نن ټکی اسیا

طالبانو د ډاکټر ایاز نیازي وژنه ستر جنایت بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلي پیغام کې د وزیر اکبر خان مسجد د امام او خطیب مولوي محمد ایاز نیازي وژنه په کلکو ټکو غندلې او دا یې یو ستر جنایت بللی دی.

ډاکټر ایاز نیازی تېره شپه ماښام وخت د کابل په تر ټولو با امنه سیمه د وزیر اکبر خان په تاریخي مسجد کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ووژل شو.

د نوموړي په شمول یو بل کس وژل شوی او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

ډاکتر ایاز نیازی په افغانستان کې د سولې د روان بهیر څخه کلک ملاتړی ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مخالف او د اشرف غني پر حکومت د متنقدینو څخه وو.

باید وویل شي چي څه موده تر مخه یوه پنجشیري قومندان حسیب قوای مرکز پر ټولنیزو پاڼو ادعا کړې وه چې د ملي امنیت له لوري په کابل کې د شپږو کسانو د وژلو امر ورکول شوی چې یو له هغو څخه یې ډاکتر ایاز نیازی هم یاد کړی وو.

د حسیب قوای مرکز ویډیو:

#ذال___شار#بِسْــــــــــــــــــمِ_ﷲِالرَّحْمَنِ_الرَّحِيم#لاَ_تَحّزَنّ_اِنّ_اللهَ_مَعَنَا.❤️.#اِنَّ_اللهَ_یُوحِبُّ_الّمُتَوَکِلِینَ#حَسْبُنَا_اللهُ_وَنِعْمَ_الْوَكِيلُ____حَسْبُنَا_اللهُ_وَنِعْمَ_الْوَكِيلُ#هموطنان_عزیز_صحبت_هایم_را_دقیق_بشنوید_و_لایف_را_شریک_سازید_تا_به_گوش_همه_برسد.

Posted by ‎حسیب قوای مرکز‎ on Sunday, 26 January 2020

 

ډاکټر ایاز نیازی څوک وو؟

ایاز نیازی د بدخشان ولایت وو، په کال ۱۳۴۳ هجري شمسي کې د یمګان په ښار کې زیږېدلی وو.

ابتدائي زده کړي يې په افغانستان او بیا د پاکستان پيښور ښار ته د شرعي علومو او قرآت د زړه کړي لپاره تللی وو او هلته یې په دارالعلوم مرکزي دارالقراء کې داخله اخیستې وه.

نوموړي د دیني زده کړو تر څنګ هم مهاله مکتب هم وایه او بیا د دولسم څخه تر فراغت وروسته د مصر الازهر شریف ته ولاړ او هلته یې د لیسانس او ماسټري سند په اسلامي اقتصاد کې او دکتورا یې د اسلامي فقه په رڼا کې د نړیوالو اړیکو پر موضوع وکړه.

افغانستان ته تر راتګ وروسته نوموړی د وزیر اکبر خان تاریخي مسجد خطیب او د کابل پوهنتون په شمول په ځینو خصوصي پوهنتونونو کې د دیني زده کړو، شریعت او فقه استادي پیل کړه.

نوموړی په کابل کې یو د مشهور ترینو خطیبانو څخه وو چې په ځانګړي ډول یې په ځوانه طبقه کې محبوبیت زیات شوی وو او هره جمعه به د نوموړي په مسجد کې تر ۳ زره زیاتو د کابل ځوانانو ګډون کاوه.

نوموړي په خپلو خطبو کې اکثره په کابل کې د فحش خپرولو او بد اخلاقیو پر وړاندي تبلیغ کاوه او په ورته وخت کې يې د اشرف غني د حکومت او امریکا پر وړاندي خپل مخالف موقف څرګنداوه.