دیني، سیرت او تاریخ

صلوة تسبیح (د تسبیح لمونځ)، مشروعیت، کیفیت او اړوندمسایل یې

مفتي فضل هادي سالک

له شک پرته د صلاة تسبیح (تسبیح دلمانځه) کیفیت او ترسره کولو طریقه یا نور اړوند کوایف  د نورو لمونځونو څخه خلاف دي او په صلوة تسبیح کې هغه تسبیحات او اذکار متکرر او متعدد لوستل کیږي، چې په نورو عامو لمونځونو کې نه لوستل کیږي، نو په همدې توپیر د تسبیح لمونځ له نورو لمونځونو څخه چورلټ متفاوت او متمایز دی او د کولو کیفیت یې هم د نورو لمونځونو  څخه بیل دی، بل فرق یې له نورو لمونځونو سره دا هم دی، چې هغه هره ورځ په ټاکلې وخت کې ادا کیږي، خو برعکس صلاة تسبیح که هره ورځ، اوونۍ، میاشت،کال کې ونشي نو په ټول عمر کې که یوځل  ادا شي، نو هم جواز لري او کوونکې ته یې ثواب ورکولکیږي!

لکه څنګه چې مو په عنوان کې ولیکل، غواړو چې په دې لیکنه د صلاة تسبیح په باب هغه پوښتنې ځواب او هغه برخې تر څیړنې لاندې ونیسو، چې هر څوک ورته اړتیا لري، دلچسپي او علاقه ورسره لري او هم ورته لیوالتیا لري!

د صلوة تسبیح مشروعیت:

دا هغه موضوع ده، چې د اسلامي امت محدثین او فقهاء یې په باب ویشلې نظریات لري، د دوئ د ګڼو اقوالو او د صلاة تسبیح په هکله  د وارد شوی حدیث د صحت او ضعف د مرتبې او منزلت د تعیین په باب یې همدا علماء او محدثین مختلف اندونه او تفکیکي څیړنې کوي، څوک یې مجوز (مشروعیت بخښونکی) حدیث د (حسن) درجه کې او څوک یې د ضعف په مرتبه کې نیسي، خو هغه چې جمهور محدثین د صلاة تسبیح د دې حدیث د قوت په باب کوم ډول مثبت نظر لري، بعضي یې نه ذکر کوي، چې موږ به  دلته د انصاف او عدالت پلې کړو، لومړی د موضوع په اړه وارد شوی حدیث رانقل کړو،  بیا به یې د ژباړې تلخیص او ورپسې به د حدیث قوت، تحسین او د تصحیح په باب د جمهورو محدثینو نظر رانقل کړو!

د صلاة تسبیح د مشروعیت په باب د وارد شوي حدیث سند او متن په دې ډول دی:

عن عكرمة، عن ابن عباس أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال للعباس

بن عبد المطلب: “يا عباس يا عماه ألا أعطيك ألا أمنحك ألا أحبوك

ألا أفعل بك عشر خصال إذا أنت فعلت ذلك غفر الله لك ذنبك أوله

وآخره قديمه وحديثه خطأه وعمده صغيره وكبيره سره وعلانيته،  عشر

خصال : أن تصلى أربع ركعات تقرأ في كل ركعة فاتحة الكتاب وسورة،

فإذا فرغت من القراءة في أول ركعة وأنت قائم قلت: سبحان الله

والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر، خمس عشرة مرة، ثم تركع

فتقولها وأنت راكع عشرا، ثم ترفع رأسك من الركوع فتقولها عشرا،

ثم تهوي ساجدا فتقولها وأنت ساجد عشرا، ثم ترفع رأسك من السجود

فتقولها عشرا، ثم تسجد فتقولها عشرا، ثم ترفع رأسك فتقولها عشرا، فذلك خمس وسبعون في كل ركعة، تفعل ذلك في أربع ركعات،  إن

استطعت أن تصليها في كل يوم مرة فافعل، فإن لم تفعل ففى كل جمعة

مرة، فإن لم تفعل ففى كل شهر مرة، فإن لم تفعل ففى كل سنة مرة،

فإن لم تفعل ففى عمرك مرة “

(أخرجه أبو داود (1297). و((ابن ماجة)) (1387) , وابن خزيمة 1216.)

ژباړه : عکرمه روایت کوي  چې ابن عباس رضی الله عنه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عباس بن عبدالمطلب رضی الله عنه ته وفرمایل : چې یاعباسه رض !  یا کاکا !

آیا زه تاته عطیه درنه کړم؟ آیاتا ته ستره ډالۍ درنکړم؟آیا داسې لس خصلتونه (د لسو یادو شویو ګناهونو د بخښلو/ یا مذکور تسبیحات، تهلیلات او تکبیرات) درباندې پلي نکړم، یا درته ونه ښایم چې ته یې کله پلي کړي، الله تعالی به ستا لومړي ګناهونه او وروستی ګناهونه، پخواني او اوسني ګناهونه، په تیروتنه اوقصدي توګه ترسره شوې ګناهونه،  واړه او غټ ګناهونه او پټ او ښکاره ګناهونه درته معاف کړي،څلور رکعته لمونځ به وکړي،په هررکعت کې به سورت فاتحه او یوسورت ورسره ولولي،کله چې لومړې رکعت کې له قرآئت څخه فارغ شوې، پداسې حال کې چې ته ولاړ یې، نودا کلمات به (۱۵)ځلې ووایې (سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر)، بیا به رکوع وکړې اودرکوع په حالت کې به یې (۱۰)ځلې ولولې،بیابه له رکوع نه سر پورته کړي او قومه کې به یې (۱۰)ځلې ولولې، بیا به سجدې ته ښکته شي او سجده کې به یې (۱۰)ځلې ولولې، بیابه له سجدې نه سر راپورته کې کړې او(بین السجدتین جلسه)کې به یې (۱۰) ځلې ولولې، بیابه سجده وکړې او سجده کې به یې (۱۰)ځلې  ولولې او بیا به له سجدې نه سررا جګ کړی او (۱۰)ځلې به داتسبیحات له قیام څخه دمخه  ولولې !

