نن ټکی اسیا

کابل: په مسجد کې د چاودنې له امله دیني عالم محمد ایاز نیازی وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د وزیر اکبرخان په مسجد کې د یوې چاودنې له امله مشهور دیني عالم د. محمد ایاز نیازی وژل شوی او درې کسان نور ټپيان شوي دي.

ډاکټر ایاز نیازی د وزیر اکبر خان مسجد امام، خطیب او د کابل په پوهنتون کې د شریعت او دیني زده کړو استاد وو.

د عیني شاهدانو په وینا نوموړی په چاودنه کې ټپي شوی وو، او بیا یې په روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.