نظــر

ديموکراسي څه ته وايي؟

صلاح الدين ” صادق ”

له هر څه د مخه بايد ووايم چې په دې ليکنه کې د ډيموکراسۍ لاندې مفاهيم د لوستوونکو مخې ته ګدم هيله ده چې ليکنه تر پايه ولولٸ او د ډيموکراسۍ په اصليت ځانونه اګاه او پوه کړٸ :

د ډيموکراسۍ د پيژندلو اهميت

ډيموکراسۍ کله او چيرته راپيدا شوه؟

ولې ديموکراسي راپيدا او اسباب يې څه وو ؟

د اسلام په اړه د ديموکراسۍ موقف څه دى او آيا ډيموکراسي اسلامي کيداى او اسلام ديموکرات کيداى شي ؟

دا هغه موضوعات دي چې غواړو د احساساتو او عواطفو څخه ليرې د دلايلو په رڼا کې پرې بحث وکړو انشالله
دا چې دې شيطاني پيښې ټوله دنيا نيولې او هر هغه څوک چې دغه پديده نه مني او ايمان ورباندې نه لري پر وړاندې يې ټوله دنيا راپورته کيږي او د فکري او پوځي جګړې ټول وساٸل او اسباب په کار اچوي تر بحث لاندې نيول ډير اړين او مهم دي.

ديموکراسي يواځې يوه نظريه نده او نه يواځې د حکومت کولو يو شکل بلکې ديموکراسې هم دين او مذهب دى هم موډ او فيشن دى هم اقتصاد دى هم فلسفه ده او هم د ژوند تيرولو لپاره يوه اجتماعي شيطاني تګلاره ده.

د ديموکراسۍ د پس منظر او د منځته راتلو د ځاى او حالاتو په اړه بايد دومره ووايم چې دا د امريکايانو او اروپايانو نوى دين دى چې د مسيحت د انحراف په نتيجه کې منځته راغلاى دى او دوى يې د خپل ژوند لپاره يو نظام او قانون ګڼې.

دا يواځې يوه نظريه نده بلکې د غرب لپاره دا مقدس معنوي او مادي ارزښت دى چې په نړې کې يې د خپرلو لپاره له هر ډول اسبابو له کارولو او تکليفونو تيرولو دريغه نه کوي.

دې ډيموکراسې ته مو ځکه د غرب دين خطاب وکړ چې په نني عصر کې د ډيموکراسۍ لپاره په ميلياردونو ډالر مصرفيږي په لکونو انسان د ډيموکراسۍ لپاره ځانونه قرباني کوي او هم په لکونو انسانان په دې جرم وژل کيږي چې ولې ديموکراسۍ منلو ته غاړه نږدي.

دا هر څه پر دې دلالت کوي چې پدې زمانه کې همدا د غرب دين دى چې تر هر دين يې غوره ګڼي.

په موجوده حاکمو نظامونو کې که يو مسلمان ( مسلماني ) پريږدې پروا نه کوي او که يو عيسوي ( عيسويت) پريږدي هيڅوک محاسبه نه ورسره کوي که يو يهودي ( يهودت ) پريږدي په ډير بد نظر نه ورته کتل کيږي.

خو که يو څوک ډيموکراسي پريږدي نو داسې ښکاري چې انسانيت يې پريښى وي چې ددې نوي دين د حکم مطابق بايد يا په زوره دغه دين ورباندې ومنل شي، او يا هم بايد محوه شي.

همدارنګه که څوک په غرب کې ډيموکراسي نه منې نو بيا يې له غربه کډې په شا دي او ځاى يې په غرب کې نشته حتا دا بيا يو ډول کفر او پيغور کڼل کيږي.

د ديموکراسۍ تعريف:

په لغوي لحاظ يوه يوناني کلمه ده چې د دوو کلمو ترکيب دى چې يو يې ډيموس ( Demos ) چې د ولس په معنى او بله يې کراتوس ( cratos ) د واک او حکم په معنى ده چې د زمان په تيريدو ترې ډيموکراسي جوړه شوه چې معنى يې ولسواکي يا د ولس حاکميت دى، په دې معنى چې د حاکميت حق به د خلکو وي، نه د الله تعالى ، او قانـون به ځان ته خلک پخپله جوړوي، نه دا چې د الله تعالى له لوري راليږلاى شوى دين پر خلکو حاکم وي.

اصطلاحي تعريف : غربيان يې اصطلاحي تعريف داسې کوي.
Government of the people , by the people , for the people .
( د خلکو حکومت، د خلکو له خوا، د خلکو لپاره ، )

اصطلاحي تعريف هم د لغوي تعريف په څير په خلکو ورڅرخي چې نه پکې د الله جل جلاله ذکر شته ، نه ورکې د دين ذکر شته ، او نه هم ورکې د حق ذکر شته.

دا چې دا دين څنګه رامنځته شو يوه ډيره ترخه کيسه لرې چې زه يې په لنډو ټکو کې رانغاړم.