چې سره په هررکعت کې به (۷۵) ځلې پوره شول، پدې ډول به یې څلوروواړو رکعتوکې ولولې، که دې وسه کیدله چې هره ورځ یې یو ځل وکړای شي نوویې کړه، که دې نشوکولای (هره ورځ)نوهره اوونۍ یا جمعه یې وکړه، که دې داسې هم نشوکولای، نو هره میاشت یې یوځلې وکړه، که دې داسې هم نشوکولای، نوپه کال کې یې یوځلې وکړه، که دې کال کې هم نشوکولای، نوټول عمر کې یې یوځلې وکړه !

داد سنن ابي داود روایت وو،چې له یوې خوا پکې دصلوة تسبیح مشروعیت ثابت شو او دبلې پکې ددې ځانګړې لمانځه کیفیت څرګند شو، همداسې داحادیثو نورو کتابونوکې هم د صلوة تسبیح دمشروعیت او فضیلت روایتونه شته، چې البته دکیفیت او نوعیت په جهت کې یې یوڅه تفاوت څرګند دی، لکه دجامع صحیح الترمذي روایت کې چې دعبدالله ابن مبارک رحمه الله  څخه رانقل کړی اوهغه کې وایي چې صلاة تسبیح کې فضیلت دی اوطریقه یې داده چې له (الله اکبر) څخه وروسته به (سبحانک اللهم وبحمدک وتبارک اسمک وتعالی جدک ولا اله غیرک )ووایې بیا به تعوذ او بیا به بسم الله الرحمن الرحیم ووایې اوددې څخه وروسته به  دا (سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر) مذکور تسبیحات (۱۵)ځلې وایې، چې کله له سورت فاتحې او سورت له قرائت څخه فارغ شوي، نو بیا به دامذکور تسبیحات (۱۰)ځلې ووایې .

نورپه شميراوتسبيحاتو کې یې كوم فرق نشته ,يوازې دومره وشول، چې دلومړې رکعت وروستې لس  تسبیحات ټول ددې رکعت په دویمه سجده کې خلاص شول او (جلسة الاستراحة )ته پکې پاتې نشول، چې عام احناف فقهاء همداطریقه باندې صلاة تسبیح کوي، لکه دترمذي پدې روایت کې چې همدا مفهوم داسې رانغښتل شوی :

وقد رأى بن المبارك وغير واحد من أهل العلم صلاة التسبيح وذكروا الفضل فيه حدثنا أحمد بن عبدة حدثنا أبو وهب قال سألت عبد الله بن المبارك عن الصلاة التي يسبح فيها فقال يكبر ثم يقول سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك ولا إله غيرك ثم يقول خمس عشرة مرة سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر ثم يتعوذ ويقرأ بسم الله الرحمن الرحيم وفاتحة الكتاب وسورة ثم يقول عشر مرات سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر ثم يركع فيقولها عشرا…… (الجامع الصحيح الترمذي ج2ص97)

دحافظ ابن تیمیه رح، المزي رح، العقیلي رح  اوحافظ  ابن العربي رح غوندې محدثین دصلاة تسبیح  د حدیث په اړه دضعف نقد کوي اووایې چې داحدیث ثابت ندی، تردې چې  حافظ ابن قیم الجوزی رح خوبیخي دصلاة تسبیح حدیث په موضوعاتو کې شامل کړی، خوبل طرف ته نامتومحدثین او فقهاء دصلاة تسبیح دلمانځه داستحباب او مشروعیت په اړه کلک ولاړدي او ددې لمانځه استحباب باندې دلایل راوړې، چې په لاندې ډول دي :په ا(لطحطاوي علی المراقی )کې لیکي چې :(المنذري) وایې چې دصلاة تسبیح حدیث ترمذي او ابن ماجه درسول الله صلی الله علیه وسلم دمولی (ابی رافع) له حدیث څخه تخریج کړی او ترمذی ورته غریب حدیث وایې، د(مشکاة المصابیح )په شرح کې لیکي چې (حافظ ابن حجر رح )وایې چې دصلاة تسبیح دحدیث په تصحیح کې اختلاف دی، مګر (ابن خزیمه او حاکم (چې دوئ اصحاب الجرح والتعدیل هم دي)دصلاة تسبیح حدیث صحیح کړی دی، اویو شمیر محدثینودا صحیح دحسن په مرتبه کې نیولی دی،  بیا حافظ ابن حجر رح وایې چې :ابن قیم الجوزی ډیر بد کړي، چې دصلاة تسبیح داحدیث یې په موضوعاتوکې نیولی او عبدالله ابن مبارک رح وایې چې له صلاة تسبیح سره رغبت اومینه شوي او عادت ګرځول یې هر وخت مستحب دي  اوخلک دې ترې غفلت نه کوي!

