نن ټکی اسیا

پکتیا: د سیدکرم ولسوالۍ امنیه قومندان عملیاتو ته پر لاره ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د پکتیا امنیتي مسئولین وايي، د سیدکرم ولسوالۍ امنیه قومندان همایون همت تیره شپه د طالبانو پرضد عملیاتو پر لاره د ماین چاودنه کې وژل شوی دی.

د سیدکرم ولسوال شریف کلیوال رسنیو ته ویلي، تیره شپه ددې ولسوالۍ په چینو کلي کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه او امنیه قومندان همایون غوښتل د پولیسو د ملاتړ لپاره د جګړې ساحې ته ځان ورسوي؛ خو په لاره کې یې د سپرلۍ ټانګ د ماین د چاودنې ښکار شو.

نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې یو هاموې ټانګ ویجاړ شوی، د قومندان همایون په ګډون ۴ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.

ویل کیږي چې قومندان همایون همت همدا پرون مازدیګر د سیدکرم ولسوالۍ د امنیه قومندان په توګه په کار پیل کړی ؤ، چې تیره شپه یې په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.