نن ټکی اسیا

افغان کډوال او د کرونا وایروس وبا

لیکوال: ګرانټ فار[1]

ژباړه: امان الله تاند

کرونا وایروس، د امریکا له لوري لګېدلي بندیزونه او په نړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو د بیو راغورځېدل هغه څه وو چې د ایران او د ایران اقتصاد ته يې بې ساري تاوانونه ورواړول او هغه دندې او کارونه چې پر مرسته یې افغان کډوالو کولی شول خپل ژوند تېر کړي په یاد هېواد کې له منځه یوړل.

د تېرو څلورو لسیزو راهیسې په زرګونو افغان کډوالو د خپل جګړه ځپلي هېواد څخه وتلو ته اړ شوي او په ایران کې ژوند تېروي. په داسې حال کې چې د یادو کډوالو له ډلې ځینې په خپله خوښه او ځینې بیا په زور د ایران څخه ویستل کېږي، هېواد ته د راستنېدو په حال کې دي.

په اوس وخت کې د کډوالو دغه راستنېدنه که له یوې خوا شته لږې روغتیايي سرچینې ګواښي، له بلې خوا د هېواد په کچه د کرونا وایروس خپرېدو سره هم مرسته کوي.

دغه راستنېدونکي کډوال په فراه او هرات ولایتونو کې هم د کرونا وایروس خپروي، هغه ځایونه چې کډوال پکې په کوچنیو خونو او همدارنګه په هغو بسونو کې وخت تېروي چې ګڼه ګوڼه پکې وي او کابل ته د ۱۴ ساعتونو په اندازه سفر پکې ترسره کوي.

افغانستان چې له یوې خوا د نړیوالو مرستو کمېدو، طالب جنګیالیو او همدارنګه د سیاسي کړکیچ شتون چې د غیر مناسب حکومت په ترڅ کې رامنځ ته شوی، د دې وړتیا نه لري ترڅو راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او د کرونا وایروس مخنیوي په برخه کې لاس په کار شي. دا ځکه چې افغانستان نه له یوې خوا څخه هغسې روغتیايي اسانتیاوې لري او نه هم قوي ادارې ترڅو پر مټ یې وکولی شي د کډوالو سره مرسته وکوي او یا د هغه وایروس مخه ډب کړي کوم چې د کډوالو په راستنېدو سره هېواد ته را انتقالیږي.

نو دغسې یو نازک حالت طالبانو ته فرصت برابر کړی، ترڅو له هغو کسانو سره روغتیايي مرستې ترسره کړي کوم چې په وایروس اخته شوي دي.

د شوروي اتحاد له یرغل وروسته کوم چې په ۱۹۷۹ کې ترسره شو، ډېری افغانان د خپل جګړه ځپلي هېواد پرېښودو ته اړ شول.

په تېرو څلورو لسیزو کې په میلونونو افغانان ګاونډي هېواد پاکستان ته ورکډه شول او هلته له افغانستان سره په پوله پروت خیبر پختونخوا آیالت اړوند د پېښور ښار په شاوخوا کې مېشت شول. هغه ځای چې د خلکو کلتور او ژبه یې له افغانستان سره یو شان ده او په ځانګړې توګه د کابل او جلال آباد سیمو له اوسیدونکو سره ورته والی لري.

په تېرو څو لسیزو کې افغان کډوال په خپله خوښه او یا په زور افغانستان ته بېرته راستانه شوي او په لویه کچه د جلال آباد او کابل ښارونو کې یې ژوند غوره کړی دی.

په اروپا او ترکیه کې د سوریې کډوالو وروسته په زیات شمېر کې افغان کډوال هلته مېشت دي. او یو شمېر افغان کډوال بیا په هند، مالیزیا او اسټرلیا کې هم ژوند تېروي. دا په داسې حال کې چې یو شمېر افغانانو په جلاوطنۍ کې د یو نسل او یا له هغه هم ډېر وخت تېر کړی او په بهر نړۍ کې ځینې داسې افغان ماشومان هم شته، چې تر دې مهاله یې خپل هېواد په سترګو نه دی لیدلی.

یو شمېر افغانان چې د تاجک او هزاره توکمو لږکیو قومونو سره تړاو لري په زرګونو شمېر کې په لویدیځه پوله ایران ته کډه شوي چې زیاتره یې په دري ژبه خبرې کوي.

