لیکنېنظــر

د مؤمن افغان په توګه اروپایې ټولنې ته

عبد الرقیب رقیب

په (۲۰۰۱)م. کال امریکا او متحدینو یې په بې آزاره افغانستان برید وکړ، دوه لسیزې یې زور وواهه ترڅو د دې ملت په ستونې پوښه ټینګه کړي.. بالآخره په دې باوري شوه چې له افغان خاورې واته یې د نجات یواځینۍ لاره ده …

د کب په لسمه د افغانستان اسلامي امارت سره په یو توافق وتوانیده، امریکا او متحدینو یې له افغان ملت نه د وتلو لاره وغوښته، افغان غیور ملت د دې په ځای چې د دوو لسیزو یرغل حساب ورنه واخلي د وتلو لاره ورکړه…

دا ضمانت یې هم ورکړ چې امریکا او اروپا ته به د حساب لپاره ورپسي نه ورځي…

امریکا او متحدینو یې وعده وکړه چې په (۱۴) میاشتو کې به له افغانستانه وزي «بیابه افغانستان ته نه روڅي» او د افغانستان په چارو کې به مداخله هم نه کوي او د طالب مشرانو نومان به له خپلو تورو لیستونو وباسي…

خو څو ورځي مخکې اروپایې ټولنې د افغانستان په اړه یوه ناستې وکړه چې بحث یې د افغانستان په داخلي چارو متمرکز و، په اعلامیه کې یې افغانانو ته توهین آمیزه سپارښتنې کړې وې …

یادې ټولنې افغانانو ته د بـ۵۲ په وزرو راوړل شوی قانون د ارزښت په توګه وریاد کړی و، هغه قانون چې د کلسټرو په غوبار کې یې په افغان خاوره پلی کول غوښتل…

یادې ټولنې طالبانو ته په ډیر ټینګار ویلي و چې د دوحې توافق ته ژمن پاتي شي کنه نو خیر به یې نه وي.

اروپایې ټولنې ته د یو افغان په توګه وایو چې زموږ په خټه کې جفا نشته، موږ ستاسي او ستاسي له تابعیت نه برخمنو په څېر غداران نه یو، ستاسي به یاد وي چې په (۲۰۰۱) کال مو د افغانستان په شمال کې له طالبانو سره توافق وکړ خو بیا مو لاسونه ورته وتړل او ژوندي مو په اورونو وسوځول، ځیني مو په کانتینرونو کې په مرمیو غلبیل غلبیل کړل…

تاسي که (بالفرض) شرم لرلای نو هیڅکله به مو ملا فاضل، نوري، عمري او… ته د خطاب جرئت نه و کړی ځکه دا هریو مو د توافق په دام تپ کړی او ترکیوبا مو رسولی دی…

موږ فکر کاوه چې تاسي به د خپل تاریخ په څېر په قاموس کې هم د وفا په نوم څه نه لرئ، خو دا چې تاسي طالبانو ته د توافق په اړه د وفا توری له کومې ژبې غصب کړی دی یوه معما ګڼلای شو!.

اروپایې ټولنې! تاسي خپل پراشوټي نظام بیا بیا د ارزښت په توګه یاد کړی دی، هغه نظام چې شل کاله مو د بـ۵۲ په وزرو راباندي وچلول.

باید ووایو چې افغانانو په خپل تاریخ کې هیڅ یو ناکام نظام ته شل کاله فرصت نه دی ورکړی، خو تاسي غواړئ چې دریمه لسیزه هم دا ناکامه فرموله راباندي وتپئ!!!

ستاسي له خوا راباندي لورول شوي نظام افغانستان په نړۍ کې د فساد اوج ته پورته کړ، ستاسي نظام پوره کوشش وکړ چې د افغانانو ترمنځ ژبني، قومي، سمتي، مذهبي او … اختلافات په اور بدل کړي…

ستاسي د نظام لاسته راوړنې اختطاف، فساد، وژنې، د هیواد سکښتل، اختلافاتو ته قانوني جواز ورکول او نور هغه څه دي چې د انسانیت په قاموس کې په ټولو منفي نشان کش دی..

موږ پوهېږو چې تاسي زموږ لپاره همدا غواړئ کوم چې یاد مو کړل خو تاسي باید پوهه شئ چې موږ هیڅکله ستاسي زهرجنو لورینو ته تیار نه یو، موږ له هغه وخته بشري تمدن لرو چې تاسي له تعلیم او نظافت نه په تېښته واست!

داچې په پېړیو ستاسي له یرغلونو تعلیم او ترقۍ ته لاره نشو موندلای بیل بحث دی.

