نن ټکی اسیا

له ۶زرو تشخیص شوو درملو څخه یې ۷ څیړونکو د کرونا درملنې لپاره وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د ډیلي میل ورځپاڼې د راپور له مخې په هسپانیا کې د برسلونا پوهنتون څیړونکو ۷ داسې درمل وړاندې کړي چې کولی شي د کرونا ناروغۍ سره مبارزه وکړي او د انسان په بدن کې ددې بیا زیاتوالي مخه نیسي.

څيړونکو په (۶۴۴۶) ډوله درملو له ازمیښت وروسته تایید کړې چې یوازې ۷ ډوله درمل شتون لري چې د ویروس پر وړاندې کامیاب ثابتیږي او د بیا زیاتېدو مخه یې نیولی شي.

دوی یادونه کوي چې د ډیرو خلکو معافیت سیستم دوی سره د ویروس پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، خو مګر ځینې په خطر کې درملو ته اړتیا لري چې ویروس ته ماتې ورکړي، او دا اوه درمل همدغه مرسته کولی شي.

دغه اوه درمل دا دي: پیرامپانیل (Perampanel)، کارپروفین (Carprofen)، سیلیکوسیب (Celecoxib)، الپرازولام (Alprazolam) یا ژاناکس (Xanax)، ټرووافلوکساسین (Trovafloxacin)، سپرافلوکساکین (Ciprofloxacin)، او ایتیل بیسکوماسټيټ (ethyl biscoumacetate).

ساینس پوهان وایي د «ژاناکس» درمل کوم چې د اضطراب یا خپګان لپاره د درملنې په توګه کارول کیږي، کوم داسې قوي سند نه لري چې د ویروس په درملنه کې دې مرسته وکړي.

دا څیړنه داسې مهال ترسره کیږي، چې د نړۍ په شاوخوا کې لسګونه شرکتونه او روغتیایي مرکزونه د روان کال ته پایه د کرونا ضد درمل یا واکسین د جوړولو لپاره مبارزې کوي.

تر دې دمه د کرونا ویروس ضد درمل یا واکسین نه دي چمتو شوي خو تر ډيره ډاکټرانو د کرونا مخنیوي لپاره د هایډروکسي کلوروکین د درملو سپارښتنه کوله، خو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا مخنیوي لپاره د یادو درملو استعمال منع کړ.