افغانستان

پاکستان: وفاق المدارس درې ورځې وروسته د مدرسو د پرانستلو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې په پاکستان کې دننه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي، ددې هیواد «وفاق المدارس العربیه» درې ورځې وروسته په دیني مدارسو کې د داخلو د پیلولو پرېکړه کړې.

د وفاق المدارس له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جیدو علماوو «شیخ محمد تقي عثماني» او «مولانا فضل الرحمن» سره  تر مشورې وروسته د وفاق المدارس د مرکزي شورا غړو او علماوو د جون د میاشتې پر دریمه نېټه د دیني مدارسو لپاره د نویو داخلو د  پیلولو پرېکړه کړې.

خبرپاڼه کې وړاندې د مدارسو علماوو  ته سپارښتنه شوې، چې روغتیایي تدابیر په پام کې ونیسي، او که امکان وي، زده کوونکو ته دې د پر لیکه «انلاین» داخلو زمینه برابره کړي.

که څه هم د وفاق المدارس په خبرپاڼه کې د درسونو د پيل نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو د «جیو نیوز» د راپور په اساس، داخلې به اته ورځې دوام کوي او نوي ټولګي به د جون د میاشتې په دوولسمه پیلېږي.

د وفاق المدارس د مرکزي شورا غړي «مولانا قاضي عبدالرشید» ویلي، چې حکومت مارکیټونه، ټرانسپورټ او بازارونه خلاص پرېښي؛ نو ځکه د مدرسو د بندولو لپاره دلیل نه پيدا کېږي.

وفاق المدارس داسې مهال د دیني مدارسو د خلاصون پرېکړه کوي، چې د پاکستان حکومت د جولای میاشتې تر نیمایي پورې د مدرسو په ګډون د ټولو تعلیمي ادارو د بندولو امر کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close