اروپایې ټولنې افغانانو ته د پیغور په طرز وریاده کړې ده چې که د جمهوریت په چوکاټ کې د بشر حقوقو ته ژمن نشي نو خپلې مرستې به ورباندي بندي کړي.

دوی ته باید ووایو چې کومې مرستې چې تاسي یې افغانانو ته ورکوئ خپلو هغو میندو او پلرونو ته یې ورکړئ چې د کار نه کولو په جرم مو په زړتون کې اچولي دي، او هلته له هغو پیسو نه قوت لایموت ورکوئ چې د مسلمانانو او نورو مظلومانو نه یې په زور او فریب ټولوئ، تاسي خپلو هغو هیوادوالو ته سرپناه پیدا کړئ چې له نیستۍ په تړو ویده کیږي؛
له افغانانو سره مو دا مرسته کافي ده چې یرغلونه او غورزنګونه ورباندي مه کوئ، خپل کار ته یې پرېږدئ، زېرمې او شتمنۍ ورنه مه غصبوئ همدا مرسته مو بسنه کوي.

اروپایې ټولنې افغانانو ته ویلي دي چې که د ښځو حقوق ورنکړي او اقلیتونو ته نظر ونکړي نو نظام به یې په رسمیت ونه پېژني.

دوی ته باید ووایو چې تاسي لکه ماران تل مو زهر په ښایسته پوښ کې نغښتلي دي، ستاسي د رسمیت نه پېژندلو په مطلب موږ پوهیږو، مطلب مو دا دی چې که موږ ستاسي خبري په زور او زېر ونه منو نو مختلف تورونه به راباندي ولګوئ او بیابه راباندي بندیزونه وضع کړئ…

تاسي ته باید دریاده کړو چې موږ په خپل تاریخ کې له مختلفو بندیزونو بریالي وتلي یو، زموږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته هم وویل شول چې لیږ را نرم شه چې موږ هم درنرم شو، خو پیغمبر ورته وویل : « په الله قسم چې لمر په یو لاس کې او سپوږمۍ په بل لاس کې راکړئ که به له خپلې خبري تیر شم» هغه و چې داسي سخت بندیزونه ورباندي وضع شول لکه تاسي چې د اندلس له یرغمل وروسته په مسلمانانو وضع کړي و، پیغمبر صلی الله علیه وسلم او خپلوانو یې مقاومت وکړ، تردې چې په شګو کې وچې شوې د اوښ څرمنې ورته غنیمت ښکاریدې، هغه به یې په اوبو کې خشتولې او بیابه یې ورباندي خپل ژوند ته دوام ورکاوه، خو د اندلس له مؤنانو سره یې توپیر په دې کې و چې پیغبر صلی الله علیه وسلم خپل دښمن ته د تسلیمۍ په ځای جهادي روحیه واخیسته او مستقل نظام یې تأسیس کړ اما اندلسي مؤمنان ستاسي مرستو ته تسلیم شول چې انجام یې په امریکا کې له پروني تور پوستي نه هم بدتر شو، له داسي تعذیبونو لاندي یې نسل کوشي وشوه چې بشریت ورباندي شرمېږي، ستاسي د ځنګلونو لیوان که ستاسي په زندانونو کې تعذیبي آلات وګوري نو هیڅکله به ځانونه اروپا ته منسوب نه کړي.

تاسي له موږ نه زموږ په دین او شریعت کې تنزل غواړئ او موږ که دې تنزل ته غاړه کېږدو بیا نو په موږ کې ایمان له کومه شي!

موږ په دې ایمان لرو چې که خپل پیغبر له خپلو ځانونو او خپلو اولادونو راباندي زیات ګران نه وي نو مؤمنان نه یو، د پیغمبر ګرانښت دا معنی چې له ځانه او عیاله به تیریږو خو د پیغبر له قانون او دریز نه به نه تیریږو، زموږ پیغمبر چې له لوږې په نس پوري ډبري تړلې موږ ایمانًا مکلف یو چې هماغسي مقاومت وکړو، کنه نو موږ به هیڅکله مؤمنان نه یو، موږ چې له تاسي سره په عده باندي وفا په ځان لازمه ګڼو نو له خپل پیغبر سره به څنګه جفا کوو…!

موږ له ځان او مال نه تیریدای شو خو له خپل دین او شریعت نه تیریدای نشو!

