نظــر

فضل هادي مسلمیار زما د معلوماتو په هينداره کې

ډاکټر سردار

زما ددې لیکنې محتوا د مشرانو د جرګې رئیس د فضل هادي “مسلمیار” صیب اړوند پر معلوماتو او حقائقو راڅرخیږي؛ البته د مسلمیار صیب حیثیت او شخصیت ته په احترام نه خو کوم رقابت او مشکل ورسره لرم او نه د چا په لمسون بلکې یواځې پر خپلو ګناه ګارو لیدلي او کتلي معلومات درسره شریکووم.

زه پخپله (داکتر سردار) د طالبانو په تیره دوره کې د ننګرهار د عامې روغتیا په ریاست کې مې دنده لرله او د هغه وخت د ننګرهار امربالمعروف رئیس اومشر “مولوي نیک محمد” سره مې دوستانه اړیکې لرلې او زه به ډیر د آمر بالمعروف ریاست ته ورتللم او کله کله به “مولوي نیک محمد” عامې روغتیا ته زما خونې ته هم راتللو.

زما د ډیرو ورتللو له کبله د امربالمعروف ټوله عمله او کارکونکو له ماسره پیژندګلوي لرله یوه ورځ چې ورغللم نو د آودس لپاره له خونې راووتلم چې د امربالمعروف د ډاټسن موټروان (ډریور) فضل هادي راته وویل له تاسو سره خاص کار لرم زه هم فورا ورسره ګوشې ته شوم چې په خبرو یې پیل وکړ د خبرو په جریان کې یې غږ ژړه غونی او سترګې یې له اوښکو راډکې شوې د خبرو مطلب او خلاصه یې دا وو چې زه رئیس مولوي نیک محمد له موټروانۍ شړلی یم ستا خو ملګری ده ته زما سفارش ورته وکړه او زما واسطه شه او زه ډیره عفوه غواړم ترڅو مولوي نیک محمد راته بخشش وکړي او بیرته د ډاټسنې موټروانۍ او خدمت ته دوام ورکړم ما ورته وویل سمه ده زه به دا مشکل حل کړم.

چې کله مې “مولوي نیک محمد” ته وویل چې دا موټروان دې ولې شړلی، خفه کړی ډیر عذر او زارۍ کوي بیرته یې د موټروانۍ دنده ورکړه او خدمت ترینه واخلۀ.

مولوي صیب راته وویل چې ډیر مجرم او بیکاره سړی دی ما خو اوس هم ډیر سهولت ورسره وکړ دې ظالم خو یو اسیر یې پخپل سر وهلی دی او بل اسیر یې د روپیو په بدل کې خلاص کړی او دی وایي چې وتښتیدلو.
ما ورته وویل انسان ده خطاء کیږي داځل یې معاف کړۀ بیا به داسې غلط کار نه کوي.

همغه وو چې بیا یې موتروان مقرر کړلو.

له هغې وروسته د فضل هادي له ماسره هم پیژندګلوي شوه او زما به یې ډیر احترام کولو.

بیا د وخت په تیریدلو سره د فضل هادي پلار ناروغ شو او عامې روغتیا داخله وارډ ته یې د درملنې لپاره راوړ او د مولوي نیک محمد یو لیک ورسره وو چې په کې لیکلي یی وو:

(د عامې روغتیا محترم رئیس صیب او مرستیالانو ته!

السلام علیکم!

د لیک دروړونکی فضل هادي چې زمونږ د ریاست کارکن او ډریور دی پلار یې ناروغ دی ډیر اقتصادي مشکلات لري د علاج او تداوۍ په برخه کې لازمه همکاري ورسره وکړئ. په درنښت
مولوي نیک محمد د امربالمعروف مسئول.)

او د همدغه سفارشي لیک پر بل مخ بیا داسې لیکل شوي وو:

(یادونه: محترم داکتر سردار صیب زمونږ دریور فضل هادي سره دې د مرستې په هکله توجه غواړم.)

دا لیک چې کله “فضل هادي” ماته راوړلو نو د عامې روغتیا رئیس “مولوي شیرعلي”، فني او اداري مرستیالان هریو “مولوي عبدالمجيد” او “ډاکټر ابن آمین” زما دوستان او ملګري وو نو فضل هادي مې د ریاست خونې ته پورته کړ او هلته یواځې اداري مرستیال مولوي عبدالمجید موجود وو د مولوي نیک محمد لیک مې هم ورښکاره کړ او ما هم د فضل هادي د بیچاره توب او اقتصادي مشکلات ورته وویل.

د مولوي صیب دې چار ښه وي چې د فضل هادي پر لاس موجوده د درملو نسخه یې رالاسلیک کړه او پر خپل قراردادي “حاجي ګل درملتون” یې راته رایګان اجراء کړه او د فضل هادي د پلار د درملنې د نسخو رایګان اجراء تر هغې جاري وه چې ترڅو د فضل هادي پلار روغتون کې وو.

