افغانستان

د ولسي جرګې غړی: ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو برید «حضرت علي» ترسره کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلګو استازی «ملک قیس اغا ملکزی» ددې جرګې بل غړی «حضرت علي» تورن کړی، چې په ننګرهار کې يې د جنازې پر مراسمو برید ترسره کړی او خلګ یې په ډزو وژلي.

دغه برید، چې د غويي د میاشتې په ۲۳ مه نېټه په ننګرهار کې د پولیسو د پخواني قوماندان په جنازه کې ترسره شوی و، دېرش کسان پکې وژل شوي وو او ۱۳۲ کسان نور پکې ټپيان وو.

د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د یاد برید پړه پر طالبانو اچولې وه او په همدې پلمه یې د هغوی په وړاندې یې د تعرضي عملیاتو د پیل امر هم ورکړی و.

د ولسي جرګې غړی «نور اغا ملکزی» چې په همدې برید کې یې زوی وژل شوی، د ولسي جرګې په بل غړي «حضرت علي» باندې د یاد برید د طراحي تور پورې کوي، او ادعا کوي، چې دی په همدې تړاو کره اسناد لري.

حضرت علي: داعش ته په منظم ډول اکمالات کېږي – عــزم

د پژواک خبري اژانس د راپور په بنسټ، قیس اغا ملکزي دغه څرګندونې تېره ورځ یوې خبري ناستې ته کړې، نوموړي ویلي، چې لومړی ځانمرګی برید شوی او تر هغه وروسته دده زوی او یو شمېر کسان په ډزو وژل شوي.

د ملکزي په خبره «ورسره نور کسان هم دي يو د قول اردو د درېیمې لوا د لومري کنډک قوماندان رحمت الله نومېږي او بل کس يې جنرال مومن خان نومېږي چې د ملي امنيت د ۹۰۹ قوې قوماندان دی، درېيمه ډله محلي پوليس دي د خېوې چې سل کسان دي، د دوی په مرميو کی د خېوې خلک سوري سوري شول.»

بل لور ته حضرت علي که څه هم ددې پېښې په تړاو رسما څه نه دي ویلي، خو د نوموړي زوی «احمد علي حضرت» دا ډول تورونه ردوي او وایي، که ملکزی کوم اسناد لري، محکمې ته دې يې وړاندې کړي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند «عطاءالله خوګیاڼی» وایي، یاده پېښه په ولایتي او مرکزي کچه څېړل کېږي او پایلې به یې له ولس سره شریکې شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

حاجې نوراغا خپل دښمن پیژانده البته اوس یې په جهر سره وویل. اوس به اشرف غنی او ورسره معامله ګره خونخواره ډله چې په پټو سترګو يې په طالب ور اړوله څه وایې??? حضرت علی په مشرقی کې د ترور او وژنو اوږده او ناځوانه سابقه لری البته هر ترور یې په اعتبار کې تر سره کړی. د قومندان شمالی او د هغه د ورور قتل, د مولوی ګلدار او ملګرو قتل, د قومندان عصمت او عبدالله خان قتل, د شیخ ملاخیل د کورنۍ, د خالص بابا د تنظیم له قومندانانو سره چې ده یې یو وخت د اشپزۍ ویاړ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close