نن ټکی اسیا

هرات کې د «کرونا» روغتون ۱۳ ډاکټرانو استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): په هرات ولایت د کرونا وبا(کوویډ۱۹) سره د مبارزې او درملنې روغتون ۱۳ ډاکټرانو په ډله ییزه توګه له خپلو دندو استعفا ورکړې ده.

نوموړي ډاکټران د خپلې استعفا لامل د دې ولایت د روغتیا ریاست لخوا تازه مقرر شوي سخت شرایط یاد کړي، د کومو له مخې چې د ډاکټرانو کاري ساعتونه زیات شوي او په ترڅ کې یې هغوی ته د کرونا وبا د پېښېدو خطر زیات شوی دی.

ډاکټران دغه راز شکایت کوي، چې د نویو مقرراتو له مخې ددغه روغتون هیڅ ډاکټر او کار کوونکي ته اجازه نه ورکول کیږي، ترڅو خپل د کرونا ازموینه ترسره کړي، کوم کار چې د ډاکټرانو په خبره ددوی ژوند سره د لوبې کولو په معنی دی.

د استعفا ورکوونکو ډاکټرانو له ډلې څخه یو شمېر یې ادعا کوي، چې د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست مسئولینو ګواښلي دی، که چیرې دغه نوي مقررات عملي نه کړي، له دندو څخه به یې ګوښه کړي.

په هرات کې د کرونا وبا(کوویډ ۱۹) شیدايي روغتون ډاکټران په داسې مهال ډله ییزې استعفا ته اړ کیږي، چې د یاد روغتون ډاکټرانو له تیرو ۳ میاشتو څخه خپل میاشتي حقوق هم نه دي ترلاسه کړي او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا مسئولینو تراوسه ددغو ډاکټرانو د استعفا او شکایتونو په هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي.

له ایران سره په پوله پروت هرات ولایت چې په افغانستان کې د کرونا وبا د خپرېدو اصلي مرکز بلل کیږي؛ خو د ناروغانو د شمېر له پلوه له کابل وروسته په دویم نمبر کې راځي.

هرات ولایت کې تردامهاله د کرونا وبا(کوویډ ۱۹) دوه زره، نهه سوه او یو (۲۹۰۱) مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې څخه ۵۸ تنه یې وفات شوي او ۲۸۶ تنه نور بیرته رغیدلي.