افغانستان

پومپیو او غني د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۳۹۹ل) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ولسمشر غني سره د یو ویډیو کانفرانس له لارې د طالب بندیانو د آزادولو، اوربند او بین الافغاني مذاکراتو د ځای او نیټې په اړه خبرې اترې کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ددې کتنې په ترڅ ډاکټر محمداشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ته د سولې په هکله د خپل حکومت لیدلوری څرګند کړی او په دې اړه یې د امریکايي لوري مرسته غوښتنه کړې ده.

داچې د سولې په هکله د کابل حکومت لیدلوری څه دی او ډاکټر کومه طرحه لري، په اړه یې ولسمشرۍ ماڼۍ څه نه دي ویلي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په حواله ویل شوي، چې امریکا ددواړو هېوادونو د ستراتيژيکو او اوږدمهاله اړیکو په دوام غواړي افغانستان کې د یو ثابت او دیموکراتیک نظام د بقاله لپاره ګډ کار وکړي.

له بل پلوه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د پومپیو او غني د ویډیو ملاقات شاهد ؤ، په یو خبري کانفرانس کې څرګنده کړې، چې د بین الافغاني له پیل دمخه باید ټول طالب بندیان آزاد شي.

د نوموړي په خبره حکومت تردامهاله شاوخوا ۲۵۰۰  طالب بندیان او طالبانو شاوخوا ۴۰۰ حکومتي بندیان له خپلو زندانونو آزاد کړي دي.

په دوحه کې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د تړون په اساس د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان او د طالبانو ډله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ۱۰۰۰ تنه منسوبین له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي.

د خلیلزاد ترڅنګ په دغه ویډیويي کانفرانس کې د ولسمشر غني دواړو مرستیالانو، د ملي مصالې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان او په کابل کې د امریکا سفیر هم ګډون کړی ؤ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close