افغانستان

طالبان: د تړون مطابق تراوسه زمونږ ۲۲۸۴ بندیان خوشې شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، د دوحې تړون مطابق تراوسه ددوی ۲۲۸۴ تنه زندانیان له حکومتي بند خونو څخه آزاد شوي، په داسې حال کې چې دولت بیا د ۲۷۰۰ طالب بندیانو د آزادولو دعوه کوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه له دولتي بند خونو څخه د آزادو شوو طالب بندیانو د دقیق شمېر اعلانولو ترڅنګ د «کابل ادارې» چارواکي د آزادو شوو بندیانو د شمېر په هکله د ناسمو معلوماتو په خپرولو تورن کړي دي.

شاهین دغه راز ټینګار کړی، چې په دې اړه د دقیقو شمېرو خپرو سره باید د پروسې د سبوتاژ مخه ونیول شي: «له دې څخه زموږ د زیاتو بندیانو د خلاصون ادعا چې د کابل ادارې د چارواکو لخوا اعلان شوې سمه نده، باید په دې اړه دقیق او واقعي ارقام خپاره شي او پروسه ګډوډه نه کړل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د حکومتي ویاندویانو لخوا د اعلان شوو شمېرو په اساس ټولټال ۲۷۱۰ طالب زندانیان آزاد شوي، کومه شمېره چې طالبان یې ناسمه او له حقیقت څخه لرې بولي.

طالبان د خپلو آزادو شوو بندیانو د شمېر په هکله د حکومتي ویاندویانو ادعا په داسې مهال ردوي، چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ګوند هم د خپل ګوند د بندیانو د خلاصون په موضوع کې حکومت په درغلۍ تورن کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x