چې همداتشریح دلاندې متن څخه کټ مټ اخستل شوي ده، لکه چې علامه طحطاوي رح داسې وایې :

قال المنذري وقد أخرج حديث صلاة التسبيح الترمذي وابن ماجه من حديث أبي رافع مولى رسول الله صلى الله عليه وسلم وقال الترمذي هذا حديث غريب من حديث أبي رافع وفي شرح المشكاة قال ابن حجر اختلف في تصحيح هذا الحديث فصححه ابن خزيمة والحاكم وحسنه جماعة اه وقال هذا حديث حسن وقد أساء ابن الجوزي بذكره في الموضوعات اه وقال عبدالله بن المبارك صلاة التسبيح مرغب فيها يستحب أن يعتادها كل حين ولا يتغافل عنها…

(حاشیة الطحطاوی علی مراقی الفلاح ج۱ص۲۴۴)

همداسې امام نووي رح وایې چې حافظ ابی الحسن الدارقطني رح وایې: چې د سورتونو په فضایلو کې  اصح الشئ هغه دسورت اخلاص فضیلت او دلمونځونو په فضیلت کې اصح الشئ هغه دصلاة التسبیح فضیلت دی، امام نووی رح بیا وایې چې دشوافعودمذهب یو جماعت علماء لکه (ابومحمد البغوی اوابوالمحاسن الرویاني )دصلاة تسبیح لمونځ ته مستحب وایې، بیا وایې دابن مبارک رح غوندې (الرویاني رح )هم صلاة تسبیح عادت ګرځول مستحب بولې، لکه چې امام نووي رح په  (الاذکار النوویة ) کې داسې  عبارت راوړې  :قال الروياني في كتابه ” البحر ” في آخر ” كتاب الجنائز ” منه : إعلم أن صلاة التسبيح مرغب فيها،  يستحب أن يعتادها في كل حين،  ولا يتغافل عنها،  قال : هكذا قال عبد الله بن المبارك وجماعة من العلماء .

(الاذ کار النوویة لمحی الدین النووي ج۱ص۴۰۱).

پدې توګه د(مشکاة المصابیح )په شرحې (المرقات) کې ملاعلي قاري رح لیکي چې :دصلاة تسبیح په باب کې دابن عباس رض، عبدالله بن عمرو،،فضل بن عباس رح، څخه روایت رانقل شوی، همداسې ابن المبارک رح اونورو اهل علمو دصلاة تسبیح په باب روایات راوړې او ددې فضیلت یې بیان کړی، همداسې دا (میرک)  رانقل کړي دي، او ابن حجر رح  نه هم رانقل شوي، اونورهغه څوک چې روایت ترې ددې صلاة تسبیح شوی، هغه طبراني په المعجم کې اوخطیب البغداي، الاجري، ابوسعید السمعاني اوابوموسی المدیني دي، متقدمینو او متاخرینو ددې حدیث په صحت کې اختلاف کړی، خو(ابن خزیمه او الحا کم) تصحیح کړی او یود محدثینو یو جماعت یا ډلې دا حدیث حسن ګرځولی او(حافظ ابن حجرالعسقلاني) وایې چې دا (حدیث حسن) دی اوابن جوزي بد کړي، چې دا حدیث یې موضوعاتو کې نیولی او (دارقطني) وایې : چې دسورتونوفضیلت کې اصح الشئ دسورت اخلاص فضیلت دی او دلمونځونوفضیلت کې اصح الشئ یاهغه چې فضیلت یې بالکل ثابت دی، هغه دصلاة تسبیح لمونځ دی ..د(المرقات ) دعبارت یوه کوچنۍ برخه  دلته جنسا دتحقق لپاره لاندې لیکو  :

وروى الترمذي عن أبي رافع نحوه ……. وفي الباب عن ابن عباس وعبد الله بن عمر والفضل بن عباس وروى ابن المبارك وغير واحد من أهل العلم صلاة التسبيح وذكروا الفضل فيها نقله ميرك وقال ابن حجر وممن رواه أيضا الطبراني في معجمه والخطيب والآجري وأبو سعيد السمعاني وأبو موسى المديني واختلف المتقدمون والمتأخرون في تصحيح هذا الحديث وصحح ابن خزيمة والحاكم وحسنه جماعة اه وقال العسقلاني هذا حديث حسن وقد أساء ابن الجوزي بذكره في الموضوعات وقال الدارقطني أصح شيء ورد في فضائل السور فضل قل هو الله أحد وأصح شيء ورد في فضائل الصلوات فضل صلاة التسبيح وقال عبد الله بن المبارك صلاة التسبيح مرغب فيها يستحب أن يعتادها في كل حين ولا يتغافل عنها ….

(مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح ج۴ص۴۸۷)

دجامع ترمذي په شرحې (التحفة الاحوذي )کې المبارکفوري رح لیکي چې :

حافظ المنذري رح فرمایي چې :داحادیثو جمهور راویان پدې آند دي : چې دصلاة تسبیح په اړه په مذکوره صفت سره دابن عباس رضی الله او دابي رافع رض روایت درست دی او عمل پرې ترنورو غوره غوره  دی، داځکه چې ددې پرته دبل روایت رفع نه صحیح کیږي .

د(التحفة الاحوذي عبارت داسې دی : قال الحافظ المنذري: جمهور الرواة على الصفة المذكورة في حديث ابن عباس وأبي رافع، والعمل بها أولى أولى إذا لا يصح رفع غيرها انتهى كلام المنذري.

په التحفة الاحوذي شرح الترمذي کې ورپسي لیکی چې :زما په نظر څرګنده خبره داده، چې دصلاة تسبیح حدیث به له منزلته اومرتبې  څخه نه غورځیږی اودابن عباس رض حدیث دحسن حدیث شرط ته نږدي دی، هوداچې دې حد یث کې شذوذیت فردي دی اوشاهد اومتابع نه لري، نو په (امالی الاذکاراو الخصال المفکرة )کې یې جواب شته دی، اوداچې دصلاة تسبیح هیآت له نورولمونځونو څخه خلاف دی، نوداخو دحدیث دثبوت څخه وروسته دحدیث دلیل نشی کیدای اونه یې داوجه دضعف ده .

