افغانستان

طالبانو بدخشان کې داعش پلوه دولتي قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ غبرګولى، ۱۳۹۹ل) طالبان د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د محلي اردو په نوم دولتي ملیشو یو داسې قومندان د وژلو خبر ورکوي، چې په همهاله توګه یې د دولت او داعش دواړو لپاره فعالیت کولو.

د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن د دوشنبې په ورځ (غبرګولي ۱۲مه) رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې په دې اړه داسې ویل شوي: «تیره شپه د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ باشند سیمه کې د کابل ادارې د په اصطلاح محلي اردو د ۱۰۸ نفري کنډک قومندان محمدامین چې په عین حال کې د کابل ادارې لخوا په سیمه کې د داعشي فعالیت لپاره هم په کار ګمارل شوی و، د اسلامي امارت د مجاهدینو په یوه برید کې ووژل شو.»

مجاهد زیاتوي، وژل شوي داعشي+دولتي قومندان غوښتل د طالبانو په سیمه کې ماین ځای پرځای کړي، چې د طالبانو په کمین کې راګیر شوی او وژل شوی دی.

د مجاهد په خبره طالبانو له وژل شوي دولتي قومندان سره د داعش ډلې بیرغونه او تبلیغاتي پاڼې هم نیولي دي: «له یاد قومندان سره د داعش اړوند بیرغونه او تبلیغاتې پاڼې هم ونیول شوې چې ترې جوتیږي د کابل ادارې لخوا په بدخشان کې د داعشي فتنې د بروز لپاره هڅه روانه ده.»

که څه هم تردې مخکې په ګڼو مواردو کې حکومت دداعش په ملاتړ تورن شوی ؤ؛ خو دا لومړی ځل دی چې طالبان د دولتي عسکرو یو قومندان د داعش ډلې له تبلیغاتي موادو سره لاس په لاس راګیروي او ځای پرځای یې وژني.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ezatullah Hashemi

بلکل دمحترم جناب مجاهدصاحب وینا اوانتقاد پرځاي دي
داسي ډير واقعات رامنځته سوي دي چي دحکومت تړاو له داعش سره په ډاګه کوي .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close