نړۍ

امريکايي رسنۍ: د لاريون سختوالي پرمهال ټرمپ د لنډ وخت لپاره د سپينې ماڼۍ پټځای ته ليږدول شوی و

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۹): امريکايي رسنۍ د سپينې ماڼۍ د چارواکو له قوله خبر ورکوي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپينې ماڼۍ پر وړاندې د لاريون سختوالي پرمهال د څو شېبو لپاره ددغه ماڼۍ حفاظتي پټځای ته ليږدول شوی و.

د امريکايي رسنۍ «سي ان ان» په وينا، کله چې د جمعې په شپه لاریون کوونکي د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شوي وو، او امنيتي ستونزې رامنځته کېدونکې بريښېدې، د سپینې ماڼۍ د چارواکو او قانون پلي کونې سرچینې په وینا ټرمپ نږدې يو ساعت لپاره د ځمکې لاندې زیربنا ته بوتلل شوی و.

دغه راز «نیویارک ټایمز» هم د لومړي ځل لپاره راپور ورکړی و چې ټرمپ هغه مهال چې په ښکاره ډول دده شخصي امنيت ته خطر پېښ شوی و، د سپينې ماڼۍ پټځای ته ليږدول شوی و.

تېره اونۍ د امريکا په ميناپوليس ښار کې د يوه سپين پوستي پوليس لخوا پر يوه تور پوستي کس چې «جورج فلويډ» نومېده تاوتريخوالی وشو چې په پايله کې تورپوستي کس خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د تورپوستي کس د مړينې په غبرګون او د سپين پوستو امريکايانو له لوري د تورپوستو سره په تعصب کولو لسګونه زره کسانو لاريونونه پېل کړل چې اوس دغه لاريونونه په تاوتريخوالي بدل شوي دي.

د سختو لاريونونو له کبله اوسمهال امريکا کې چې د کرونا ويروس له سخت حالت څخه هم تېريږي سلګونه کسان نېول شوي اونږدې د لسو ايالتونو په ګڼ شمېر ښارونو کې بيړنی حالت اعلان شوی او بشپړ کرفيو لګېدلې ده.

امريکايي رسنۍ خبر ورکوي چې د سپينې ماڼۍ پرمخ زرګونه کسان راټول شوي او د تورپوستو لپاره د عدل او انصاف غږ کوي، دوی «د تورپوستو ژوند مهم دی» تر شعار لاندې لاريونونه پرمخ وړي.

بل لوري ته رسنۍ راپور ورکوي چې د جورج فلويډ د پېښې مسوولين او ځانګړي پوليس نېول شوي خو لاريونوال لا هم تاوتريخوالي ته دوام ورکوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close