مبارکپوري رح بیا خپله شرحه کې ورپسی لیکي چې :بعضي احناف علماء په (کتابة الاثار المرفوعة) کې لیکي چې زمونږزیات حنفيه اصحاب اوډیرصوفیه مشایخ دصلاة تسبیح هغه کیفیت رانقلوي چې ترمذي او حاکم دعبدالله بن مبارک رح څخه هسي رانقل کړی، چې هغې کې( جلسة الاستراحة) نشته، اوهغه په هغوتسبیحاتو مشتمل دی، چې له قرائت څخه مخکې او وروسته وي، داځکه چې احناف جلسة الاستراحة باندې په نورو رواتبو لمونځونوکې ندې قانع اوشوافعو او محدثینو زیاترو یې دتسبیح هغه کیفیت  غوره کړي، چې هغه په جلسة الاستراحة باندې مشتمل دی، نودده له نظره که حنفي وي او که شافعي وي همداکیفیت باندې دې صلاة تسبیح وکړي، چې کوم کې جلسة الاستراحة ده، داځکه چې ددې کیفیت ثبوت ترنورو اصح دی .

امام سیوطي په (اللالي ) کې وایې چې (المنذري )وایي ددې(صلاة تسبیح ) د حدیث رجال ثقات دي !

په (مرقات المفاتیح )کې ملا علی قاری رح وایې چې متعبد (عبادت کوونکی )ته ښایې چې کله دابن عباس رض په حدیث عمل وکړي او کله دعبدالله بن مبارک رح په حدیث باندې عمل وکړي، اوبل داچې له غرمې نه پس دماسپخین له لمانځه نه مخکې صلاة تسبیح وکړي، کله پکې سورت زلزال، العادیات، الفتح او اخلاص سورتونه ووایې اوکله پکې الهکم التکاثر،العصر،الکافرون اوالاخلاص سورتونه ووایې بیا ورپسی ملا علي قاري رح وایې چې داټول چې مې ذکر کړل، پدې ټولو کې سنت اوروایات راغلې دي .

(تحفة الاحوذي شرح جامع الترمذی ج۴ص۵۷)

دترمذي په  شرحه (التحفة الاحوذي للمبارکفوري)  کې لیکي چې :حافظ ابن حجر په (نتایج الافکار)کې لیکي چې دصلاة تسبیح حدیث دعبدالله ابن عباس رض، دده دورورفضل بن عباس رض،پخپله دعباس رض، عبدالله بن عمرو رض، علی بن ابی طالب رض، دده ورور جعفر بن ابی طالب رض، دده دزوی عبدالله بن جعفر، ام سلمة رض، انصاري اونورو په حدیث سره رانقل شوی دی اوبیا وایې چا ویلې دي  چې دجابربن عبدالله رض په حدیث هم رانقل شوی دی، چې بیا حافظ ابن حجر رح ددې صحابه وو تخریج هم ورسره ذکر کړی دی .

په (العرف الشذي) کې بیا ورپسي لیکي چې :حافظ المنذري رح په (الترغیب )کې له هغې نه ورووسته چې دصلاة تسبیح حدیث یې دعکرمه په روایت له ابن عباس رض نه نقل کړی وایې چې: داحدیث له ډیرو طریقو نه او دصحابه وو رض له یوې ډلې نه رانقل شوی، چې ترټولوښه  مثال یې دعکرمه داحدیث دی، اوددوئ یوې  لویې ډلې یا جماعت داحدیث تصحیح کړی، چې بعضي ددوئ څخه  یې : الحافظ أبو بكر الاَجري ,زمونز شيخ أبو محمد عبد الرحيم المصري اوزمونزشيخ الحافظ أبو الحسن المقدسي دي، ابوبکر بن ابي داود نه مې اوریدلې چې ویل به چې زما پلار به ویل چې :دصلاة تسبیح په باره کې ددې څخه بل صحیح حدیث نشته او مسلم بن حجاج رحمه الله  به فرمایل : چې دعکرمه له ابن عباس رض څخه ددې (صلاة تسبیح ) له حدیث څخه دسند له حیثه بل ښه بل احسن (ډیرښه )حدیث بل نشته، (تردې ځایه داحافظ المنذري رح کلام وو).

حافظ بن حجر رح په (التلخیص )کې وایې چې :الدارقطني وایې چې په سورتونو کې ترټولواصح شئ(یعنې هغه چې په فضایلوکې یې قوي روایت راغلی )هغه سورت اخلاص دی او اصح الشئ دلمانځه په فضیلت کې (یعنې هغه چې فضیلت یې په غښتلې روایت او دلیل ثابت دی) صلاة تسبیح دی .

المباکفوري  رح دترمذي په شرحه کې کاږي :چې (ابوموسی المدینی رح)  ددې حدیث په تصحیح کې یوتصنیف هم کړی، بیا وایې چې که څه هم دابن عباس رض حدیث دحسن حدیث دمرتبې شروط پوره کوي،  (والحق أن طرقه كلها ضعيفة وإن كان حديث ابن عباس يقرب من شرط الحسن إلا أنه شاذ لشدة الفردية فيه وعدم المتابع والشاهد من وجه معتبر.

