افغانستان

د کندوز امنیه قومندان او د قلعه ذال ولسوال د کرونا له امله مړه شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): امنیتي مسئولین وايي، د کندوز ولایت دوه تنه لوړ پوړي امنیتي مسئولین په کرونا وبا د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیالې مروه امیني تیره شپه په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي ؤ، چې د کندوز امنیه قومندان عبدالرشید بشیر له څه مودې راهیسې په کرونا وبا اخته او د کابل په روغتونونو کې تر درملنې لاندې ؤ.

نوموړي زیاتوي، له زیاتې درملنې وروسته قومندان بشیر چې د تنفسي ستونزو څخه سخت کړېدېده، تیر ماښام د کابل په یو روغتون کې ساه ورکړه او مړ شو.

ددې ترڅنګ یوې بلې معتبرې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د کندوز ولایت د قلعه ذال ولسوال احمد فهیم قرلق هم د کرونا وبا له امله نن د چهارشنبې په سهار ددې ولایت په سپین زر روغتون کې مړ شوی دی.

کرونا وبا چې د عامو افغانانو ترڅنګ په ولسمشرۍ ماڼۍ او دولتي چارواکو کې هم زیاته خپره شوې، تردې دمه یې د یو شمېر پخوانیو او اوسنیو لوړ پوړو دولتي چارواکو په ګډون لسګونه امنیتي مسئولین، د پولیسو او اردو قومندانان او عسکر وژلي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تیره اونۍ د امریکا ددفاع وزارت پنټاګون له قوله خبر ورکړی ؤ، چې د افغانستان نیمايي امنیتي ځواکونه په کرونا وبا اخته دي، ځکه امریکايي پوځیانو ګډ عملیات او د هغوی د روزنې ماموریت درولی دی.

که څه هم د افغانستان ددفاع وزارت مسئولینو دا خبر رد کړ؛ خو د کرونا وبا له امله د مړه کېدونکو امنیتي مسئولینو او عسکرو تازه شمېرو ته په کتو سره داسې بريښي چې دولتي چارواکي په امنیتي ادارو کې د کرونا وبا د اصلي شمېرو د پټولو په هڅو بوخت دي.

د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې دا مهال په هېواد کې د کرونا وبا ۱۶۵۰۹ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې څخه ۲۷۰ تنه وفات شوي او ۱۴۰۰ تنه نور بیا بیرته رغیدلي دي.

روغتیا وزارت دغه په ورځني ژوند کې د خلکو لخوا د روغتیايي لارښوونو نه عملي کېدو په صورت کې د ستر ناورین د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close