البته دغه یاد “حاجي ګل درملتون” سره د عامې روغتیا د ریاست لخوا د جګړې د لمړۍ کرښې د ټپیانو د درملنې لپاره قرارداد شوی وو او د هرې هغې نسخې درمل یې ناروغ ته رایګان ورکول چې د رئیس او مرستیالانو لاس لیک به پرې وو او بیا د رئیس او مرستیلانو لخوا به کله کله ډیر کم شفقتا او ترحما د هغو بیچاره، مسکینانو او فقیرانو د نسخو درمل رایګان اجراء کیدل چې بله د امید مرجع یې نه لرله له هغې جملې څخه یو هم ډیر مسکین او فقیر فضل هادي وو چې د درملو ټولې نسخې یې ورته د مولوي نیک محمد پر سفارش، زما پر کوشش او دده د نهایت فقر له کبله رایګان اجراء کیدلې او د پلار علاج یې لکه د جګړې د لمړۍ کرښې د ټپي په څیر تر پایه مفت وشولو.

چې کله یې پلار له روغتون څخه صحتمند رخصت شولو بیا فضل هادي د عامې روغتیا رئیس، مرستیالانو، او د داخله سرویس څو ډاکټرانو ته د شکریې او مننې په پار میلمستیا هم اوکړه چې زه هم په دې میلمستیا کې ووم چې کله د فضل هادي کلي چپرهار ته لاړلو له شنو ونو لاندې یې باغیچه کې د ناستې ځای برابر کړی وو چې د توشکو، بالښتونو، او… څخه یې له ورایه د ډیر مسکنت او فقر آثار معلومیدل.

ډیر وخت وروسته چې کله یوځل بیا امر بالمعروف ریاست ته لاړلم ګورم چې فضل هادي د اسیر په توګه ولچک او زولانه اطاق کې ناست دی.
له رئیس مولوي نیک محمد څخه مې د علت پوښتنه وکړه هغه راته وویل چې ستا پر سفارش او غوښتنه مې بیا ډریور کړ خو د سړي ځوي نده.
مال ولې مولوي صیب څه خبره ده.

مولوي صیب راته وویل چې د امر بالمعروف له سپیڅلي نوم ډیره ناوړه ګټه کوي یو خو دا هم چا راته وویل چې دا سړی څه کوئ له ځان سره دې نیولی دی؟ دا خو د فلانکي قومندان “بچه بیریش” وو او بل له خلکو څخه چې د ساز کیسټونه واخلي هغه نه ماتوي بلکې له ځان سره یې اخلي داسې معلومیږي چې یا خو یې خرڅوي او یا یې پټې غږوي.

او بله دا خبره ده چې یو چا راته وویل د امربالمعروف له لوړ پاسني نصب شوي لاسپیکر څخه د ساز اواز راغلو خو ژر بیرته ګل شو چې ما تحقیق وکړ همدغه رذیل لکه چې په پټه په موټر کې ساز غږوي او بیا هغه پاسنی لاسپیکر هم ورڅخه آن شوی دی.

او همدارنګه کله کله له اسیرانو څخه د خلاصون په وخت کې په ډیره ماهرانه توګه روپۍ اخلي او ځان ورته د امربالمعروف مرستیال معرفي کوي.

همدا ټول لاملونه شول چې اوس مې بندي کړي او غواړم چې څارنوالۍ ته یې معرفي کړم.

لکن فضل هادي یو ځل بیا ماته د خپل ځان د خلاصون یې ډیر عذر وکړ دوهم ځل مې مولوي نیک محمد ته داسې سفارش وکړ چې له اسارته یې خلاص کړه او بیا یې له ځان سره مه نیسۀ همغه وو چې له دوه ورځو اسارت څخه وروسته فضل هادي خلاص او د آمربالمعروف له ریاست او موټروانۍ څخه وشړل شو.

هغه د طالبانو دتیر امارت د امربالمعروف یو بیسیواده موټروان چې په هغه وخت کې د غبن، دهوکې او غلا له کبله د امربالمعروف له ریاسته او موټروانۍ څخه شړل شوی وو.

او چې کله د فضل هادي هغه کمزوری بد حالت او مشکلات او دده هغه زارۍ او عذر رایاد کړم او اوس چې د امریکایانو له راتلو سره دده پړسیدل، شهرت، مهمه لوړه دنده بېخرته ډالر او… د سکرین پر پرده ووینم نو داسې انګیرم چې یا خو خوب وینم او یا د قیامت له علامو څخه یوه علامه ده.

دا زما لیکنه که مسلمیار ته ورسیږي ښه به وي ترڅو مې ښه وپیژني که تجاهل ونکړي نو د لیکنې له هرې کرښې وروسته به د تائید سر وخوزوي.

د طالب د دورې دنده یې د ریاست د موټر موټروان او د خپل پلار د یوې نسخې درملو عاجز او ناتوان فضل هادي د اوسنۍ ادرې د مشرانو د جرګې رئبس او د ډالرو، ماڼیو، موټرانو، تجارت او …خو یې بې حسابه دی.

قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً ۖ وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ.

ټاګونه
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلام. پدې کی خو شک نسته چی د سنا د اوو اتو لسیزو موجودیت په اوږدو کی ناست ( انتخاب سوی یا انتصاب سوی ) ټول ناست کسان اکثراً خوشی سنا ټران وه او دی او د اوسنی سنا ټرانو رئیس خو اصلاً یو شین داعشی خر دی. امّا د محترم ډاکټر صائب سردار د لیکنی تراژدیک او کومیک داستان باید نور تفصیل هم ولری. بلی د پورته لیکنی تراژدیکه ادامه به دا وی: د امر بالامعروف د اِدارې ټول منسوبین ( استثنا شاید پکې وی ) همدې فضل هادی غوندی له فکری او عقیدتی او علمی نظره مُفلس کسان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close