نظــرپیښې او دریځونه

کومه وسله د خپل ځان د وژلو لپاره خوښوي!؟

کومه وسله د خپل ځان د وژلو لپاره خوښوي!؟ پورتنۍ جمله په منځنۍ افریقاکې د مسیحي وسله والو خبرې دي چې یوه مسلمان بندي ته یې د هغه تر وژلو له مخه کوي.

دغه زړه بوږنوونکې خبرې او په هغو پوري اړوند تصویر د مونتي کارلو نړیوالې رادیو ژورنالیست سامي الخیال په خپل هغه راپورکې لیکلې کوم چې نوموړي د منځنۍ افریقا د مسلمانانو په اړه ترتیب کړی دی.

سامي الخیال جزائري الأصله فرانسوی مسلمان ژورنالیست دی چې له تیرو ۹ کلونو راهیسي له مونتي کارلو نړیوالې راډیوسره د ژورنالیست په توګه کار کوي.

نوموړی وايي د ۲۰۱۴ کال د می د میاشتې په ۲۷ نیټه مونږ څوتنه د فرانسوي رسنیو اړوند ژورنالیستان د انتي بالاکا ملیشو د یوه ساحوي چارواکي لخوا د هغوی دفتر ته ورو غوښتل شو.

د انتي بالاکا د مسیحي ملیشو دغه چارواکي په سیمه کې له فرانسوي سوله ساتو ځواکونوسره یوځای کار کوي.

سامي الخیال لیکي : دا چې زه د فرانسوي رسنیوګروپ اړوند یو ژورنالیست وم نو د انتي بالاکا ملیشو یاد چارواکي دا فکر نه کاوه چې په دې ګروپ کې دي کوم مسلمان ژورنالیست وي ؛ ځکه یې نو د خپلو نورو فعالیتونوپه وروستۍ برخه کې د بانګي مسلمان میشتي سیمي یو په ځنځیرونو تړل شوي مسلمان بندي د اسارت صحنه هم راباندې ولیدله .

سامي الخیال زیاتوي: مسیحي ملیشو یو وچ کلک ځوریدلی او ډاریدلی سړی د ملیشو د دفتر انګړته په وهلو وهلو را دننه کړ … د نوموړی له ویرجن وضعیت نه داسې ښکاریده چې دلته تر راوستلو له مخه هم ښه ډیر کړول شوي وي.

د دفتر په انګړکې له هرلوري ورباندې په لسګونو وسله وال مسیحیان را چاپیرول.

د هغوی ټولو په لاسونوکې وژونکي وسلې ،توري، ټوکري، چاړي ، تبرونه او غیشي ویستونکې لیندۍ وې.

هریوبه د بندي مسلمان په غوږونوکې په زوره نارې وروهلې او ورته ویل به یې: کومه وسله د خپل ځان د وژلو لپاره خوښوي!؟

مسلمان بندي په داسې حال کې چې ژبه یې په ستوني کې وچه او زبون یې وهل شوی وه د هغوی د خبرو په ځواب کې هیڅ نشوای ویلای. د فرانسوي ژورنالیستانو د کامرو د تصویر اخیستلو پړکونو به کله ناکله د نیول شوی بندي مسلمان پام ځانته راواړه او په مایوسانه نظر به یې هغوته وکتل ، خو د سخت زړو وسله والو به همدغه حالت هم نه ورباندې پیرزو کیدو او سمدستي به یې په وسله چخ واهه او په خپلې افریقايي ژبې به یې په غوصه ناک حالت کې ورته وویل:

ووایه ! کومه وسله د خپل ځان د وژلو لپاره خوښوي؟

سامي الخیال وروسته لیکي چې د رسنیو خبریالانو په سیمه کې له فرانسوي سوله ساتو ځواکونو څخه د نوموړي بندي د ژغورلو غوښتنه وکړه ، خو هغوی ورته وویل : چې دا د دې سیمي د خلګو په خپل منځي شخړوکې نیول شوی بندي دی ، او مونږ ته دهغوی په داخلي چاروکې دمداخلي اجازه نشته …!!!

سامي الخیال د خپل راپور په وروستۍ برخه کې لیکي چې ما د سوریې ، عراق، فلسطین اوصومال له جګړه ییزو سیمو څخه ډیر رپوټونه ترتیب کړي خو په منځنۍ افریقا کې د دغه بندي ویرجنې صحنۍ راباندې داسې منفي اغیز کړی چې نور هیڅ کله د جګړې سیمې ته د ورتللو زړه نشوای کولای.

هو! کومې سیمې چې سامي الخیال په خپل رپوټ کې یادې کړې هغه ټول اسلامي هیوادونه دي چې مسلمان اوسیدونکي یې یا د اشغالګرو لخوا په ناورینونو اخته دي او یاهم د خپل منځي شخړو له امله یو دبل ویني تویه وي، چې د هغوی دغه زړه دردوونکي حالت خپله د مسلمانانو د تخلف او له خپل دین څخه د لیري والي نتیجه ده.

الله تعالی دي ټولو مسلمانانوته په خپل مقدس کتاب د عمل کولو او په خپل منځ کې د اسلامي وحدت د ټینګولو توفیق ورپه برخه کړي.

عبدالرحیم (ثاقب) – كالم: اسمانه کړنګ وهه راپریوزه – نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x