د روژې مبارکه میاشت

د روژي مسائل او فضائل/حافظ نور احمد

د روژي تعریف:
د صباح د راختلو نه تر ماښام نمر پریوتلو پوري صرف د الله د رضا لپاره د خوړلو،څکلو، او همبستري ((جماع) نه ځان ساتلو ته روژه وائي.

د روژي حکم:
د رمضان په میاشت کي روژه نیول د اسلام د بنیادي ارکانو نه یو رکن دي،
لکه چه په حدیث کي راغلي دي
((بني الاسلام علو خمس: شهاده ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله، اقمام الصلاه، و ایتاء الزکاه، صوم رمضان وحج البیت الحرام)) [متفق علیه].
ترجمه: اسلام په پنځو شینو جوړ شوي دي:
ګواهي کول پدي چه نشته بل معبود په حقه مګر یو الله دي،
او محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دي،
صحیح مونځ کول، زکات ورکول، د رمضان روژه نیول، د بیت الله حج کول.

روژه په چا فرض ده او په چا فرض نه ده:

۱- په هر هغه مسلمان باندي چه بالغ وي، عاقل وي،
په روژه قادر وي، او مقیم وي، روژه فرض ده.
۲- په کافر روژه فرض نه ده او کله چه مسلمان شي نو د تیرو روژو قضاء پري لازم نه ده.
۳- په ماشوم روژه فرض نه ده لیکن کله کله به د روژي نیولو حکم ورته کیږي
د دي لپاره چه عادت واخلي.
۴- په لیوني نه روژه فرض او نه روژي فدیه اګر که بالغ وي، همدارنګه هغه معتوه (بي عقله) چه د ښه بد په مینځ کي فرق نه شي کولي، همدارنګ په هغه سړي چه ګډي وډي خبري کوي دصحیح او غلطو فرق نه کولي.
۵- هغه انسان چه په مستقبل طور سره د روژي نه عاجز وي په یو سبب سره، لکه ډیر زیات سپین ګیري یا هغه مریض چه د روغوالي امید یي نه وي،
دا قسمه خلق به د روژي د هري ورځ په بدل کي یو مسکین ته خوراک وکوي.
۶- هغه مریض چه عارضي ناروغه وي او د روغتیا په انتظار وي، که روژه نیول ورته ګران (سخت) وي روژه به ماتوي، او بیا به یي قضاء راوړي.
۷- هغه امید واره (حامله) او تي ورکونکي ښځه چه په هغو روژه نیول مشکل وي د حمل او تي ورکولو په سبب یا په خپل بچي ایریدلي پدي صورتونو کي به روژه ماتوي او چه کله ئي عذر رفع شي قضاء به راګرزوي.
۸- حائضه (ماهانه بیماري واله) او نفساء (څلویښتیء واله) ښځي به روژي نه نیسي په حالت د حیض او نفاس کي، او چه کله روغي شوي قضاء به راګرځوي.
۹- هغه انسان چه مجبوره شي روژي ماتولو ته لکه څوک ابو راخیستي وي او دا یي خلاصول غواړي یا څوک وه اور کي حصار وي.
پدي صورتونو کي که روژه ماتول ضروري وو نو روژه ماتولي شي خو بیا به یي قضاء راوړي.
۱۰- مسافر له روژه له نیول او نه نیول دواړه جائز دی، که سفر یي مستقل وي له د ټریلو واله چه اکثر وخت یي په سفر وي یا یي سفر عارضي وي لکه د عمري سفر، په ټولو صورتونو کي ورله روژه ماتول جائز دي تر څو چه خپل ښار کي نه وي.

