نظــر

یوه شپه له غازی عبدالصبور سره

انس حقاني

د بګرام په عمومی زندان کې تر ټولو بدترین بلاک (شوالفا) و چې په (جزا یې شو) باندی مشهور و . دلته به هغو بندیانو ته سزا ورکول کیده، کومو بندیانو به چې په عمومی بلاکونو کې ددوی په اصطلاح له قانون څخه سرغړونه وکړه، هغه به دلته له پنځو څخه تر پنځلسو ورځو جزا یې کیدو او کوم کسان به چې ددوی په قانون کی بیخي د رحم وړ نه ول هغه به دلته تر نامعلومی نیټې په میاشتو میاشتو حتی ترکلونو پراته وو .. زه او حافظ صیب عبدالرشید هم د هغو کمو کسانو له جملې څخه وو چې له دغه ځایه وتل مو تر امر ثاني پوري تړاو درلود.

جزایي شو یو لوی بلاک و چې څلور شپیته تشنابونه یې درلودل، هر تشناب په اوږدوالی تقریبا پنځلس لویشتي اوپه ساره لس لویشتي وو، همدا تشنابونه د جزایي بندیانو بندخوني او استوګن ځایونه وو . په یوه کونج کی به یې د اوداسه او قضاء حاجت ځای و، بل کونج به د بندي د ناستي او ملاستي ځای و . همدلته به لمونځ او تلاوت هم ترسره کیدل د تشنابونو په سر باندی مظبوته پنجره له یوه سره تر بل سره غوړیدلې وه، له پاسه هر څه بریښیدل، ساتونکي به د تشنابو په سر شپه ورځ ګرځېدل، څوک به یې خوب ته نه پرېښودل ځکه دلته خوب او ارام ممنوع وو .

د چت په سر به یوه ساتونکي زیاتره په مسلسله توګه یو لوی ځنځیر د پنجرې په سر کشولو ، بلاک له اوسپنیزي چادرو جوړ و، نو لاندي به یې بیخي سخت بد اواز کاوه چې د انسان د برداشت څخه وتلې خبره وه، لاندي په دهلیز کې به نورو عسکرو اوسپنیز کوتکونه په لاس ول د بندیانو د خونو دروازې به یې په زوره زوره وهلې، له هر لوري به دغه اواز راتلو . بندي خوب نشو کولای !

په ورځ کې به دوه یا درې ځله د عسکرو ضابط یا افسر لاندي راکوزیدی، عسکر به ورسره وو . هر تشناب ته چې به ورننوتل، عسکرو به بندي له لاس او پښو څخه ورته ټینګ کړ، مشر به یې په کیبل باندي داسي واهه چې د هر بندي چېغي به د بلاک له یوه سره تر بله رسیدې، هر یوه به فکر کوو چې ورپسې زما نوبت دی.

دلته نه د روژې خاطر او احترام کېده، نه د اختر، نه د عالم، نه د قران د حافظ، نه د سپین ږیري او نه د مریض او ماشوم.

هر وخت به هر څوک د دغو سزاوو ښکار کېده ( الا ماشاء الله)، که کوم عسکر یا ضابط به ښه انسان و نو د هغه په نوبت کی به ټول بندیان ارام ول .

له هیچا سره یې له یوی کمپلې زیات څه شی نه پرېښودل، قران کریم به اکثره بندیانو د ډوډۍ په غوري باندی ایښوده.

مونږ د زندان له اول سره یوازي وو، په دغه بلاک کې هم یوازي وو خو د بندیانو غږونه له یو بل سره رسیدل، د څنګ تشناب والا سره مو په ښه توګه ښې رواني خبري کولی شوې او له نورو سره هم کیدی شوې خو اواز به چې لوړ شو نو بیا به خامخا د نوري جزا وړ ګڼل کېدلې.

