افغانستان

طالبان د لویدیځو رسنیو په غبرګون کې؛ زمونږ مشران روغ جوړ او په خپلو دندو بوخت دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپلو مشرانو په هکله د فارین پالیسي مجلي هغه ادعاوې بې اساسه وبللې، چې ګواکې ددوی ځینې مشران په کرونا اخته او وفات شوي دي.

ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه ددې ادعاوو په ردولو سره په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، ځینو رسنیو یوځل بیا د «اسلامي امارت د زعیم» او نورو مشرانو په هکله ناسم راپورونه خپاره کړي، چې ګواکې کرونا وبا ورته رسېدلې، یا «خدای مه کړه» وفات شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، مشران الحمدلله جوړ، روغ او پخپلو کارونو بوخت دي، هيڅ ستونزه نه ده ورته پيښه شوې.»

دا په تیره یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې لویدیځې رسنۍ او په ځانګړې توګه فارین پالیسي مجله د نا معلومو سرچینو په حواله د طالب مشرتابه په هکله جنجالي راپورونه خپروي، کوم چې د طالبانو رد او بې اساسه ګرځول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x