او هغه افغانان چې ایران ته کډه شوي زیاتره یې شیعه مذهبي دي، هغه مذهب چې په ایران کې اکثریت او افغانستان کې اقلیت جوړوي.

د ایران او افغانستان په پوله تګ راتګ نه یوازې ستونزمن وي بلکې له خطره هم کم نه وي. په دې سیمو کې کم شمېر خلک ژوند کوي او دا ځای نیمه وچه دښته تشکیلوي.

د ایران او افغانستان په پوله په رسمي توګه درې د تګ راتګ ځایونه شتون لري. مګر دا چې دا پوله له یو پرانیستي هېواد (افغانستان) سره پرته ده، نو ځکه زیاتره افغانان په عامه توګه د رسمي ځایونو پرته تګ راتګ ترسره کوي.

د ایران سره په پوله د قاچاق یو فعال کاروبار شتون لري چې په ترڅ کې یې افغان کډوال او هغه مالونه چې زیاتره پکې مخدره توکي وي ایران هېواد ته انتقالیږي.

د افغانستان فراه او هرات هغه ولایتونه دي چې د ایران پولې ته نږدې پراته دي.

د هرات لرغونی ښار چې شاوخوا پېنځه لکه نفوس لري یو له هغو سیمو څخه ده چې زیات شمېر افغانان ترې ایران ته داخلیږي او یا له هغه هېواد څخه افغانستان ته راستنېږي. د فراه ښار چې شاوخوا پنځوس زره خلک پکې اوسیږي او د طالبانو تر ولکې لاندې دی، او تر ډېره له پامه غورځېدلی ښکاري.

د رسمي شمېرو له مخې شاوخوا یو میلیون افغانان چې قانوني اسناد لري او یو زیات شمېر نور افغان کډوال په ایران کې مېشت دي. تر دې چې ځینې شمېرې ښیي چې په یاد هېواد کې ۴.۵ میلیون افغان کډوال مېشت دي.

په ایران کې د ټولو افغان کډوالو ۹۷ سلنه په ښاري او نیمه ښاري سیمو کې ژوند کوي چې زیاتره یې په ورځ مزدورۍ په ساختماني پروژو او همدارنګه داخلي برخو کې په دندو بوخت وي. او د ټولو کډوالو یوازې ۳ سلنه بیا په هغو شلو کمپونو کې ژوند تېروي چې د ایران حکومت له لوري جوړ شوي دي.

د ایران د زیاترو ښارونو د باندې یو شمېر وروسته پاتې ښارګوټي شتون لري هغه ځایونه چې افغان کډوال پکې ژوند تېروي، او زیات شمېر هغه ښارونه چې افغان کډوال پکې مېشت دي هغه عبارت دي له تهران، زابل، مشهد او قم ښارونو څخه.

د افغانانو د هستوګنو ځایونو کنټرول او معلومولو لپاره ایران یو شمېر ښارونه او سیمې ځانګړې کړي دي، له هغو پرته د بېلګې په توګه ازربایجان، اصفهان او اردبیل بیا هغه ولایتونه دي چې هلته عام افغانان حتی د تګ اجازه هم نه لري.

په ایران کې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان قانوني اسناد لري او د هغو قانوني اسنادو په مټ کولی شي په قانوني توګه هلته خپل ژوند تېر کړي او خپل کاروبارونه هلته ترسره کړي. چې له هغې جملې تعلیمي ادارو، روغتیايي مرکزونو، او کار ځایونو ته د تګ قانوني اجازه لري.

په ۲۰۱۷ ز کال کې د ایران حکومت د یو شمېر افغان کډوالو سرشمېرنه د هغوی د قانوني کولو په موخه ترسره کړه. او په همدې ترڅ کې یې هغوی ته یو ډول اسناد چې په ایران کې ورته (آمایش) وايي او یوازې غېر رسمي کډوالو ته ورکول کېږي ورکړل شول، او ۸۰۴ زره افغان کډوال په همدې لړ کې ثبت شول.

که څه هم په ایران کې ډېرې افغان کورنۍ ژوند تېروي مګر د هغوی له ډلې یې زیات شمېر بیا داسې کسان هم په ایران کې ژوند تېروي چې ایران ته یوازې د کار ترسره کولو لپاره تللي وي. او یو شمېر افغان کډوال چې موخه یې د ترکیې له لارې اروپا ته تګ وي د ایران له لارې تېرېږي.