همداسې یې العقیلي،ابوبکر ابن العربي وایې :چې دې کې کوم صحیح حدیث نشته،ابن تیمیه، ابن القیوم الجوزي، المزي وغیره یې ضععیف بولي،  صاحب دالتحفة الاحوذي لیکي چې :دحافظ ابن حجر په کلام کې اختلاف دی، په (التلخیص) کې یې دصلاة تسبیح حدیث تضعیف کړی، خو بیا یې په (الخصال المفکرة للذنوب المقدمة والموخرة)کې یې دصلاة تسبیح حدیث تحسین کړی او ددې حدیث توصیف اوصفت یې کړی، ابن حجررح دې کتاب کې لیکي :چې دصلاة تسبیح دحدیث داسناد رجال صحیح دي، باک پکې نشته، حافظ ابن حجر رح دصلاة تسبیح دحدیث په هکله دهغو محدثینواقوال رانقل کړي، چې دصلاة تسبیح دحدیث توثیق کوي او دحسن او صحیح حدیث درجې ته یې رسوي او هم دهغومحدثینوڅخه ځواب کوي، چې څوک دصلاة دحدیث په باب دتضعیف نقد کوي، چې د(التحفة الاحوذي )اړوند عبارت ټول ستاسو مخکې دزیات استناد په موخه ږدم : ….. ومال إلى تحسينه في الخصال المفكرة للذنوب المقدمة والمؤخرة.

205 فقال رجال إسناده لا بأس بهم، عكرمة أحتج به البخاري والحكم صدوق وموسى ابن عبد العزيز قال فيه ابن معين لا أرى به بأساً. وقال النسائي نحو ذلك. قال ابن المديني: فهذا الإسناد من شرط الحسن فإن له شواهد تقويه.

206 وقد أساء ابن الجوزي بذكره في الموضوعات وقوله إن موسى مجهول لم يصب فيه لأن من يوثقه ابن معين والنسائي فلا يضره أن يجهل حاله من جاء بعدهما وشاهده ما رواه الدارقطني من حديث العباس والترمذي وابن ماجه من حديث أبي رافع ورواه أبو داود من حديث ابن عمرو بأسناد لا بأس به. ورواه الحاكم من طريق ابن عمرو وله طرق أخرى انتهى. وكذا مال إلى تحسينه في أمالي الأذكار.

مبارکفوري رح بیا ورپسي لیکي چې :عبدالله بن مبارک رح اونوروډیرو علماوو دصلاة تسبیح دحدیث روایت کړی دی او هم یې ددې حدیث فضیلت ذکر کړی دی، همداسې (المنذری ) په (الترغیب )کې داب(دابی  رافع رض)دصلاة تسبیح دحدیث له راوړلو څخه وروسته ویلې چې :ددې حدیث روایت ابن ماجه، ترمذي، دارقطني او البیهقي کړی دی،عبدالله  بن مبارک به هم صلاة تسبیح کول او نیکانوخلکو به یودبل څخه متدولا راخستل او نقلول، چې پخپله دې کار سره دصلاة تسبیح دمرفوع حدیث تقویت دی، دشرحې کټ مټ الفاظ داسې دي :

قوله: (وقد روى ابن المبارك وغير واحد من أهل العلم صلاة التسبيح وذكروا الفضل فيه) قال المنذري في الترغيب بعد ذكر حديث أبي رافع المذكور: رواه ابن ماجه والترمذي والدارقطني والبيهقي.

208 وقال: كان عبد الله بن المبارك يفعلها وتداولها الصالحون بعضهم من بعض وفيه تقوية للحديث المرفوع انتهى.

(تحفة الاحوذی شرح جامع الترمذی ج۴ص۵۵)

حضرت مولینا شاه انور شاه کشمیري  رح دترمذي په خپله شرحه نایابه شرحه (العرف الشذي للکشمیري )کې کاږي :چې دصلاة تسبیح حدیث مختلف فیه دی، چاورته ضعیف ویلی او چا دحسن درجه کې نیولی، خوداچې داحدیث دحسن مرتبه کې شي، دا دجمهورو محدثینومختار او غوره شوی قول دی، له هغې نه وروسته چې الجوزي د(کتاب الموضوعات ) په کتار کې شامل کړ،نوحافظ ابن حجر رج پرې نیوکه وکړه او په (کتاب الاذکارللنووي) کې یې په خپل (امالي ) کې وویل: چې ابن جوزي بد وکړل، چې داحدیث یې په موضوعاتو کې وشمیره !

بیا وروسته لیکي چې :دصلاة تسبیح دوه کیفیته یا صفته دي :یوهغه دی چې په مرفوع سند سره روایت شوی او بل هغه دی چې عبدالله بن مبارک رح خپل کړی، په لومړي کیفیت کې یې (جلسة الاستراحة )ده او دویمه کې نشته، چې صاحب د(القنیة)په نظر غوره طریقه یې دعبدالله بن مبارک رح هغه ده .

خوشاه انور شاه کشمیري رح وایې چې :زه داسې وایم چې ددې صلاة تسبیح د لمانځه شان دنورو لمونځونوڅخه بدل دی، نولومړۍ طریقه یاکیفیت یې دکولولپاره غوره دی !

