افغانستانروغتیا

عامې روغتیا وزارت: د حکیم الکوزي کرونا ضد درمل اوسمهال لپاره د استعمال وړ نه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د حکیم الکوزي په نامه د کندهار د یوه اوسېدونکي لخوا جوړ شوي هغه درمل چې د کرونا درملنې لپاره کارول کیږي د اوسمهال لپاره د استعمال وړ ونه بلل.

عامې روغتیا وزارت وایي چې دغه درمل تر دې مهاله نه دي تایید شوي او نه هم په طبي معیار جوړ دي، خلک یې باید له کارولو ډډه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن د یکشنبې په ورځ د مۍ په ۳۱مه نېټه کابل کې د یوې خبري غونډې له مخې زیاته کړه چې وزارت په دې برخه کې د نوښتونو ملاتړ کوي، خو هر محصول باید د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له تایید وروسته وکارول شي.

له تېرې یوې اونۍ راهیسې په کابل ښار کې د کندهار یو اوسیدونکی چې د السبحان په نوم یوناني کلینیک لري ادعا کړې، داسې درمل یې چمتو کړي چې د کرونا ویروس د کوویډ ۱۹ ناروغۍ ضد دي او په څو ساعتونو کې ناروغ ښه کوي.

حکیم الکوزی ادعا کوي چې د عامې روغتیا پخواني وزیر فیروز الدین فیروز او د نوور لسګونو لوړپوړو چارواکو په ګډون یې زرګونه کسانو ته ورکړي چې زیاتره یې ښه شوي دي.

نوموړی دغه راز ادعا کوي چې جوړ کړي درمل یې هیڅ ډول جانبي عوارض نه لري او له طبیعي اعشابو او بوټو جوړ دي.

که څه هم حکیم الکوزی رسنیو ته د راڅرګندیدو سربېره د خپلو درملو د ترکیب په اړه څه نه دي ویلي خو روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې پرینږدي د تریاکو د شیرې او یا د هر بل محصول له امله وغولول شي او ددوی په وینا نورې ستونزې وزیږوي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا چې دوی به ددغه درمل ارزونه کوي او له هغه وروسته به یې په اړه پریکړه کوي.

وړمه ورځ یاد وزارت د الکوزي هغه کلینیک ته چې نوموړی په کې فعالیت کوي پلاوی استولی و، د پلاوي له مخې دا مرکز د فعالیت رسمي جواز نه لري، حکیم هیڅ تعلیمي اسناد نه لري او نه هم متخصص نرسان لري، چې په همدې تړاو یې د یاد کلینیک د تړلو پریکړه وکړه.

تیرې څو ورځې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد ګڼ شمېر ولایتونو کې د حکیم الکوزي لخوا جوړ شوی د کرونا ضد درمل د بحثونو توده موضوع ګرځول شوې، چې د خواله رسنیو ډیری کارکوونکي، مدني فعالان او خبریالان هم د نوموړي درمل د خپلو تجربو په اساس تاییدوي او حکومت څخه غوښتنه کوي، چې نوموړي ته د لا زیات فعالیت په موخه آسانتیاوې برابرې کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی احمد

کلہ چہ پہ یوہ دوایی سرہ یو مرض خہ کیگی دا پخپلہ ددی ثبوت دی چہ دا دوایی باید قابل استعمال دی وی چونکہ پہ افغانستان اوپاکستان کی دیھودو سلطہ دہ نو ھیس کلہ یھود دخپل اھدافونہ پہ دومرہ آسانی نہ پہ شا کیگی بیا خکارہ خبرہ دہ چی حکیم صاحب یی غیر مجاز وگرزوہ مزدور او غلام ھمدغہ زایونوکی پکار رازی الله تعالیٰ مو تباہ او برباد کہ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close