نظــر

‏د فاتح ځواک نوی فلم له ځان سره کوم پیغامونه لري؟؟

تحلیل: عزام حقاني

د طالبانو له لورې د الفاتح لومړي نمبر تر عنوان لاندې فلم چې د مجاهدینو عسکري روزنې ځیني عکاسي شوې برخې یې را اخیستې د اعداد پر اهمیت، ضرورت او اړتیا برسېره څو مهم پیغامونه هم له ځان سره مجاهدینو، عامو مسلمانانو، داخلي او نړیوالو دښمنانو ته ثبت کړي دي، چې خاص سیاسي، عسکري او زماني اهمیت لري..

لومړی: د دې نهضت د ستر سیاسي مشر له لورې ویل شوي چې: د طالبانو نظامي ځواک یو منظم سیاسي او عسکري قوت دی چې د افغانستان د استقلال، اسلامي نظام د استحکام او اسلام څخه د دفاع لپاره مبارزه کوي.

دا ځواک د افغانستان د راتلونکي اسلامي حکومت عسکري ځواک دی چې د هېواد د خپلواکۍ، ارضي تمامیت، د سرحدونو او خلکو څخه د دفاع او اسلامي نظام استقرار او امنیت به یې دیني او ملي دندې وي.
د اشغال د هر اړخیزې خاتمې، د اسلامي نظام د استحکام او د خپلو خلکو د هوسایي لپاره به دا اردو د سرونو په قربانۍ ولاړه وي.

د طالبانو رغنده اهداف مخکې، اوس او راتلونکي کې د اسلام، مسلمانانو، اسلامي امارت او خپلې خاورې نه دفاع وي چې په هیڅ صورت ترې تېرېدلی نه شي.

(له ورایه معلومېږي چې د افغانستان پر سیاسي افق طالبان راتلونکي دي او دا هغه څه دي چې په دوحه کې د اسلامي حکومت په نوم ورباندې هوکړه شوې ده.)

دویم: د دې خوځښت د بل مهم مشر چې د مرستیالۍ په سطحه مسؤلیت لري ویل شوي چې: طالبان د مساﺉیلو حل د مذاکراتو او سیاست له لارې غواړي، خو دا په دې مانا نه ده چې طالبان دې له عسکري او نظامي تیاریو څخه په اغفال کې شي. چې دلته څو خبرې د پام وړ دي:

• خپلو دښمنانو ته وایي: زموږ ارادې ډېرې اوچتې او لوړې دي.

• په سیاسي او نظامي دواړو میدانونو کې ویښ او بیداره یو.

• له قوي موقف او ادرس نه ستاسو سره په مبارزه او مجادله کې یو.

• څوک چې زموږ د هضم او انحلال اراده لري سرکوب او سرکوبېږي به.

• هیچا ته به اجازه ور نه کړو چې د خارجیانو خروج نه وروسته کورنۍ جګړې او انارشیزم ته لار هواره کړي.

• چا چې له دې هېواد او خلکو سره خیانت کړی وي د دې هېواد او خلکو ساتنه، پیره داري او د دفاع په لیکو کې ځای نلري.

• دښمنان دې دا درک کړي چې موږ یې ټول لوی او واړه دښمنانه تحرکات څارو، غافله نه یو له ځای، موضوع او وخت سره سم ژر او تیز اقدام کوو.

• امریکا او متحدینو ته ویل شوي: چې ستاسو لپاره زموږ سره فقط یوه لار شته او هغه کامله انخلاء او د خپلو عسکرو ایستل دي اوبس، دا بیا ستاسو په عقل او پوهه پورې تړاوو لري چې د دوحې د تاریخي توافق لیک په بنسټ وزﺉ او که د انګریز او روس په څیر په تیښته.

• له منظم پلان، د مجاهدینو په تربیت د دفاع د وساﺉلو له تیاریو سره به دا ځل د هیواد سیاسي صحنې ته ورکوزېږو.

دریم: د طالبانو بل مهم مشر چې د مرستیالۍ برسیره د نظامي تحرکاتو عمومي مشري هم په غاړه لري مجاهدینو ته هدایت کوي: چې تقوا، دیانت، دنیتونو اصلاح، اطاعت او په خپلو منځونو کې اتحاد د قوت، عزت او بریا اهم او کلیدي اسباب دي که څه هم د شمیر او وسایلو له نګاه نه تاسو له جانب مقابل نه کم او شاته یاست.