له نن څخه درې سوه کاله وړاندې اروپايانو يو طبقاتي ژوند درلود چې درې طبقو خلکو په کې ژوند کاوه
لومړى حاکمان پادشاهان او په دوى پورې تړلي خلک.

دوهم ديني اشخاص چې د کليساو سره يې تعلق وو.

دريم عام خلک چې د پاسنيو دوو طبقو په خدمت بوخت وو.

پاچاهانو پرته د کليسا له تاٸد پاچاهي نه شوى کولاى او خپل حاکميت يې يو الهي حاکميت ګاڼه .

کليسا په هغه وخت کې د خپل تحريف شوى مسيحيت ممثله ، معلمه او نماينده وه. دې خداى وهلو پاپانو به مستقل ځان د خداى نماينده ګاڼه او خلکو ته به يې ويل که څوک الله ته توبه باسې نو کليسا ته دې راشې او ټکس په بدل کې دې د کليسا له پادري څخه د ګڼاه د بخل کيدو چک يا رسيد ترلاسه کړي او دا نو بيا د کليسا خوښه وه چې چاته بخنه کوي او چاته نه.

همدارنګه کليساوو پر خلکو مالي حاکميت هم مسلط کړى وو، او د خلکو څخه به يې د هغوى د ځمکو حاصلات د شاهې پوليسو په زور راټولول، اروپايانو په هغه زمانه کې صنعتي ژوند نه درلود ژوند يې پر کرنه او مالدارۍ ولاړ وو چې اکثره حاصل به يې ورڅخه پادشاه او کليسا په زوره اخيسته او کومه برخه به چې پاتې کيده نو څه به تخم شو او په پاتې به يې داسې ژوند تيرولو چې نه به مړکيدل او نه به رغيدل.

عام خلک د پادشاهانو او کليساوو تر منځ داسې وو لکه د ژرندې د دوو تيږو تر منځ چې غنم وي ، په عين وخت کې چې خلک څومره له پادشاه تنګ وو په همغه اندازه له خپل دين څخه هم دوه سپيږمو ته راغلي وو.

همغه وو چې اروپايان د خپلو پادشاهانو او مذهبي مشرانو په خلاف راپورته شول او يو انقلاب يې رامنځته کړ دې انقلاب دا شعار له ځان سره لاره چې ( وروستى پادشاه د وروستي مذهبي مشر په کولمو غرغره کوٸ ) چې په يو وخت کې له دواړو خلاص شٸ.

دوى حاکمان او پادريان ووژل او تر څنګ يې کليساو ته اور ورته کړ او ويې سوزولې، د دې کار په کولو سره دوى په انديښنه کې وو چې وس به د ژوند تيرولو لپاره کومه طريقه عملي کوي، حق او باطل به له کومه ځايه سره بيلوي ؟ دين به تر کومه حده مني ؟

اروپايان د دين له لاسه تنګ وو نه يې غوښتل چې د دوى په راتلونکي طريقه او تګ لاره کې دې دين شتون ولري او يا دې ورته څوک د دين له ادرسه دا ووايې چې دا روا او دا ناروا دي.

دين يې تر کليساو محدود کړ او دا يې ورته وويل چې که زمونږ زړه وو کليسا ته به درځو خو تاسو به زمونږ پسې له کليساو نه راوزې او همدارنګه به دين ټولنې او نظام کې هم غرض نه لري، نو هماغه وو چې اروپايانو د دين تشه په سيکولريزم ډکه کړه او د شاهې نام تشه يې په ډيموکراسۍ ډکه کړه.

د ډيموکراسۍ دوه مهم بنسټونه

لومړى بنسټ : د ولس حاکميت

ولس چې څوک د ځان لپاره حاکم ټاکي نو هماغه به حاکم وي ، پرته له دې چې دې ته دې وکتل شې چې په هغه کې د حاکميت لپاره صالحيت او صلاحيت شته که نه .

ولس به د خپلو هر ډول معاملاتو او قضاياوو لپاره تشريع او قانون پخپله جوړوي ، د قانون جوړونې لپاره به د اکثريت رأيه معيار ګڼل کيږي . اکثريت چې څه غواړي هغه به حق او د څه چې مخالف وي هغه به ناحق او باطل وي.

په خلاصه توګه په ډيموکراسۍ کې خلک د عقل ، ديندارۍ ، علم او تجربې په لحاظ نه تلل کيږي ، بلکه هلته يوازې سرونه شميرل کيږي او دې ته هيڅ اعتبار نه ورکول کيږي چې په مغزو کې يې څه شته او کنه ؟ په ديموکراسې کې که د کوم قانون او يا کومې نظريې د رد او تأييد لپاره يوې خواته ٥٠ پوهان ، متخصيصين او د تجربې خاوندان وې ، خو بلې خواته ٥١ ناپوهه او بې تجربې خلک وي نو بيا به هم پدې خاطر د همدغو ناپوهو خلکو رأيې ته ترجيع ورکول کيږي او يوازې لدې امله به مدار د اعتبار ګڼل کيږي چې شمير يې تر هغو پوهو خلکو زيات دى .