(العرف الشذی للکشمیری ج۲ص۳۸)

.نامتومحقق علامه ابن عابدین شامي رح په خپله حاشیه (ردالمحتار )کې لیکي چې :صلاة تسبیح څلور رکعته دي، له مکروهه وختونو څخه په غیر یې چې هر وخت  کوي کولای یې شي، په هره ورځ او شپه کې یې به یې یو ځل کوي،کنه په هره اوونۍ،میاشت، کال او عمر  کې یې یوځل وکړه !بیا ورپسی لیکي چې :وارد شوی حدیث پکې دکثرت دطرقو له وجه څخه حسن دی،  څوک یې چې موضوعي ګڼي هغه محض وهم کوي،  پدې کې لایتناهي ثواب دی، لدې امله بعضې محققینو ویلې چې ددې سربیره  چې څوک یې دستر فضیلت نه هم خبرشي او بیا یې هم پریږدي، نوبویه چې دابه په دین کې سست (متهاون فی الدین)سړی وي، بیا کاږي چې څوک یې په باب ددې وجه نه (صلاة تسبیح حدیث )مجروحوي او استحباب یا ندب باندې یې طعن  کوي، چې ددې لمانځه طریقه او نظم دنورولمونځونوڅخه خلاف دی، نوداهلته شونې ده، چې ددې (صلاة تسبیح )دحدیث ضعف په ګوته شي خوچې دحسن درجې ته یې وارد شوې، حدیث ارتقاء وکړه نوبیا یې ندب ثابت شو!

(حاشیة رد المحتار ج۲ص۲۱)

همداسې دصلاة تسبیح دحدیث تحسین او تصحیح په باب د(المصنف الصنعاني )لاندې حوالې اضافه مزیت بخښي : قال ابن حجر

في نتائج الافكار،  أخرجه عبد الرزاق وسعيد بن منصور في سننه

والخطيب في كتاب صلاة التسبيح،  قلت وأخرجه ” ت ” من حديث أبى

رافع 1 : 349 . و ” د ” من حديث ابن عباس . وقد صحح حديث صلاة

التسبيح أو حسنه كثير من المحدثين منهم ” ت ” وابن منده والحاكم

والمنذري وابن الصلاح وراجع الاثار المرفوعة للشيخ عبد الحي

اللكنوى 354 . (3) كذا في ز . (4) أخرجه ” خ ” من طريق هشام عن

يحيى بن أبى كثير ” الفتح 2 : 21 ” . وأما طريق معمر عن يحيى

فعند أحمد كما في الفتح . (5) أخرجه أحمد والخمسة . (6) كذا في ز

وهو الصواب،  وفى ” عمرو بن يزيد

(المصنف الصنعانی ج۷ص۲۴۲۹

———————————

پرتلیزه ځېرنه  او  پایله :

دصلاة تسبیح په باب دپورته څیړنې او تحقیق څخه لاندې نتیجه اخلو:

دصلاة تسبیح لمونځ دسنن ابې داود،جامع صحیح ترمذي، سنن ابن ماجه، سنن بیهقي، دارقطني او داحادیثو د نورو کتابونوپه متونوکې رانقل شوی، دضعف او قوت په اړه یې محدثین دوه ډوله نظریات لري، ځینې محدثین یې دتضعیف په آند دي او ځینې نور محدثین بیا ددې حدیث په تقویت استدلال کوي، دنورو جهتونو او طرقو څخه یې دحسن اویا صحیح مترتبې ته پورته کوي، هغه څوک چې دصلاة تسبیح دحدیث دتصحیح او تحسین علمبرداران دي، د(حاکم، حافظ المنذري، ابن الصلاح،ابن المنذر،دحافظ ابن حجر رح دویم ترجیحي  قول، ملاعلي قاري اوپه سرکې یې مشهور تابعي عبدالله ابن مبارک رح اونور محدثین او محققین علماء دي، چې دوئ دترمذي شارح (شاه انور شاه کشمیري رح )ترې تعبیر په (جمهورو محدثینو)سره کړی دی، یعنې هغه محدثین او علماءچې دصلاة تسبیح دحدیث په تصحیح او تحسین باندې یې نظریات او اقوال راڅرخي، ترهغو نورومحدثینو زیات  او مشاهیر دي، چې ددې حدیث دتضعیف په آند دي او هم یې علمي تبحر، محد ثانه نبوغ، په احادیثوکې عظمت  شان او دفقیهانه تشخص مینارونه هسک څلې دي، نوپدې اساس وییلای شو، چې دصلاة تسبیح حدیث چې د(ابن عباس رض) او یا هم د(ابورافع رض) په روایت رانقل شوی، دحسن او یا صحیح په درجه کې دی اودتسبیح دلمانځه مشروعیت پرې جوت دی !

د صلاة  تسبیح  حکم  او  کیفیت:

لکه څنګه دبرصغیرنوموتي  محدث او فقیه مولینا شاه انورشاه کشمیري رح په (العرف الشذي شرح جامع الترمذی ) کې وویل چې جمهور محدثین پدې نظر دي، چې دصلاة تسبیح حدیث حسن دی او دتضعیف په کتار کې ندی شامل، نودادی اوس به یې شرعي حکم او د ادا کولوکیفیت باندې رڼا واچوو:

دصلاة تسبیح حکم استحباب دی اودا لمونځ کول هروخت مستحب دی،که هره ورځ اوکه شپه وي، هره اوونۍ، هره میاشت او که هرکال یې څوک وکړې دسمندر یا بحرد ځګ  په اندازه دګناهونودعفوې ژمنه پکې شوې،کما رَوَاهُ أَبُو دَاوُد وَابْنُ مَاجَهْ وَالطَّبَرَانِيُّ وَقَالَ فِي آخِرِهِ { فَلَوْ كَانَتْ ذُنُوبُك مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ أَوْ رَمْلِ عَالِجٍ غَفَرَ اللَّهُ لَك } …کنه په ټول عمر کې کول خویې ضرور دي اوسستي پکې نده پکار!

لکه همدا مفهوم په (فقه العبادات –حنفی  ج۱ص۱۰۷)کې داسې رانقل شوي چې : تستحب صلاة التسبيح في كل وقت لا كراهة فيه أو في كل يوم أو ليلة مرة …..

