افغانستان

ملګري ملتونه: طالبان لاهم القاعدې سره نیږدې اړیکي پالي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): ملګري ملتونه په خپل تازه راپور کې ادعا کوي، چې طالبانو د امریکا متحدو ایالتونو سره د سولې توافقنامې لاسلیک سربیره لاهم د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ساتلي دي.

ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې چې تیره ورځ(غبرګولي ۱۲مه) خپور شوی، له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو پرېکون په هکله ویلي، چې طالبانو د القاعده مشر ایمن الظواهري ته د پخوانیو اړیکو د پاللو ډاډ ورکړی دی.

په راپور کې دغه راز ادعا شوې چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ موده کې د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ ګډې ناستې ددې لپاره شوي، ترڅو القاعده ته د عملیاتي پلانونو، روزنې ورکولو او خوندي پټنځایونو په برابرولو کې همکاري وکړي.

په هغه سند کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته استول شوی،راغلي چې طالبان په افغانستان کې له حقاني شبکې سره هم نیږدې اړیکې لري.

د ملګرو ملتونو له بندیزونو څخه د څارنې تحقیقاتي ډلې ددغو چارواکو په حواله لیکي، چې طالبانو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دوه ګونې لوبه ترسره کړې، د امریکا متحدو ایالتونو سره سې د پرلپسې مذاکراتو په موده د القاعده له لوړ پوړو مشرانو سره ګډې مشورې کړې دي.

ملګرو ملتونو دغه راز ادعا کړې، چې طالبانو د حزب الولایت په نوم یوه ډله جوړه کړې، ترڅو د دوحې تړون په مخالفت کې فعالیت وکوي.

ملګري ملتونه دا ادعا په داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا دا خبره ردوي، چې ګواکې طالبان دې اوس هم له القاعده شبکې سره اړیکي پالي.

نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو او متحدو ایالتونو ترمنځ د شوې توافقنامې له مخې طالبان به د هیڅ داسې ډلې کوربه توب نه کوي، چې د امریکا متحدو ایالتونو ته ګواښ پېښوي، په ورته مهال خلیلزاد له طالبانو سره د شوی تړون او د سولې پروسه په ښه حالت کې بللې او هیله بښونکې ګڼلې ده.

خلیلزاد په ټینګار سره ویلي، چې د امریکا متحد ایالتونه له طالبانو سره شوې تړون ته ژمنه ده او په دې برخه کې د طالبانو کړنې هم له نیږدې څاري او په خبره یې که چیرې طالبان له خپلې ژمنې څخه مخ اړوي، نو متحد یالتونه هم هغو ژمنو ته پابند پاتې نه شي چې له طالبانو سره یې لاسلیک کړې دي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹مه طالبانو د امریکا متحدو ایالتونو سره د قطر پلازمینه دوحه کې د سولې توافقنامه لاسلیک کړه، د کومې له مخې چې طالبان به د القاعده په شمول هیڅ ډلې یا فرد ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې امریکا او د هغوی د متحدینو امنیت وګواښي.

طالبانو د ملګرو ملتونو وروستی راپور له حقایقو څخه لرې او د سولې ضد مغرضو کړیو کار بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې داسې ویلي: « اسلامي امارت د دغه راپور جزئيات په کلکه ردوي، موږ د امریکا له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوې توافقنامې ته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا هم تائید شوې ده، کلکه ژمنتیا لرو او پخپل اړخ کې د یادې توافقنامې مندرجات عملي کوو.»

د ملګرو ملتو لخوا د طالبانو او القاعده شبکې ترمنځ د اړیکو پاللو ادعا په داسې مهال کیږي، چې د امریکا متحد ایالتونه او طالبان دواړه دغه اړیکې ردوي او ټینګار کوي چې د دوحې تړون مطابق دواړه لوري خپلو کړو ژمنو ته وفادار دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

This is impossible as the Taliban have suffered a lot due to the friendship with Al Qaida. Al Qaida was receiving instructions and advice from Saudi and in turn, Saudi was advised by the US how to use Al Qaida for their mutual benefits During the Taliban government, Al Qaida was working independently and was a middle person between the Taliban and Saudi USA. It was Al Qaida with the help of Saudi US that caused all this mishap and paved way for the west to get into the heart of Asia and surround Russia, Iran, China Taliban do now… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close