د نن سرلیکنه

لانجمن نوماندان او ځپل شوی ولس – سرمقاله

نن ټکی آسیا:سرمقاله: د افغانستان د ۹۳ل کال ټاکنې اوس یوه کنګل حالت ته رسېدلي. مخکې له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون قسمي پایلې اعلان کړي، عبدالله عبدالله د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې د رایې شمېرنې بهیر ودروي.

ده پر مقابل ټیم د درغليو تورونه پورې کړل. وروسته عبدالله ولسمشر کرزی هم د ډاکټر اشرف غني احمدزي په پلوۍ تورن کړ. عبدالله ږغیز اسناد رسنيو ته وسپارل. د ټاکنو د دارالانشا رئیس، ضیا الحق امرخېل استعفا ورکړه.

سربېره پر دې له تېرې شنبې راهیسې، د کابل سرای شمالي ته پر غځېدلې لار، څو ځایه تشې خيمې لګېدلي، چې د عبدالله پلویان یې «د درغلیو ضد غورځنګ» بولي. دغو خيمو او ورسره د شمالي سرای یو شمېر ځوانانو د ولس ژوند په دغه سیمه کې له ستونزو سره مخ کړی دی. هره ورځ لار بنده وي. کله خیمې او کله هم د څو تنو ځوانانو له خشونت ډک لاریون. خوار او غریبکار خلک د ټاکنو د ترنګلتیا له امله نه شي کولای، خپل عادي ژوند په عادي ډول پر مخ بوزي. د ټاکنو دغه ځورونکي حالت کابل ښار کې د سوداګرو کار، چې اغېز يې تر عادي کسبګره پورې رسېږي، له بلا کړاوونو سره مخ کړی دی.
اوس نو دا د هر ولسي وګړي د خولې خبره ده، چې هر یو راځي، رادې شي، چې له دې بې برخلیک حالته ووځو. له یوې خوا غریبکار ولس ته د کارونو کمی او له بلې خوا د نرخونو لوړېدل هغه ستونزې دي، چې د غریبکار ولسي ژوند یې له ننګونو سره مخ کړی دی. دغه بدغونی حالت داسې مهال د ولس ژوند زندۍ کړی، چې د رمضان مبارکه میاشت په رارسېدو ده. قحطي، قیمتي او بېکاري بېخي په زیاتېدو دي، چې ولس یې ريښه د ټاکنو په بهیر کې ویني.

ولس نور لانجو، لاريونونو او ناجوت حالت ستړی کړی. ولس نور د لانجې پای غواړي. لاریون نه غواړي. د لانجې لاپراخول نه غواړي. ولس نور کړکېچونو ځپلی، بل کړکېچ ته نه دی چمتو. له ولسمشره د ولس همدا هيله ده، چې د لانجو پنځوونکي نوماند تشو تورونو ته دې غوږ نه ږدي، د یوې حل لارې هڅه دې وکړي، چې ژوند عادي حالت ته وروګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمدالله صابر

ټاکني ماکني نشته امریکاجوړ حکومت ده چي هرکله یي اعلان کړ ، خپله یي خوښه ده
زمونږ پکی څه فائیده ده یو ګډاګی به لاړ او بل به راشي
زمونږ تل دغه نعره ده مرګ په امریکا او مرګ یي په غلامانو

وصال

غم ځپلی هیواد د سیاسی شکلاکرو لخوا داسی را ګیر دی چه یو طرف یی طالیبان د خپلو اهدافو غلاما ګرځولی چه ددوی سیاسی او اقتصادی موخو او سترو نړیوالو تړونونو ته زمیه مساعده کړی له بلی خوایی مفسید چارواکی هر یو ځان ځانته په بیل شکل او بیل انځور پر شا ټپولی چه ته د افغانستان پر سر نویشت ښی لوبی کولای شی له بلی خوا یی افغانستان له څلورو خواوو داسی تر خپل سیاسی نظام او محاصری لاندی نیولی چه ددوی له خوښی چپ څوک کوم عمل ونشی کړای په دی مابین کښی غوار در په در فقر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x