دصلاة تسبیح دکولوطریقې یې احادیثو کې دوه ګونې رانقل شوې، چې یوه هغه ده چې سنن ابوداود دعروه اوابن عباس رضی الله عنه په روایت رانقل کړې، چې محدثین او شوافع علماء یې غوره بولې، چې له قرائت وروسته پکې تسبیحات ویل کیږي او جلسه استراحت هم پکې راغلې، لکه مخکې چې تیرشول،اودویمه طریقه یې هغه ده، چې جامع ترمذي  دعبدالله بن مبارک رحمه الله په روایت رانقل کړي، هغه چې له قرائت څخه مخکې او وروسته پکې نوموړې ځانګړې تسبیحات لوستل کیږي اواحناف فقهاء همدا طریقه  غوره بولې اوجلسة الاستراحة (هغه چې احناف علماء ورته مکروه وایې) هم پکې نه راځي !

لکه مخکې موچې وویل دواړه طریقې یې صحیح دي اولمونځ پرې جایز دی، مولینا عبدالحي لکنوي رح اوشاه انور شاه کشمیري رح غوندې  حنفي متبحر  فقهاء او محدثین پدې  آند دي، چې دصلاة تسبیح دلمانځه شان دنوروهغو لمونځونوغوندې نه دی، نوباید چې دابن عباس رضی الله عنه دحدیث مطابق ادا شي او دملا علي قاری رح غوندې په احادیثو اوفقه کې دنبوغ څښتن بیا پدې نظر دی، چې کله دترمذي اوکله  دابوداود په روایتونویې کول پکاردي،  یعنې په دواړو یې کول ښه  دي، البته عام احناف بیا دترمذي دعبدالله بن مبارک رح دحدیث مطابق صلاة تسبیح غوره بولې، چې جلسه استراحت هم پکې نه راځي والله اعلم!

دسنن ابوداود  روایت داسې دی چې : څلور رکعته لمونځ به وکړي،په هررکعت کې به سورت فاتحه او یوسورت ورسره ولولي،کله چې لومړې رکعت کې له قرآئت څخه فارغ شوی پداسې حال کې چې ته ولاړ یې نودا کلمات به (۱۵)ځلې ووایې (سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر)، بیا به رکوع وکړې، نودرکوع په حالت کې به یې (۱۰)ځلې ولولې،بیابه له رکوع نه سر پورته کړي او قومه کې به یې (۱۰)ځلې ولولې، بیا به سجدې ته ښکته شي او سجده کې به یې (۱۰)ځلې ولولې، بیابه له سجدې نه سر راپورته کې کړې او(بین السجدتین جلسه)کې به یې (۱۰) ځلې ولولې، بیابه سجده وکړې او (۱۰)ځلې به یې ولولې او بیا به له سجدې نه سررا جګ کړی او (۱۰)ځلې به یې ولولې !چې داپه هررکعت کې (۷۵) ځلې شول، پدې ډول به یې څلوروواړو رکعتوکې ولولې، که دې وسه کیدله، چې هره ورځ یې یو ځل وکړای شي نوویې کړه !که دې نشوکولای (هره ورځ)نوهره اوونۍ یا جمعه یې وکړه، که دې داسې هم نشوکولای نو هره میاشت یې یوځلې وکړه، که دې داسې هم نشوکولای نوپه کال کې یې یوځلې وکړه، که دې کال کې هم نشوکولای نوټول عمر کې یې یوځلې وکړه !

دجامع صحیح ترمذي روایت کې چې دعبدالله ابن مبارک رحمه الله  څخه رانقل کړی د صلاة تسبیح  طریقه یې داسې نقل کړې :

چې له الله اکبر(تکبیر تحریمه ) څخه وروسته به (سبحانک اللهم وبحمدک وتبارک اسمک وتعالی جدک ولا اله غیرک )ووایې بیا به تعوذ او بیا به بسم الله الرحمن الرحیم ووایې اوددې څخه وروسته به وروسته به دا (سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر) مذکور تسبیحات (۱۵)ځلې وایې، چې کله له سورت فاتحې او سورت له قرائت څخه فارغ شوي نو بیا به دامذکور تسبیحات (۱۰)ځلې ووایې .

نورپه شميراوتسبيحاتو کې یې كوم فرق نشته يوازې دومره وشول چې دلومړې رکعت وروستې  تسبیحات ټول ددې رکعت په دویمه سجده کې خلاص شول او جلسة الاستراحة ته پکې پاتې نشول، چې عام احناف فقهاء همداطریقه باندې صلاة تسبیح کوي، لکه دجامع ترمذي پدې روایت کې چې همدا مفهوم داسې رانغښتل شوی :

….حدثنا أبو وهب قال سألت عبد الله بن المبارك عن الصلاة التي يسبح فيها فقال يكبر ثم يقول سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك ولا إله غيرك ثم يقول خمس عشرة مرة سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر ثم يتعوذ ويقرأ بسم الله الرحمن الرحيم وفاتحة الكتاب وسورة ثم يقول عشر مرات سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر ثم يركع فيقولها عشرا……

(الجامع الصحيح الترمذي ج2ص97)

لکه څنګه چې دمولینا عبدالحي لکنوي رح له هغه قول څخه چې صاحب دالعرف الشذي المبارکفوري رانقل کړی، معلومیږي چې احناف فقهاء اوصوفیان دعبدالله بن مبارک په روایت صلاة تسبیح کول غوره بولې اوشوافع یې دابن عباس رض په روایت غوره بولې، نوغوره داده چې د(مشکاة المصابیح )دشارح او داسلامي نړۍ دوتلې محدث او فقیه (ملاعلي قاري رحمه الله ) هغه تطبیقي قول  له پامه ونه غورځول شي چې هغه پکې په دواړو روایتونو عمل په مختلفووختونوکې ښه بللی، دملاعلي قاري له نظره کله دعبدالله بن عباس رض په روایت او کله دعبدالله بن مبارک رح په منقول روایت صلاة تسبیح کول ضرور دی، چې په دواړو پلې شي .