ایران په دا وروستیو کې د درې بېرونيو اقتصادي او ټولنیزو ګواښونو سره مخ شو او هغه عبارت دي له:

په نړیواله کچه د خامو تیلو د بیو رالوېدل، د امریکا له لوري اقتصادي بندیزونه او د کرونا وایروس وبا.
په ۲۰۱۸-۲۰۱۹ مالي کال کې د ایران ناخالص کورني عواید ۴.۷ سلنه راښکته شول. او د ۲۰۱۹ – ۲۰۲۰ مالي کال په لومړنیو ۹ میاشتو کې د ایران ناخالص کورني عواید بیا ۱۴.۱ سلنه راښکته شول. او دې کار د ایران بې کارۍ کچه ۱۰ سلنه لوړه کړه. او هغه کسان چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي د هغوی د بې کارۍ کچه له ۲۵ سلنې هم لوړه شوه.

په آسیا کې ایران لومړنی هېواد وو چې د کرونا مرګونې څپې یې وازمایلې او اوس له چین وروسته په آسیا کې دویم هېواد دی چې د کرونا وایروس ۱۳۸ زره یعنې ډېرې پېښې پکې ثبت شوي او له ۷ زرو څخه ډېر کسان پکې د کرونا وایروس له امله وژل شوي دي.

د رسمي شمېرو په پرتله ښايي په وایروس د اخته کسانو شمېر څو برابره ځکه لوړ وي چې په ایران کې د کرونا وایروس معاینه کېدو امکانات ډېر کم دي او په همدې ترتیب رسمي شمېرې نامعلومې دي. د ایران یو شمېر چارواکي چې له هغې ډلې د روغتیا وزارت معین هم په کرونا وایروس اخته شو.

دا چې د کرونا بېماري په نورو هېوادونو کې مخ په زیاتېدو ده، په ایران کې یې هغه خلک ډېر ځپلي چې په ټیټه طبقه کې ژوند کوي چې له هغې ډلې افغان کډوال چې په وړو هستوګنځایونو کې کوم ځای چې د ګڼې ګوڼې احتمال زیات دی زیات ځپلي، ځکه هغوی ته په کورونو کې یوازې پاتې کېدل او ټولنیز واټن غوره کول یو څه ستونزمن وو.

د لومړي ځل لپاره د ایران په قم ښار کې د روان کال فرورۍ میاشتې په ۱۹ نېټه د کرونا وایروس لومړنۍ پېښه ثبت شوه. او داسې ویل کېدل چې یو تن ایرانی طبعه چې تازه له چین څخه د سوداګریز سفر ترسره کېدو وروسته قم ښار ته راستون شوی وو د کرونا وایروس له ځان سره رالېږدولی دی.

قم چې په مذهبي کچه د ایران یو پراخه ښار ګڼل کېږي د شیعه مذهب اړوند پراخه عبادت ځایونه پکې شتون لري او هلته داسې انګېرل کېږي چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم زیارتونه موقعیت لري، او دا خبره بیا په شیعه مذهب کې ځانګړی حیثیت لري.

د شیعه مذهب عبادت ځایونه د ایران په مختلفو برخو کې موجود دي، مګر په مشهد او قم ښار کې بیا دغه مذهبي عبادت ځایونه د نورو سیمو په پرتله یو څه ډېر دي.

او یاد عبادت ځایونه بیا د شیعه مذهب ټیټې طبقې لپاره ځکه ځانګړی او اړین حیثیت لري، چې هغوی دغو ځایونو ته په راتګ له خپل پروردګاره د ځانګړو دعاوو قبلېدو ترڅنګ غوښتنه کوي ترڅو د هغوی بخت او طالع کار وکړي.

د درناوي او احترام لپاره زیارتونو ته غاړې اېښودل او د هغوی مچې کول هلته معمول وي او دا بیا هغه څه دي چې د وایروس خپرېدو سره نور هم مرسته کوي.

دا چې په ایران کې زیاتره افغان کډوال شیعه مذهبي دي هغه مذهب چې په ایران کې په اکثریت دی افغان کډوال په ایران کې په یادو زیارتونو د خپلې عقیدې له مخې ورمات شوي وي چې زیاتره یې بې وزله طبقه ده. او بله دا چې دغه مذهبي ځایونه زیاتره په هغو سیمو کې شتون لري کوم ځای چې ډېر افغان کډوال هلته مېشت وي.

