افغانستانخبرونه

بې کوره وزیرستاني د عملیاتو د ختمېدو غوښتنه کوي

نن ټکی آسیا: په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ لخوا د «ضرب عضب» په نوم د عملیاتو تر پیلیدو وروسته لکونه وزیرستاني په هجرت مجبوره شوي.
د وزیرستان قبایل وايي چې پوځي عملیات دې ژر تر ژره پای ته ورسول شي، څو دوی خپلو کورونو ته ستانه شي.

د جرمن رادیو ویچی ویلی د راپور په اساس د مهاجرینو په کمپونو کې د ماشومان، سپين ګیرو او ښځو حالت خورا خراب دی.

رادیو د مهاجرینو په کمپ کې له یو شمېر کسانو سره خبرې کړي، دوی په خپلو خبرو کې د پوځي عملیاتو څخه ناخوښي ښودلې ده.

۷۰ کلن جمال خان جرمن رادیو سره په خبرو کې ویلي، چې دی غواړي ژر بېرته خپل کور ته ستون شي. د خان په وینا په لاره کې يې ډير کړاوونه لیدلي، داسې چې د یادونې نه دي.

جمال خان زیاته کړې چې مهاجرین خوراک او درملو ته اړتیا لري، حکومت دې دغه اړتیاوې ژر تر ژره پوره کړي. د نوموړي په وینا که په وزیرستان کې حالات ښه شي، د مهاجرینو په کمپ کې یو ساعت هم نه پاتې کیږي.

جرمن رادیو ته یوې بوډۍ ښځې مینا بي بي د خپلې مجبورۍ په اړه ویلي چې ټول عمر يې چاته لاس نه دی اوږد کړی خو اوس په سخته ګرمۍ کې د موادو د ترلاسه کولو لپاره کتار کې ولاړه ده.

نوموړې وايي که په وزیرستان کې حالات سم شي، بېرته ژر ستنیږي، د هغې په وینا کمپونه د اوسېدلو نه دي.

جرمن رادیو د مهاجرینو کمشنر له قوله لیکلي چې تر دې مهاله څلور نیم لکه مهاجرین له دوی سره ثبت شوي او هغه چې تر دې مهاله نه دي ثبت شوي شمېر يې تر یو نیم لک اوړي.

خوست

د عملیاتو تر پیلیدو مخکې او وروسته لسګونه زرو وزیرستانیو د افغانستان خوست او پکتیکا ولایت ته هجرت وکړ.

د خوست ولایت رسمي سرچېنې د وزیرستاني مهاجرینو شمېر د ۶۰ – ۷۰ زرو تر منځ ښيي. خو ځايي خلک وايي چې ددوی شمېر تر دې زیات دی.

په خوست کې د مهاجرینو لپاره کمپ هم جوړ شوی، خو زیات شمېر وزیرستاني د خوستیانو سره په کورونو کې هم اوسیږي.

ولسمشر کرزي تېره ورځ د خوست پر چارواکو او نړیوالو خیریه ادارو غږ وکړ چې د وزیرستاني مهاجرینو مرستې دې وکړي.

راپورونه کاږي چې د پاکستان په پرتله وزیرستاني مهاجرین په افغانستان کې ډير خوښ دي. دوی وایي خوست کې ورسره ولس په «میړانه» مرسته کړې او ډېر قدر یې کړی دی».

وزیرستاني دې پاکستان ته ستانه شي

له یوې خوا که وزیرستاني په بنو او د پښتونخوا په نورو سیمو کې له سختو ستونزو سره مخ دي، پاکستان حکومت تر اوسه لا نه دی توانیدلی چې د مهاجرینو سم لاسنیوی وکړي خو له بلې خوا پاکستاني سیاستوالو پر هغه وزیرستانیو چې افغانستان ته یې هجرت کړی غږ کړی چې بېرته دې پاکستان ته ستانه شي.

دوی دغو مهاجرینو ته سینه ډبولې چې ددوی هر اړخیزې مرستو ته تیار دي.

مرستې د «کوتک» په بدله کې

پاکستان حکومت او نړیوالو خیریه ادارو د وزیرستاني مهاجرینو د لاسنیوي لپاره د مرستو بهیر پیل کړی خو د مهاجرینو د زیاتوالي او ګډوډۍ له امله زیات شمېر کسان له مرستو بې برخې کیږي.

د بنو په کمپ کې یو مهاجر پاکستاني رسنیو ته ویلي چې څلور ورځې پرلپسې راغلی خو هيڅ مرسته ورسره نه ده شوې، د نوموړي په وینا هره ورځ د پوځ او پولیسو له لورې د «کوتک» تر ګوزار لاندې راغلی.

نوموړی وايي چې غذايي مواد او خیمې د «کوتک» په بدل کې درکول کیږي.
حضرت ګل د وزیرستان څخه نوی مهاجر شوی، نوموړي ډیلي پاکستان سره په خبرو کې ویلي چې نه يې مرستې په کار دي، او نه یې د «حکومت خیرخواهي»، ده له حکومت او پوځه غوښتي چې عملیات ژر تر ژره پای ته ورسوي، څو دوی کورونو ته ستانه شي. نوموړی وايي چې پولیس او پوځ قصدا او «هيڅ په هيڅه» له دوی سره خورا بد سلوک کوي.

پېښور د وزیرستانیو لپاره نه دی

په پېښور کې د نن ټکی آسیا همکار وايي چې پولیسو د معاملاتو لارښودونکو ته ویلي چې هيڅ وزیرستاني ته دې کور نه ورکوي، دی وايي چې د معاملاتو لارښود نن ټکی آسیا سره په خبرو کې ویل چې وزیرستاني خورا په لوړه بیه کورونه نیسي، خو پولیس دوی نه پریږدي چې وزیرستانیو ته کورونه ورکړي.

د نوموړي به وینا پولیسو همدا راز هغو موټر چلوونکو چې د پښتونخوا او د پاکستان نورو سیمو ته سورلۍ وړي، خبرداری ورکړی چې په موټر کې وزیرستاني پرې نه ږدي.

په پېښور کې هر ځای وزیرستاني د پولیسو له لورې نیول کیږي، پوښتنې ګرویږنې ترې کیږي او د وزیرستانیو په وینا پیسې ترې اخیستل کیږي.
د سند او پنجاب حکومتونو پولیسو ته خبرداری ورکړی چې د هيڅ وزیرستاني کډه دې ایالتونو ته پرې نه ږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x