نن ټکی اسیا

کندهار کې د ماین چاودنې ۱۰ ملکیان وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۱۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزي رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن د چهارشنبې په ورځ(۱۴غبرګولي) له غرمې وړاندې د ارغستان ولسوالۍ په «خوشک رود» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د ملکي وګړو یو ډاټسن موټر له ولسوالۍ څخه ښار لورته روان ؤ او د سړک غاړې ماین چاودنه ورباندې وشوه.

نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې د موټر ۱۰ تنه سپرلۍ وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي او موټر یې هم ویجاړ شوی دی.

د بارکزي په خبره په دغه پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وکړي دي، چې د ارغستان ولسوالۍ د سپینې ګاري سیمې اوسېدونکي دي.

تراوسه دا معلومه نه ده چې دا چاودنه چا او څرنګه ترسره کړې؛ خو طالبان وايي، په سویل لویدیځو ولایاتو کې د ملي امنیت اړوند سنګوري ملیشې هم وخت ناوخته د طالبانو د بدنامولو لپاره د ملکي خلکو د تګ راتګ په لارو ماینونه خښوي او چاودنې ورکوي.