ایران د خپل مخ په ځوړ اقتصاد او د کرونا وایروس د خپرېدو له امله افغان کډوال له خپل هېواد وېستلو ته اړ باسي، او ځینې وخت له ډېر زوره هم کار اخلي او کډوال تر افغان پولې پورې رسوي.

زیاتره هغه کسان چې له ایران څخه وېستل شوي هغوی انفرادي کسان دي، مګر داسې کورنۍ هم شته چې د ماشومانو سره یو ځای له ایران څخه شړل شوي دي.

هغه کسان چې له ایران څخه په زور وېستل شوي په افغانستان کې د کاري فرصتونو لږوالي له امله د هغوی ۵۰ سلنې بېرته د دې هڅه کړې ترڅو د قاچاقبارانو په مرسته د کار او روزګار لپاره بېرته ایران ته ولاړ شي. په داسې حال کې چې د قاچاقبرانو زیاتره هغه یې د ډېرې بدې رویې خاوندان وي او له خلکو سره ناوړه رویه کوي، او ډېر ځل داسې هم شوي چې عام مسافر یې جرمي ډلو ته په لوی لاس سپارلي او هغوی یې بیا د خوشې کېدو په بدله کې له بندیانو څخه د روپیو اخیستو غوښتنه کوي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې شمېرو له مخې د روان کال په لومړنیو څلور نیمو میاشتو یعنې مۍ میاشتې ۹ نېټې پورې ۲۷۷۹۰۵ هغه افغان کډوال چې په ایران کې مېشت وو او قانوني اسناد یې نه درلودل په زور وېستل شوي کوم چې د اسلام قلعه او نیمروز له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

مګر په دې کې بیا ۸۰.۴ سلنه داسې کسان هم شامل وو چې په خپله خوښه یې غوښتل له ایران څخه هېواد ته راستانه شي، او ۱۹.۶ سلنه په رسمي توګه له یاد هېواد څخه وېستل شوي دي.

د روژې میاشتې (۲۴ د اپریل څخه تر ۲۲ مۍ میاشتې پورې) که څه هم د کډوالو راستنېدل یو څه کم شوي، مګر په ټپه نه دي ودرېدلي.

له ایران سره په پوله د دوو نقطو له لارې د خلکو ستنېدل د هرې ورځې په حساب زرګونو کسانو ته رسیږي که څه هم دغه شمېرې اوونۍ تر اوونۍ فرق کوي.

د روان کال اپریل میاشتې په درېیمه اوونۍ یا د روژې میاشتې له پیل کېدو یوه اوونۍ وړاندې شاوخوا ۶۲۳۴۱ کډوال له ایران سره په پوله راوښتي چې د ورځې په حساب ۸۰۰۰ زره کسان راځي چې هېواد ته راستانه شوي دي.

په قانوني توګه د تګ راتګ نه برسېره په زرګونو کسانو په غېر قانوني توګه د ایران په پوله اوښتي دي. د ملګرو ملتونو کډوالې ادارې معلوماتو له مخې یو زیات شمېر قاچاقبران ایران ته د افغانانو تګ راتګ لپاره آسانتیاوې برابروي.

د ۲۰۰۱ کال پیل کېدو سره زیاتره قاچاقبرانو د ایران له لارې هڅه کول عام افغانان اروپا ته ولېږدوي، په داسې حال کې اوس خبره معکوسه ښکاري او خلک بېرته افغانستان ته ستنېږي.

هغه افغان کډوال چې د ایراني چارواکو له لوري په زور وېستلو ته اړ کېدل هغوی به په صفري نقطه کې خوشې کېدل هغه ځای چې د دواړو هېوادونو منځنۍ نقطه ګڼل کېږي.

په همدې ځای کې یو شمېر نړیوالې ادارې د افغان حکومت سره یو ځای د راستانه شویو ګډوالو سره مرستې ترسره کوي ترڅو هغوی په خپل هېواد کې ځای پر ځای کړي.

له ایران څخه د راشړلو پر وخت ډېری افغان کډوال پرته له یو جوړ جامو چې په تن یې وي نور هر څه هلته په ایران کې پرېږدي.