په عموم کې ټول اسلامي ته وریاده کړل شوې ده چې د عزت، رفاه او ازادۍ ژوند د دښمنانو په وړاندې په جهادي او بدني اعداد او تیاري کې دی، که چا هم د جهاد توغ پورته ساتلی، زلمیان یې په معسکراتو کې په بدني، فکري او عقیدوي تیاریو بوخت وي هیڅکله به دښمن ورباندې د برید لپاره زړه ښه نه کړي بلکې په تش لېدلو به له وارخطایي سره مخ کېږي.

په دې ځای کې مهمه خبره دا ده چې په دې ورستیو کې د کابل حکومت له لورې د طالبانو په مشرتابه او رهبري شورا د ځینو غړیو په کرونا وایروس د مبتلاء کېدلو له امله د اختلافاتو د راپورته کېدلو اوازې خپرې شوې او حتی د ځینو مهمو مشرانو د مرګ راپورونه هم ورکړل شول چې د طالبانو له لورې په هغه آن رد شول، خو به هر صورت په دې اصدار کې دا شومه توطیه په ډېر ښه انداز کې رد او یو پروپاګند شو.

او زیاته شوه چې د دوی د سیاسي او نظامي ډګرونو تحرکات د اتحاد، یوالې او هماهنګۍ په چارچوب کې دي او مجاهدینو ته له خپل منځي اختلافاتو په کلکه د ځان ساتلو توصیې شوې دي.

مؤمن ملت ته ډاډ ورکړل شوی چې ستاسو په جهاد، قربانۍ، هجرتونو او تکالیفو به معامله او سودا نه کېږي. ستاسو ارمانونه به تحقق پیدا کوي.

ستاسو هوسا ژوند او سوکالي زموږ اهداف دي.

د دې اصدار (زماني) اهمیت په دې کې چې په داسې وخت کې نشر ته سپارل شوی چې د بین الافغاني مذاکراتو د شروع کېدلو په مخکي خنډونه ورو ورو په کمېدلو دي څو د دې مجلس ګډونوال له وړاندې لا د خپل فوځي، سیاسي او منظم انسجام څخه په رعب او فريشر کې راولي.

(د عسکري فکري تربیت اهمیت)

طالبانو د نوي یمو کلونو ترخو تجربو او ناخوالو ته په توجه او عبرت اخیستنې نن ته په کتلو د راتلونکي لپاره مخکې له مخکې ځانونه اماده او تیار کړي دي، چې دا د پوهانو عالي صفات دي.

دوی د تیرو څلورو لسیزو ناخوالو او پر افغانستان د دوو لویو امپراطوریو تیریو ته په نظر دا حقیقت درک کړی دی چې هغه اردو چې د پردیو استاذانو لخوا په پردي او یا هم خپل ټاټوبي کې په پردي فکر او انګیزه له دین او اخلاقو لیري په پردیو ارزښتونو روزل شوې وي هرګز د یرغلونو او ستونزو په وخت کې له خپلو سرحدونو، خاورې او خلکو څخه دفاع نشي کولی، حتی د دښمن لاسونه او سترګې جوړېږي او د هغوی لپاره په مادي لالچ او مزدوري د خپلو خلکو او نظام په ضد د دښمن په صف کې درېږي لکه چې په تیرو څلورو لسیزو کې ولېدل شول او لا اوس هم جریان لري.

نو طالبانو د تیرو تجربو څخه په استفاده دا ځل د دې خالیګاه د ډکولو په تکل د راتلونکي لپاره په پراخه کچه هڅې پیل کړې دي څو داسې فوځ او اردو ولري چې هدف او مرام یې د اسلام، اسلامي نظام استقرار، استحکام، دفاع، د خلکو د عزتونو، مالونو او سرونو خوندي کول او د خپلې خاورې ساتنه وي.

داسې اردو چې عقیده، فکر، عقل، او اخلاق یې د شریعت تابع او له شریعت خړوب شوي وي.

په هر حال او ځای کې له خپلو خلکو او ملت سره وي.

عسکري دیني او وجداني مسؤلیت او د ځوانۍ جوهر وګڼي.

یقینا کوم فوځي او عسکر چې په دیني او ملي روحیه وروزل شي، ځان قربانوي خو د دین او خاورې پر سر معامله نه کوي.

کوم عسکر چې په لوړو اخلاقو، فکري او عقیدوي تربیت سمبال، د خپلو ارزښتونو او مسؤلیتونو څخه خبر وي هیڅکله د دښمن د لاس نیالګی او اله نه جوړېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close