نن ټکی اسیا

دوه اونۍ، ۱۰ ملیونه معاینات خو یوازې ۳۰۰ مثبتې پېښې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): چینایي چارواکي ادعا کوي چې په تېرو دوه اونیو کې یې په ووهان ښار کې د کرونا یوازې ۳۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړي دي.

په ووهان ښار کې وروسته له هغې د معایناتو بشپړ پروګرام په کار واچول شو چې د کرونا ویروس د دویمې څپې ویره خپره شوه، دا هغه مهال کله چې د اپریل میاشتې په پېل کې له بندیزونو ختمولو وروسته مثبتې پېښې زیاتې شوې وې.

د چارواکو په وینا، د مۍ میاشتې له ۱۴مې تر جون لومړۍ نیټې پورې په ووهان ښار کې چې شاوخوا ۱۲ ملیونه نفوس لري په ۹.۸ ملیونه کسانو د کرونا معاینات ترسره شوي دي او یوازې ۳۰۰ کسانو کې مثبتې پېښې موندل شوي دي.

د ووهان ښار د ښاروال مرستیال وایي چې د دویم وار لپاره پر معایناتو ترسره کولو یې لګښت (۱۲۷ ملیونه ډالرو) ته رسیږي.

د ۱.۴ ملیارده وګړو څخه په چین کې د کرونا وبا له کبله د «۴۶۳۴» کسانو د مړینې راپور ورکول کیږي چې زیات یې په ووهان ښار کې دي له کومه ځایه چې کرونا خپره شوې ده. دا شمېره د نورو ټيټو هېوادونو د مړینې څخه هم ډیره ټيټه ده.