په ایران کې زیاتره کډوال چې ورځ مزدوري ترسره کوي د هغوی یو شمېر قانوني اسناد نه لري، او په یاد هېود کې له هغوی سره ډېر ناوړه چلند ترسره کېږي. تر دې چې د هغو ایرانيانو سره چې دغو افغان کارګرو کار کاوه هغوی ته به یې د خپلې مزدورۍ پېسې نه ورکولې او کله داسې هم شوي چې کارګرو ته به د مزدورۍ په بدله کې مخدره توکي ورکول کېدل او همدا علت وو چې افغانستان ته اکثریت راستانه شوي کډوال په نشه یي توکو او په ځانګړې توګه په هېروئینو روږدي وي.

د راستانه شویو کډوالو په منځ کې داسې کسان هم شته چې د یو نسل په اندازه یې کلونه کلونه په بهر کې تېر کړي وي او له خپلو کورنیو سره په افغانستان کې هیڅ ډول اړیکې نه لري. نو هغوی په افغانستان کې د اوسېدو هیڅ ځای نه ویني ترڅو هلته ورستانه شي او همدا علت دی چې یاد کډوال یا په هرات کې مېشت شي او یا د ۱۴ ساعتونو اوږد جنجالي سفر وروسته کابل ته ولاړ شي. تر دې چې ځینې د فراه مرکز ته چې د موټر د څو ساعتونو اوږده لاره ده ورستنېدو ته زړه ښه کوي ولې د ډېرو هغو سره یې حتی بیا د لارې کرایه هم نه وي.

کله چې افغان کډوال له ایران څخه راستنیږي، مونږ تر هر څه لومړی هغوی ته ګرم خواړه ورکوو، ځکه مونږ ته معلومیږي چې هغوی په ډېره بده توګه په بند کې وخت تېر کړی وي، دا خبرې د ایران سره په پوله یو افغان امنیتي چارواکي د کډوالۍ نړیوالې ادارې سره په خپله یوه مرکه کې کړي دي.

نوموړي امنیتي چارواکي په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې راستانه شوي کډوال مونږ لومړی ثبت کوو او هڅه کوو تر څو د هغوی اړینو اړتیاوو لکه روغتیايي، هستوګنې او حتی خپلو کورنیو او خپلوانو ته د هغوی لېږدولو په برخه کې لازمې مرستې ترسره کړو.

له ایران سره په پوله په راستانه شویو کډوالو کې د وایروس ازموینې، تبې معلومولو او یا د هغوی قرنطین کولو په برخه کې افغان حکومت او نړیوالې ادارې د دې وړتیا نه لري ترڅو په یادو برخو کې کډوالو سره مرستې ترسره کړي. او داسې اټکل کېږي چې په هرو راستانه شویو کډوالو کې نیمايي هغه یې په وایروس اخته وي خو د وایروس ازموینې لپاره وسایل شتون نه لري، نه د هغوی درملنه کېږي او نه قرنطین کېږي.

په داسې حال کې چې د شته ستونزو لکه د طالبانو سره د خبرو اترو نه پیلېدل، د متحده آیالاتو لخوا د ځواکونو وېستل او د مرستو کمولو ګواښونه ترسره کېږي، هغه کډوال چې له ایران څخه افغانستان ته راستنیږي د کرونا وایروس له ځان سره رانتقالوي چې دغه هېواد یې له سترې وبا سره مخ کړی دی.

د روانې میاشتې تر ۲۳ نېټې پورې په افغانستان کې د کرونا وایروس ۹۹۹۸ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او ۲۱۶ تنو خپل ژوند د یاد وایروس له امله ورکړی وو.

په هرات ولایت کې چې له ایران څخه زیاتره راستانه شوي افغان کډوال پکې مېشت شوي په وایروس د ۱۶۱۱ تنو اخته کېدو راپور ورکول شوی او داسې اټکل کېږي چې ښايي د اخته کسانو شمېر له دې هم لوړ وي او شاوخوا ۳۴ تنه د کرونا وایروس له امله وژل شوي دي.

د تازه څېړونو له مخې ښايي د کابل نیمايي نفوس په کرونا وایروس اخته شوی وي. او افغان حکومت داسې اټکل کوي چې ښايي د کرونا وایروس له امله ۱۱۰ زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي. په داسې حال کې چې د ځینو شمېرو له مخې داسې اټکل هم کېدای شي چې دغه شمېره به شپږ ځل له دې هم لوړه شي.