دوهم بنسټ حقوق او آزادي:

د ديموکراسۍ دوهم بنسټ د حقوقو او آزادۍ بنسټ دى .دغه حقوق او آزادي د ډيموکراسۍ د نظريې ثمره ده او هغه حکومتونه او نظامونه چې دغه بنسټ نه منې ډيموکرات حکومتونه نه بلل کيږي.

د دين او عقيدې آزادي:
په ډيموکراسۍ کې هر انسان ته دا حق ورکول کيږي چې هر وخت وغواړي د ځان لپاره نوى دين انتخاب کړي نو انتخابولى يې شي.

په ډيموکراسۍ کې دين او عقيده يو شخصي امر دى چې د دولت او نظام ورسره هيڅ حق نشته .

خو په اسلام کې دين او عقيده يو شخصې امر نه بلکې يو مکلفيت دى ، او همدغه دين د انسانانو او پيريانو د خلقت هدف ښودلاى شوى دى.

الله جل جلاله فرمايې: ترجمه : ( او ما ندي پيداکړي پيريان او انسانان مګر ددې لپاره چې زما عبادت وکړي ) سورۃ الذاريات ٥٦
په بل ځاى کې فرمايي: ترجمه : ( او هر څوک چې له اسلامه پرته بل دين ولټوي هيڅکله به ترې ونه منل شي، او هغه به په اخرت کې له تاوانيانو څخه وي ) سورۃ آل عمران ٨٥

په اسلام کې د اسلام څخه وتل ( ارتداد ) دى چې که مرتد توبه ونه باسي ،او بيرته په اخلاص اسلام ته رانه وګرځي نو سزا يې وژل دي، خو په ډيموکراسۍ کې د دين څخه وتل هيڅ سزا نه لرې ، ځکه چې هغه يو شخصي امر دى.

شخصي آزادي:
د ډيموکراسۍ دغه آزادي بيا تر ټولو دوى ته غوره او مهمه آزادي ده، په دې آزادۍ کې انسان د خپل ذات په اړه مکمله آزادي لري چې هر څه پرې کوي بې له کوم قيد او شرطه يې کولاى شي.

دين او د ټولنې ټول قوانين د ده د شخصې ژوند د لذت او خوند لپاره مانع نه شې جوړيدلاى او نه يې مخه نيولاى شي.

دغه ډول شخصې آزادي نه يواځې دا چې په اسلام کې ځاى نه لري بلکې له نورو اديانو او سليم فطرت ت، سره هم مخالفت لري.

نو د همدې کبله ډيموکراسي ددغه ډول آزادۍ د لرلو له کبله د اسلام سره په مخالفت کې واقع ده.

د ډيموکراسۍ بل اصل د مسکن د انتخاب آزادي ده

په ډيموکراسۍ کې هر انسان ته دا حق ورکړل شوى دى چې، هر چيرته وغواړي نو هلته اوسيدلاى شي او بيا غربي ډيموکراسي خو دا نه مني چې کفار دې له جزيرۃ العرب څخه وويستل شي په داسې حال کې چې په دې اړه د نبي کريم صلي الله عليه وسلم صريح حديث شتون لري چې فرمايې:

(مشرکان له جزيرۃ العرب څخه وباسۍ په بل ځاى کې فرمايې چې يهود او نصارى له جزيرۃ العرب څخه وباسۍ )

د ډيموکراسۍ بل اصل د ملکيت حق دى :

په ډيموکراسۍ فرد ته د هرې لارې د مال د ګټلو آو په هر څه کې د مصرفولو اجازه شته او هيڅ دين او اين ته پدې کار کې د مداخلت اجازت نه ورکوي .

خو په اسلام کې لکه څنګه چې د مال د ګټلو لپاره د روا لارو او وسايلو انتخاب ضروري دى، همدارنګه يې د مصرفولو لپاره قيود وضع شوي دي .

په ډيموکراسې کې د کار کولو حق

په ډيموکراسۍ کې انسان ته د هر ډول د کار کولو او پيشې اختيارولـو اجازت شته ،
خو په اسلام کې يوازې د روا او حلال کار د کولو اجازت شته .

د زده کړې حق :

په ډيموکراسۍ کې انسان کولاى شې هر کسب او فنون زده کړي خو اسلام بيا ځيني کارونه ناروا بولي او د کولو څخه يې انسان ته نهې فرمايلې لکه د کوډو يا جادو زده کول مداري ګري زده کول چې دا هر څه ناروا او حرام بولي .

له دې ځايه دا واضح شوه چې دغه د غرب ډيموکراسي نه اسلامي کيداى شې او نه اسلام ډيموکرات کيدلاى شې او دا ډيموکراسي بيا په ټوله کې له اسلام سره په ټکر کې ده .

آي خالق او مالک ربه ته مو د ددې بې دينه قانون تابع مه ګرځوه او په يو سپيڅلې اسلامي نظام مو ونازوه

آمين يا رب العالمين

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد الله

څومره يوه غير علمي او ضد او نقيض ليکنه وه. کاشکي ليکونکي دليکلو له اصولو نه په مراعت سره خپلو کرښو ته يو څه خوند بخښلاي واي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close