افغانستانروغتیا

فیروز الدین فیروز د عامې روغتیا وزیر په توګه د خپل ماموریت پای اعلان کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز اعلان وکړ چې په روغتیا وزارت کې د هغه ماموریت پای ته رسېدلی دی.

ښاغلي فیروز چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د عامې روغتیا وزارت وزیر و، نن د یکشنبې په ورځ د مۍ په ۳۱مه نېټه په دې وزارت کې په رسمي توګه د خپل ماموریت پای اعلان کړ.

هغه رسنیو ته وویل، «دا د خوښۍ ځای دی چې د عامې روغتیا وزارت د رییس او عام خدمتګار په توګه مې له پنځو کلونو دندې وروسته په رسمي توګه خپل ماموریت په دې وزارت کې بشپړ کړ».

وړمه ورځ اشرف غني فیروز الدین فیروز له دندې ګوښه او پرځای یې ډاکټر محمد جواد عثماني د عامې روغتیا وزارت سرپرست په توګه وټاکه.

تر دې دمه د ښاغلي فیروز د لرې کېدو لامل نه دی په ډاګه، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نوی سرپرست داسې مهال خپله دنده پیلوي چې افغانستان د کرونا ویروس له جدي بحران سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Popal

Jab ba ye dak shawai we chi lari ye kar ka sanga staso Sa nazar da ?????

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx