افغانستان

تخار کې ۱۴ مسلح پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، د تخار په نمک آب ولسوالۍ کې د ۲ قومندانانو په شمول ۱۴ تنه پولیس او اربکیانو له خپلو سره یوځای ورته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، تسلیم شوو پولیسو له ځانونو سره ۱۴ میله وسلې او مهمات هم طالبانو ته سپارلي او د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا یې هرکلی شوی دی:

«دتخار نمک آب ولسوالۍ مربوطاتو کې د۲ قومندانانو (عبدالغفار اونواب)په شمول دکابل ادارې۱۴پولیس او اربکیان دامیرالمؤمنین د عفوې له فرمان څخه په استفاده له خپلو دندو لاس په سر او له خپلو۱۴ میله سپکو او درنو وسلو سره مجاهدینو ته راغلل.»

باید وویل شي په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامې لاسلیک او دولتي عسکرو او چارواکو ته د طالب مشرتابه لخوا «عامې بښنې» له اعلان سره طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو او چارواکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close