افغانستان

خلیلزاد: له بین الافغاني مذاکراتو مخکې باید ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمی خلیلزاد وايي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره باید د ۵۰۰۰ طالب بندیانو آزادولو پروسه بشپړه شي.

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې  تیره شپه د ولسمشر غني او او امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ترمنځ د سولې د راتلونکو اقداماتو تر عنوان لاندې ویډیويي کانفرانس کې له ګډون نه څو ساعته وروسته خبریالانو ته کړې دي.

خلیلزاد وايي، افغان حکومت تردا مهاله له ۲۴۰۰ نه تر ۲۵۰۰ پورې طالب بندیان آزاد کړي او طالبانو هم له خپلو زندانونو څخه شاوخوا ۴۰۰ تنه د دولت بندیان آزاد کړي دي، چې په خبره یې دا پروسه باید ددوحې تړون مطابق بشپړه شي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹مه د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامه کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د ۵۰۰۰ طالب+۱۰۰۰ دولتي بندیانو تبادله د وړاندیني شرط په توګه لیکل شوی دی، چې دواړه لوري (طالبان او د امریکا متحد ایالت ) یې پلي کولو باندې پابند ګرځول شوي دي.

که څه هم دوه ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د خوشې شوو طالب بندیانو شمېر ۲۷۱۰ تنه یاد کړی ؤ او ټینګار یې کولو چې د ۳۰۰۰ طالب بندیانو په خوشې کولو سره به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي؛ خو په دې هکله د طالبانو له خبرداري وروسته د امریکا حکومت هم په افغان حکومت فشار راوستلو چې باید د طالبانو بندیان د توافقنامې مطابق خوشې کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وړمه ورځ په یو ټویټ کې ویلي ؤ، چې حکومت تراوسه پورې ددوی ۲۲۸۴ بندیان او دوی د حکومت ۴۲۰ تنه بندیان خوشې کړي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی ؤ، چې د بندیانو د ارقامو په هکله جعل کاري ددې پروسې د تخریب باعث ګرځي او په کار ده، چې ټول جهتونه په دې اړه خپل مسئولیت اداء کولو سره د ۵۰۰۰ طالب+۱۰۰۰ حکومتي بندیانو آزادولو سره بین الافغاني مذاکراتو ته لاره پرانیزي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا منافق خلیلزاد الله په کرونا ګرفتاره کړی چی نور افغانستان او قطر ته ولاړ نشی. طالبانو ته وایی چی ستاسو پنځه زره عسکر به کابل حکومت خوشی کوی در صورتیکه د کابل حکومت هیڅ کوم نماینده د قطر په تړون کی نوه، بیا د حکومت ته سره وایی چی زمونږه کمک به ادامه ولری بیغمه اوسی. دواړه طرفه یی په جنګ کی مصروفه ساتلی. طالبان او حکومت دی دواړه درست فکر وکړی او دا جنګ چی منځ کی یی افغانان وژل کیږی بس کړی. سر دی په ګډه یو قوی حکومت جوړ کړی امریکا دی له ملکه وباسی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close