
حقاني: په مذاکراتو باور لرو؛ خو د نظامي ځواک له تقویې څخه غافل نه یو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د مشر مرستیال خلیفه سراج الدین حقاني وايي، د مذاکراتو له لارې د لانجې په حل باور لري؛ خو ددې ترڅنګ به د خپل نظامي قوت له تقویې څخه هم غفلت نه کوي.
د «فاتح ځواک» په نوم د طالبانو د فرهنګي کمیسیون لخوا خپاره شوي فیلم د «رسم ګذشت» برخه کې د نورو طالب مشرانو ترڅنګ د طالبانو د مشر مرستیال او حقاني شبکې مشر خلیفه سراج الدین هم د غږیز پیغام په واسطه وینا اورولې ده.
په دغه وینا کې خلیفه حقاني د «عالي تکتیکونو» او «جنګي مهارتونو» له کبله د طالبانو نظامي قوت په اړه ویلي او په خبره یې طالبان اوس هرقسم منظم پوځي قطعات لري، چې کولای شي په لنډ وخت کې د «دښمن» مقابله وکړي.
حقاني دغه راز د پوځي تیاریو او آن د وسلو د جوړولو برخه کې د خپل چمتووالي ترڅنګ په مذاکراتي پروسې هم رڼا اچولې او خبرداری یې ورکړی، چې د دوی له مذاکراتو څخه څوک ناسم تعبیر نه کوي:
«مونږ د مسائلو حل د مذاکراتو له لارې غواړو، نبوي شرعي سیاست زمونږ د جهاد او مبارزې یو لاره ده؛ خو سیاست او مذاکرات څوک باید په دې معنا وانخلي چې مونږ به له جهادي چارو او د خپل جهادي نظامي ځواک د تقویې او پرمختګ څخه غافله شو»
د «رسم ګذشت» په نوم مراسمو تر عنوان لاندې د طالبانو د نظامي کمیسیون د هیئت په وړاندې په انفجاري واسکټونو سمبالو او موټربمونو سرتیرو بریدګرو ترڅنګ په لیزري او توپچي وسلو سمبالو او نورو مختلفو پوځي دندو ترسره کوونکي ځانګړي قطعات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د طالبانو د مشر مرستیال سراج الدین حقاني په داسې مهال د مذاکراتو ترڅنګ د خپل پوځي ځواک غښتلي کولو خبره کوي، چې ټاکل شوې ده په راتلونکو څو اونیو کې د طالبانو او افغان سیاسي جهتونو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پیل او په ترڅ کې یې د افغانستان ۴۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
Seems to be a correct policy and a successful approach to this conflict.
Wish you all the best
الحمدلله ثم الحمدلله د دی محترمو مشرانو د ټولو خبری د هر یوه هره خبره د یو موئمن او افغان لپاره د زړه ټکور دی . تر دی لا ښه به چیری وی ؟ لله الحمد دا هغه غښتلی ، نومیالی او پیاوړی اسلامی ځواک دی چی له ډیییره وخته وروسته بیا راښکاره سو او د ډیر سپیځلی او زورور ځواک سره راښکاره سو ، هغه ځواک چی په تش لاس او تش جیب یی د نړی تر ټولو زوروروته د ټولو لیوانو او جغالانو سره ، سره د ټولی اسلامی !؟ نړی ماته ورکړه او ډګر یی ځنی خپل… نور لوستل »