روژه په څه نه ماتیږي:

۱- کله چه روژه دار یو شي اوخري په هیره سره، یا ناپوهيء سره، یا پري څوک زور راولي، نو روژه یي نه ماتیږي، ځکه چه الله فرمائي:
ربنا لا تواخذنا ان نسینا، او اخطانا. [البقره: ۲۸۶] ترجمه: ((اي زمونږ پالونکیه ته مه نیسه مونږ که چیري هیر کړه مونږ یا خطاء شو)).
همدارنګي فرمائي: الا من اکره وقلبه مطمئن بالایمان. [النحل: ۱۰۶].
ترجمه: ((مګر هغه څوک چه زوره پري راوستل شو، او زړه یي په ایمان مطمئن وو)).
۲- که چیري روژه دار څه وخوړل، پدي خیال چه نم پریوتي، یا پدي خیال چه ګني صباح نه دي ختلي. نو روژه یي نه فاسدیږي ځکه چه دا ناپوهه دي.
۳- که چیري یي مضمضه وکړه، او اوبه یي حلق ته ورسیدلي روژه یي نه ماتیږي،
ځکه چه قصد او اراده یي نه ده کړي، که چیري په خوب کي پري اودس واوختلو روژه نه فاسدیږي ځکه چه دا په خپل اختیارکي نه دي.

روژه ماتونکي اته دي:
۱- جماع ((همبستري)) کله چه د رمضان په ورځ کي روژه دارجماع وکړي
نو نو په هغی قضاء هم لازمه ده، او ورسره سخته کفاره هم یعني غلام آزادول،
که دا نه وو نو دوه میاشتي پرله پسي روژه نیول، که دي طاقت یي نه وو،
نو شپیته مسکینانو ته خوراک ورکول.
۲- په ویښه خپل مني ایستل، د لاس په ذریعه یا د چا سره د سملاستو په زریعه یا ځان ته د نژدي کولو په ذریعه.
۳- خوړل یا سکل د یوشي، برابره خبره ده که انسان ته نفعه رسوي لکه ډوډي اوبه، یا تاوان لکه سګرټ.
۴- هغه دړیپ یا انجکشن لګول چه هغي په سبب خوراک ته ضرورت نه راځي، لیکن کومه ستن او انجکشن چه د خوراک فائده نه ورکوي روژه نه مایتږي که د غوخي وي او که د رګ، اګر که په حلق کي یي خوند بیا موي.
۵- خپل ځان ته د بل چها نه وینه خیژول.
۶- د حیض او نفاس وینه وتل.
۷- ښکر لګول، یا بل ته وینه ورکول، لیکن د پوزي یا د غاښ نه وینه وتلو باندي روژه نه ماتیږي.
۸- قي (الټي) کول قصدا”. او که بغیر د قصد نه پخپله الټي راغلي په هغي روژه نه ماتیږي.

د روژي فائدي:
۱- د روژه دار د خلي بوي الله تعالی ته د مشکو نه ډیر خوښ دي.
۲- ملائک روژه دارو لپاره تر روژه ماتي پوري بښنه غواړي.
۳- الله تعالی هر ورځ جنت ښائسته کوي او ورته وایي قریبه ده چه زما د نیکانو بندګانو نه تکلیفونه او سختي لري کړاي شي او تا له راشي.
۴- پدي میاشت کي شیطانان تړل کیږي.
۵- پدي میاشت کي د جنت دروازي برسیره کیږي او د جهنم دروازي بندیږي.
۶- پدي میاشت کي لیله القدر ((شب قدر)) ده چه هغه د زرو میاشتو نه غوره ده.
۷- د رمضان په آخري شپه روژه دارو ته بښنه کیږي.
۸- د رمضان په هره شپه د الله تعالی له طرفه له جهنم نه خلق آزادیږي.
مسلمانه وروره! د کومي میاشتي چه دا فضايل او خاصیتونه وي. نو مونږ به په څه شي سره د هغي استقبال کوو؟ آیا په بي هوده خبرو بي خوبي او بي فائدي شب ګیري سره؟ او یا دا چه د دي په راتللو سره چیغي فریادونه شروع کړو او د یو غټ بوج خیال پړي وکړ؟
بلکه صحیح مسلمان د رمضان استقبال په خالصي توبي سره کوي او کلک عزم کوي چه دا به د ځان لپاره یو فرصت شمیرم.
او خپل وختونه به په خو اعمالو جوړوم.

مرتب ومترجم
حافظ نور احمد.
المکتب التعاوني للدعوه ولا ارشاد وتوعیه الجالیات بغرب (الریاض).

کمپوز: ابراهیم الأفغاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x