افغانستان

طالبانو د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله قبر ته اور اچول په کلکو ټکو غندلي/ویډيو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې په شام کې د اسلام د مشهور خلیفه «عمر بن عبدالعزیز رحمه الله» قبر ته د اور اچولو او ورانولو راپورونه ورکړل شول؛ طالبانو دا کړنه په کلکو ټکو غندلې، او مقدساتو ته توهین یې بللی.

درې ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو باندې خپاره شوي ويډیويي کلیپ کې لیدل کېدل، چې  د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله مقبره  تخریب کړل شوې او دننه اور ورته اچول شوی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د اسلام د مشهور اوعادل خلیفه عمر بن العزیز رحمه الله او د هغه د میرمنې مقبره سپړل ، اور ورته اچول او د جسدونو بې حرمتي یې یو کرغیړن عمل او دوی یې کلکو ټکو غندي.

اعلامیه کې وړاندې زیاته شوې «اسلامي امارت دا کرغیړن عمل په تر ټولو سختو ټکو غندي، دا ډول ناوړه کړنې د هغو شریرو عناصرو کار بولي چې د مسلمانانو ترمنځ کرکې او نفرت ته لمن وهي او د مقدساتو توهین کوي.»

طالبانو له دې سره، سره ددې «ناوړه عمل» د مرتکبینو د مجازاتو غوښتنه کړې، تر څو د بیا ځلې لپاره د ورته «بې حرمتیو» مخنیوی وشي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close