نورو بندیانو به اکثره لس ورځي تیرولې بیرته به یې خپلو بلاکونو ته انتقالول، کله چې به زموږ څنګ ته نوی بندي راوړل شو، لږ وروسته به مو ورو غږ ور وکړ چې : کوم بلاک نه یې راوړی یې، څوک یې ، سیاسی که جنایی؟ کوم ولایت ؟ که تاسي له خپلوانو سره ملاقات کړی وي یا د نورو بندیانو په ملاقاتونو حال لرئ نو دباندي څه حالات دې؟ نوې کیسې راته وکړه! داسی او دغسي نوري زیاتي پوښتني به مو ترې کولې، موږ به ددنیا له حالاتو نه خبریدو نو له بندیانو به مو پوښتنې کولې، خو د بندیانو معلومات به هم اکثره په اوازو بنا وو، دقیق نه وو، ممکن دوی ته هم خپلوانو د روحیې ورکولو په نیت هغه شایعات ویل چې واقعیت یې نه درلود، په ورځ کې به یې نړۍ درته فتحه کړه تا به ویل لکه چې ریښتیا دي. یو زندانی شاعر ملګري محمودي صیب یو بیت کې راته لیکلی و .

مکړه د بګرام پوښتنه مه کوه

یو پکې دروغ او بل ویښته ډیر دي

ويښتان هم بیخی زیات تویېدل، کوټې به ټولي ترې ډکي وې؛ ځکه یې د ویښتانو د زیادت یادونه کړې وه.

لنډه دا چې د څنګ تنشاب ته به ډیر زیات متوجه وم چې څوک نوی کس به راځې، یوه شپه ناوخته یې یو بندي راووړ، ضابط ورسره لګیا وو پوښتنی یې ترې کولې خو په خبرو یې سم پوه نشوم بستره ورسره نه وه په سړه زمکه ناست و، عسکرو ورته ویل چې لوجیستک ته مو زنګ وهلی راوړي یې ، نو پوه شوم چې دا بیخی نوی تازه بندي دی، کیدی شي له امنیت څخه یې دلته راوړی وې ځکه له نوي بندي سره به بستره نه وه . ناوخته یې کمپله ورته راوړه مننه یې ترې وکړه ،څو ځله یې قران کریم ترې وغوښت، دوی ورته وویل چې نشته ، سهار مي چې لمونځ وکړ د شپی والا عسکر لاړل د ورځي شفت راغی، د شفت مشر بغلانی و، ماسره یې ملګرتیا وه څو ځله راغی خو خبری یې نه کولې، اخیر یې وویل چې ستا څنګ نفر امنیت والا رالیږلی دی هسی نه جاسوس وي، زما او ستا خبرو ته به غوږ نیسي بیا ورپسي ورغی، پوښتنی یې ترې وکړې چې څوک یې؟ کله بندي شوی یې؟  هغه ورته وویل چې د سالنګ یم پرون یې نیولی یم.

ـــ څه جرم دې دی ؟

ـــ څلور کاله مخکې می په وزارت کې امریکایان ووژل زه پولیس وم.

ضابط ورباندی غږ کړ چې هغه عبدالصبور سالنګې خو نه یې پرون یې تلویزون کې ورکولې ؟ ده وویل هو هغه یم . ضابط نورو عسکرو ته هم غږ وکړ چې دلته راشئ! ټولو ته یې وویل دا هغه کس دی، نو ټول د تشناب په سر ورته کیناستل پوښتنی یې ترې پیل کړې، ټولو ورته ویل چې څنګه دي دا کار وکړ؟

غازي عبدالصبور بیخې غیرتې انسان و، په پوره ډاډ او اطمنان یې ځوابونه ورکول، له غیرت ډکې خبرې یې کولې، وایې د الله په دین مې غیرت وکړ، خپل وجدان او ضمیر د بې غیرتي اجازه نه راکوله، د الله د رضا په خاطر مې دا کار وکړ ، د الله کلام قران کریم یې سوزولی و. ایا په دې باندي خاموش پاتې شوی وای ؟ نو بیا د ایمان څه مطلب؟

یو عسکر ورته وویل چې ستا قضیه خو ډیره لویه ده، خلاصون دي ډیر سخت دی، کیدی شی اعدام شې، صبور ورته وویل چې ابراهیم علیه السلام د الله په دین غیرت وکړ، الله په ده باندي غیرت وکړ. داسې غیرت یې پرې وکړ چې دنیا ورته حیرانه ده، بیا یې هغه ایت تلاوت کړ. قال الله تعالي: [قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ (69) سورة الأنبياء ] الله جل جلاله ورته وویل چې ای اوره زما دد وست لپاره یخ شه او دومره هم مه یخ کیږه چې له یخنی درکی مړ شی .