هو، تاسي د ښځو د حقوقو یادونه کړې وه؛
باید ووایو چې مؤمنانو هغه وخت ښځو ته د حق ورکولو ناره پورته کړې وه چې ستاسي په باور ښځه د نرانو د خدمت لپاره پیدا شوې وه او ستاسي همکارانو به خپلې لورانې ژوندۍ خښولې…

زموږ د قانون له مخي هره لور چې څو ودېږي په پلار یې نفقه، جامه او سرپناه لازم دي، خو ستاسي په قانون کې پلار خپله شپاړس کلنه لور مجبوروي ترڅو کار وکړي او ځان ته یوه ګوله پیدا کړي..

زموږ د قانون په اساس مېړه مجبور دی چې خپلې ښځې ته نفقه، جامه او سرپناه ورکړي، خو ستاسي په قانون کې هره ښځه مجبوره ده چې مېړه ته اولاد هم وزېږوي او ترڅنګ یې په کار کولو یوه ګوله هم پیدا کړي…

زموږ په قانون کې په زوی لازمه ده چې خپلې بوډۍ مورکۍ ته نفقه، جامه او سرپناه ورکړي، خو ستاسي په قانون کې زوی خپله بوډۍ مورکۍ په دولت تاوانوي…

ستاسي په نظر په هرحال او هر قسم شرائطو کې ښځه په کار کولو مجبورول د ښځو حق دی، که دغسي ومنو بیا خو خره او کچران له انسان نه زیات برخمن دي، ځکه هغوی شپه ورځ کار کوي خو انسان اته ساعته کار کوي!.

زموږ قانون هرچاته د هغوی د طبیعت وړ کار او د هغوی معنویت ته په کتو سره د کار فرصت ورکوي.

زموږ قانون ښځه نه مجبوري چې د عزت په لیلامولو سره د فوټبال ډګر ته ځان ورسوي.
موږ ته هغه قانون هیڅ حیثیت نه لري چې مقنن یې د جنسي رشوت وروکو وروسته تالار ته لاره پیدا کوي.

تاسي د دې په ځای چې زرګونه کیلومتره لري موږ ته د حقوقو بحث واوروئ په خپله غېږه کې له تورو غاړو سپینې ګونډې پورته کړئ.

تاسي چې موږ ته په توافق د دریدلو توصیې کوئ له خپلو زندانونو زموږ (۱۲۰) کلن زندانیان را وباسئ.

تاسي به فکر کوئ چې په دوو لسیزو کې به مو داسي څوک روزلي وي چې دلته ستاسي په اشاره ستاسي په نیابت جګړه وکړي، دا سند مو په اوبو لیکلی وګڼئ؛ ځکه چې دلته موږ له یوې نیمې پېړۍ نه د زیاتو ریښو لرونکې اردو لرله خو کله یې چې د ټوپک شپېلۍ د ولس په لور شوه نو داسي ګوزار یې وخوړ چې ورنه د تیر کیسه جوړه شوه، نو تاسي به د یوڅو کلونو خمیره شوې د چرسو په بوجۍ څه تورې ووهئ؟!
دلته شوروي هم دغسي خوب لیدلی و، موږ ته یې د خپل نیابت په توګه یوڅه تربیه شوي تراشلي پرېښودل خو نیمه لسیزه هم ونه توانیده، تاسي خو دلته د سړیو له نیستۍ د شوروي پاته شوني مارشالان کړل، لنډه دا چې د روسانو ناکامه تجربه مه تکراروئ!
موږ ته خپل لاسونه په خوله مه راکوئ!

تاسي باید خپلو هیوادونو او خپلو ځانونو ته جدي متوجه شئ، زموږ له خوا ډاډه اوسئ او زموږ له حریم نه نور خپل نظرونه واړوئ، کنه نو کوم دام چې موږته هواروئ تاسي به پکې بند شئ
کوهی مه کینه د بل سړي په لار کې
ګڼه ستابه د کوهي په غاړه لار شي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میر محمد عثمان

دیره شه او حقیقی او هر چا ته د منلو ور لیکنه ده
خو چه په انگلیسی اردو او عربی ژئو ترجمه او پخش شی
نو ددنیا گون گوت ته به حقایق بیان شوی وی

پتنګ

اسمان چې غرېږی نودا مانا نلري چې باران به اوریږي !
مونږ باید احساساتي نشو ! د افغانستان نوم : جمهوریت اسلامي افغانستان او که د افغانستان اسلامي امارت د افغان د اولس پرېکړه ده او نه د احمد او محمود ! خو طالبانو وروڼو ته په کار ده چې د ښځو حقوق او د بیان ازادي په تکرار تکرارسره تصدیق کړي او ملګرو ملتو ته ډاډ ورکړي !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close