بل دا چې په اوس وخت کې زیاتره افغانان د جګړو په پرتله د کرونا وایروس له امله زیات مړه کېږي خو دا چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو او ناروغیو له امله د مرګ کچې معلومولو په برخه کې کم معلومات شتون لري نو په همدې بنسټ د کرونا وایروس له امله د وژل شویو کسانو اصلي ارقام نه شي معلومېدلی چې څومره به وي.

له بده مرغه افغانستان روانې وبا ته په ښه توګه چمتوالی نه لري. او د ټول نفوس (۳۰ میلیون) څخه تر دې مهاله یوازې ۶ زره کسانو ټیسټونه ترسره شوي دي.

که څه هم د بېمارانو معاینه ترسره کول د مسئلې اصلي اړخ دی، افغان حکومت په پام کې لري چې د نړیوال مارکیټ څخه ۵۰۰۰ زره کیټونه راونیسي، مګر په اوس وخت کې د ازموینو ترسره کولو لپاره د کیټونو له پراخه کموالي سره مخ دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار پر وینا هېواد یې ناروغانو ته د بسترونو، وینټیلیټرز (ساه اخیستلو ماشینونو) او د مسلکي کسانو په برخه کې د دې وړتیا نه لري ترڅو د بېمارانو په سمه توګه درملنه وشي او هر څه سم اداره شي.

له دې پرته دا چې د نړۍ په کچه افغان ولس د بې وزله ولسونو په کتار کې ځای لري نو په همدې بنسټ دا هېواد د کرونا وایروس مخنیوي په برخه کې د اغېزناکه ګرځبندیز پلي کولو وړتیا ځکه نه لري چې زیاتره خلک په ورځ مزدورۍ غواړي خپل ژوند پرمخ بوځي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت په اړمنو خلکو د خوراکي توکو د وېش لړۍ لپاره یو پروګرام پیل کړ، مګر ولیدل شول چې د یاد پروګرام لپاره یو اغېزناکه سیستم شتون نه درلود تر دې چې یو شمېر اړمنو خلکو ته په ډېر کم شمېر کې خوراکي توکي ورسېدل چې د هغوی اړتیا یې نه شوه پوره کولی.

دا چې زیاتره افغانان په حکومتي چارواکو باور نه کوي نو په همدې اساس عام خلک دې ته هیڅ چمتوالی نه ښيي چې د یادو حکومتي چارواکو فرمانونه او غوښتنې دې په ځان عملي کړي.

د کرونا وایروس په برخه کې د عامه پوهاوي نشتوالي او په روغتیايي کارکوونکو بې باوري عام خلک دې ته لیواله کړي ترڅو هر څه په خپل لاس کې واخلي او دې کار بیا د وایروس خپرېدو سره ډېره مرسته کړې ده. داسې چې په وایروس اخته کسان نه غواړي چې ټیسټونه یې ترسره شي او یا هیڅ د درملنې په لټه کې نه وي.

که وکتل شي زیاتره خلک په غیر معیاري هستوګنځیو کې ژوند ترسره کوي داسې چې په یوه خونه کې څو تنه ژوند کوي او د هغوی جلا کول ستونزمن برېښي، چې د وایروس خپرېدو ته لاره هواروي او دا کار بیا کولی شي ستونزه نوره هم پیچلې کړي.

د کرونا وایروس ستونزې ته په کتو د افغانستان زیاتره سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، هلته ولیدل شول، یو شمېر طالبان چې ماسکونه یې اچولي وو، د کرونا وایروس پر وړاندې مبارزې ته یې کار وایه. او په یو شمېر تازه ویډیو ګانو کې لیدل کېږي چې دا ځل طالبان، د خپلو جنګیالیو پر ځای چې فایرونه ترسره کوي، کور په کور ګرځېږي د عامو خلکو د بدن تودوخه به یې کتله او پر هغوی به یې د مکروب ضد مایع وېشله. او په دې توګه طالبانو هڅه کوله چې وښيي، د کرونا وایروس پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي تر دې چې له ایران څخه د راستنو شویو کسانو تر دوو اوونیو پورې د قرنطین کولو کلکه غوښتنه یې هم کوله.

له دې پرته طالبانو ادعا کوله چې د روغتیا په برخه کې د عامه پوهاوي لپاره یې ځانګړي ټیمونه او ډلې ګمارلي، د درملو وېش او د قرنطین مرکزونه یې پرانیستلي دي. که څه یو شمېر افغانان بیا شک څرګندوي چې طالبان د داسې ویډیو ګانو په ښودلو سره داسې اراده لري ترڅو په افغان حکومت د خلکو باور له منځه یوسي.

