له لوږې به نه مړه کیدل، اونسلونه نسلونه به خواریو اوبیوزلیو نه ځپل …

ـ اوس دې څّه حال دی ؟

سرمې را پورته کړ، په کوچ کې را سم شوم، کړکۍ ته مې وکتل، چې کارغه راغلی و، هلته ناست و، خو کغ… کغ …کغ …

یې نه خوت، پوه شوم چې هغه دخپلو پوښتنوځوابو ته سترګې په لاره دی … دده دلومړي پوښتنې ځواب مې ذهن ته راغی چې ورته ووایم :

ـ نه … نه … زه نور اشرف المخلوقات نه یم … زه شرمخلوقات یم … زه شرم مخلوقات یم … ما ډیرې تیروتنې کړې ، زما بابا هم کړې وې، هغه چې دنړۍ بادارله جنتونوزما له نازولې انا سره یوځای را وشاړه … زه نه پوهیږم چې ماته دا ویاړچا را ډالۍ کړی و؟ سم نه و، سم نه و، ځکه په ما کې دهغه وړتیا وې نه وې اونه شته ….

زما داخبره لا پای ته نه وه رسیدلې چې کارغه هنداره په مښوکه را ووهله ، یوازې یوکغ … یې وکړ اونوروالوت … دوې ورځې نورهم ورته سترګې په لاره وم ، خو بیا یې پته مالومه نه شوه… خوماته معلومه شوه چې هغه له ما همدا اعتراف غوښت چې زه نوراشرف المخلوقات نه یم … نه یم … نه یم …. نه یم …
پای
د ۲۰۲۰ کال مئ
نوي ډیلی – جی . ان . یو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x