افغانستان

تخار کې دولتي عسکرو ملکي وګړي وژلي او کورونه یې تخریب کړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۹): د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې دولتی عسکرو د ملکي وګړو پر کورونو هاوانونه ویشتلي، چې له امله یې مالي او ځاني زیان رامنځته شوی.

له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې د ملکي وګړو پر کورونو باندې هاوانونه تېر ماسپښین ویشتل شوي، چې له امله یې یو نارینه او یوه ښځه وژل شوي، دوه کورونه تخریب شوي، او د غنمو درې درمندونه په بشپړ ډول سوځېدلي.

تېره ورځ هم د میدان وردګو لایت په نرخ ولسوالۍ کې عسکرو کورونه په توپونو ویشتلي وو، چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي وو او تر څنګ یې وړمه ورځ په لغمان ولایت کې هم د عسکرو په توپچي برید کې ملکي وګړو ته زیان اوښتی و.

حکومتي ځواکونو داسې مهال د ملکي وګړو وژلو ته کار ویلی، چې طالبانو د اختر په مناسبت تر درې ورځني اوربند وروسته د جګړې شدت کم ساتلی، چې له امله یې د عسکرو ورځني تلفات ورسره کم شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close