د طالبانو فعالیتونو ته په پام سره داسې سرچینې او ادارې شتون نه لري، ترڅو د کرونا سره د مبارزې په برخه کې ترې په اغېزناکه توګه ګټه پورته شي. او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د کرونا وایروس مخ پر زیاتېدو دی او حالت د ښه کېدو پر ځای مخ پر خرابېدو روان دي.

[1] نوموړی د پورټلیڼد دولتي پوهنتون متقاعد استاد دی. او په افغانستان او ایران لیکل کوي. چې تر دې مهاله یې د ایران په اړه دوه کتابونه (The Shaping of Iran Today او Modern Iran) لیکلي دي. او اوس د افغان کډوالو په اړه د یو کتاب په لیکلو بوخت دی.

سرچینې
Akhgar, T. (2020, April 5). From Iran’s Hot Zone, Afghans flee home, spreading virus. Retrieved from AP News: https://apnews.com/3eedb2ade0251b8fd6261058e213964f

Akhgar, T. (2020, April 6). Thousand of Afghan Refugees Flee from Iran’s Hot Zone, Spreading the Coronavirus. Retrieved from Chicago Tribune: https://www.chicagotribune.com/coronavirus/ct-nw–20200406-ut7qfclxwjcqtby2flvj63gwgy-story.html

Bishop, N. (2020, April 2). Helping the Most Vulnerable Return Home to Afghanistan. Retrieved from United Nations Office for the Coordination of Humanitatian Affairs: https://www.unocha.org/story/helping-most-vulnerable-return-home-afghanistan

Foschini, F. (2020, February 21). Kabul’s Expanding Crime Scene. Retrieved from Afghanistan Analysis Network: https://www.afghanistan-analysts.org/en/reports/economy-development-environment/kabuls-expanding-crime-scene-part-2-criminal-activities-and-the-police-response/

Gilinski, S. (2019, August 1). Coming Home to Conflict: Why Afghan Returnees say they were better off as refugees. Retrieved from The New Humanitarian: https://www.thenewhumanitarian.org/news-feature/2019/08/01/Afghan-conflict-returnees-better-off-refugees

Haroon, M. e. (2019, June). Living Conditions and Settlement Decisions of Recent Afghan Returnees. Retrieved from UNHCR: http://documents.worldbank.org/curated/en/344311561017281303/pdf/Living-Conditions-and-Settlement-Decisions-of-Recent-Afghan-Returnees-Findings-from-a-2018-Phone-Survey-of-Afghan-Returnees-and-UNHCR-data.pdf

Jackson, S. (2020, May 6). For the Taliban.The Pandemic is a ladder. Retrieved from Foreign Policy: https://foreignpolicy.com/2020/05/06/taliban-afghanistan-coronavirus-pandemic/

Kumar, R. N. (2020, January 13). Why Iran is Deporting Scores of Afghan Refugees. Retrieved from Foreign Policy: https://foreignpolicy.com/2020/01/13/why-iran-is-deporting-scores-of-afghan-refugees/

Lipin, M. a. (2020, March 12 2020). Iran’s Virus Outbreak Drivin Out Afghans in Dramatic Number. Retrieved from Vioce of America: https://www.voanews.com/middle-east/voa-news-iran/irans-virus-outbreak-driving-out-afghans-dramatic-numbers

Rich, S. (2020). Refugees in Iran. Retrieved from UNHCR: https://www.unhcr.org/ir/refugees-in-iran/

Saifullah, M. (2020, April 22). Coronavirus: Tough times ahead as Afghanistan Struggles to Manage Pandemic. Retrieved from Media Center: https://www.dw.com/en/coronavirus-tough-times-ahead-as-afghanistan-struggles-to-manage-pandemic/a-53207173

World Bank. (2020, May 1). Islamic Republic. Retrieved from The World Bank: https://www.worldbank.org/en/country/iran/overview

Worldometer. (2020, May 13). Afghanistan. Retrieved from WorldoMeter: https://www.worldometers.info/coronavirus/country/afghanistan/

Wright, R. (2020, February 28). How Iran Became a New Epicenter of the Coronavirus Outbreak. Retrieved from The New Yorker: https://www.newyorker.com/news/our-columnists/how-iran-became-a-new-epicenter-of-the-coronavirus-outbrea