ټولو عسکرو غوږ ورته ایښی و لکه دوی ټولو ته چې پیغور ورکوي، د امریکایانو د وژلو کیسه یې وکړه, وایې له دې کار نه وروسته لاړم ایران ته، هلته مي مزدوری کوله، څلور کاله بعد پټ راغلم خپل کلی ته بیا جنرال راباندی خبر شو، د جنرال نوم می وانه اوریدو خو فکر کوم ایوب سالنګی وو، ډیر ډاډ یې راکړ چې هیڅ څه نشته ته یو ځل راشه زه دي ضامن یم، اخیر مي باور پرې وکړ، ورغلم نو هغه دوکه راسره وکړه بندي یې کړم کابل ته یې راولیږلم نن یې دلته راوړم.

ضابط ښه سړی وو هغه ورته ډیر اطمنان ورکړ، وایې څه خدمت چې وي ماته ووایه! صبور ورته وویل چې قران کریم غواړم، ضابط یو عسکر ته وویل هغه قران کریم ورته راوړ، یو عسکر زما خواته راتاو شوو، او راته یې وویل: ډیره عجیبه کارنامه یې نده ترسره کړی؟ ما ورته وخندل، ورته ومې ویل چې ته هم داسي تکړه شه، دلته خو امریکایان ډیر راځي یو بل خوا ته یې وکتل بیا یې د بې وسي خندا وکړه نور یې هیڅ نه وویل لاړو .

لږ وروسته غازي عبدالصبور په ښکلي اواز تلاوت پیل کړ، په تلاوت اخته و چې نور کسان ورپسي راغلل او له کوټی یې وایست او درک یې معلوم نشو ، له ضابط می وپوښتل چې چېري لاړو ؟ وا یې هغه خارجي شو ته یې یوړو، هلته امریکایان تحقیق ترې کوي. ډیر زړه مي پرې وخوږیده ځکه هغه ځای ما لیدلی و، اته میاشتی مې پکې تیرې کړې وې، هغه بیخی تنګ تنګ یو نفری تشنابونه وو، زما وس دا و چې دعاوي می ورپسی کولې.

له ځان سره مي فکر کاوه چې ډیر غیرتي او عقیدوي انسان دی، د خدای په دین یې غیرت کړی دی، د خدای تعالی وعده حقه ده ضرور به الله تعالی بندي لاري ورته خلاصوي.

هغه بله ورځ مي په رسنیو کې ولید، وایې چې غازي عبدالصبور د امارت اسلامي د توافقنامی په اساس له زندانه خوشي شوی دی، نو همدا د خدای غیرت او ننګ دی چې په خپل غیرتي بنده یې وکړ او د غیرتیانو ننګیالیو په لاس یې له زندانه ازاد کړ .

د غیرت خاوندانو ته په دې کې لوی ډاډ او درس پروت دی، دا د تاریخ کومه پخوانی کیسه نه ده ، چې ثبوت ته یې شواهد اوکتابونه وکتل شي، دا د ننۍ ورځې ژوندی مثال دی چې الله تعالی موږ تاسي ته را ښکاره کړ او هغه قهرمان په جګو سترګو له زندانه راووت .

صبور غازي به په تاریخ کې د یو اتل او غازی په نوم تل ترتله یادیږي. ان شاء الله
پای……!
۱۴۴۱ / ۱۰ / ۸

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فرید سلیم

داستان نه، سرگذشت واقعی از زبان یک مومن در باره مومن دیگری که هرگز باهم قبلا” ندیده بودند، از دو قوم و تبار مختلف با زبانهای مختلف، چیزیکه آنها را پیوند ابدی داده است، عقیده و ایمان شان به الله متعال است و بس.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close