همداسې ملاعلي قاري فرمایي چې  دصلا تسبیح مستحب وخت  له غرمې نه وروسته او دماسپخین دلمانځه نه  مخکې وخت دی لکه د(المرقاة شرح المشکاة)کې نوموړی داسې فرمایي چې:

قال القاري في المرقاة: وينبغي للمتعبد أن يعمل بحديث ابن عباس تارة ويعمل بحديث ابن المبارك أخرى، وأن يفعلها بعد الزوال قبل صلاة الظهر وأن يقرأ فيها تارة بالزلزلة والعاديات والفتح والإخلاص، وتارة بألهاكم والعصر والكافرون والإخلاص، وأن يكون دعاءه بعد التشهد قبل السلام ثم يسلم ويدعو لحاجته، ففي كل شيء ذكرته وردت سنة انتهى.(العرف الشذي شرح الترمذي) (مرقاة المفاتیح شرح المشکاة المصابیح ج۴ص۴۸۸.)

دصلاة تسبیح اړوند فقهي مسایل :

دصلاة تسبیح وخت :

دصلاة تسبیح دلمانځه داد کولو هغه وخت چې  ملاعلي قاري رح په المرقاة شرح المشکاة المصابیح ج۴ص ۴۸۸)کې لیکلی هغه دادی چې دالمونځ دغرمې له زوال څخه وروسته او دماسپخین دلمانځه څخه مخکې ادا شي او دا وایې چې پدې کې سنت وارد شوي دي لکه وایې : وأن يفعلها بعد الزوال قبل صلاة الظهر …).

صلاة   تسبیح  کې  دسورتونو  ټاکنه :علامه ابن عابدین شامي رح په خپله حاشیة ردالمحتار کې لیکي چې :له عبدالله ابن عباس رض عنه څخه صلاة تسبیح کې دمعلوموسورتونودقرائت پوښتنه وشوه، هغه ورته وویل چې سورت التکاثر، سورت العصر، سورت الکافرون او سورت الاخلاص پکې ویل کیږي .

بعضي فقهاء وایې چې ددې له نامه سره دمناسبت له امله پکې افضل داده چې داسورتونه پکې وویل شي : الحديد والحشر والصف والتغابن….

او المرقاة شرح المشکاة کې لیکی چې : صلاة تسبیح کې  کله کله سورت الزلزلة ,العاديات ,الفتح اوالإخلاص لوله او كله كله پکې  ألهاكم  ,العصر ,الكافرون اوالإخلاص سورتونه لوله !

له تشهد څخه وروسته دخپلو حاجاتو او اړتیاوو لپاره دعا ووایه او بیا سلام وګرځوه !

، وأن يكون دعاءه بعد التشهد قبل السلام ثم يسلم ويدعو لحاجته،

فتاوی شامیه لیکي چې :له عبدالله بن مبارک څخه منقول دي چې نوموړې تسبیحات باید رکوع او سجده کې له هغې وروسته وویل شي، چې کله درکوع او سجدې خپل تسبیحات ولوستل شي .

(فتاوي هندیه )له (المضمرات) څخه رانقلوي چې (المعلی )وایې چې صلاة تسبیح به دماسپخین له لمانځه څخه مخکې اداکوئ !

که څوک لمانځه کې سهوه شي، بیا سجده سهوه وکړي او دتسبیحاتو ټاکلې شمیر پوره نکړي، نوکولای شي چې بل محل یا ځای کې یې ووایې، لکه همدامسئله حاشیة ردالمحتار پدې عبارت سره رانقل کړي ده : وقيل لابن المبارك: لو سها فسجد هل يسبح عشرا عشرا؟ قال: لا، إنما هي ثلاثمائة تسبيحة.

قال المنلا علي في شرح المشكاة: مفهومه أنه إن سها ونقص عددا من محل معين يأتي به في محل آخر تكلمة للعدد المطلوب ا ه.

قلت: واستفيد أنه ليس له الرجوع إلى المحل الذي سها فيه، وهو ظاهر، وينبغي كما قال بعض الشافعية أن يأتي بما ترك فيما يليه إن كان غير قصير فتسبيح الاعتدال يأتي به في السجود، أما تسبيح الركوع فيأتي به في السجود أيضا لا في الاعتدال لانه قصير.

قلت: وكذا تسبيح السجدة الاولى يأتي به في الثانية لا في الجلسة، لان تطويلها غير مشروع عندنا على ما مر في الواجبات.

تسبيحات به لمانځه کې په ګوتو نه شمیرې، بلکې زړه کې به یې شمیري که اړتیا وه، دګوتو په زور کولوسره یې هم شمیرلای شي! همداخبره رد المحتار دالقنیة )په حواله داسې راخستي ده : وفي القنية: لا يعد التسبيحات بالاصابع إن قدر أن يحفظ بالقلب، وإلا يغمز الاصابع.

له تشهد وروسته او سلام څخه مخکې به دې لمانځه کې دځان داړتیاوو او حاجاتو لپاره دعا وغواړې، چې، ډول دعا وي خوکه څوک کولای شي، نو هغه دعا دې له تشهد څخه وروسته ولولي کومه چې (ابن طولون الدمشقي الحنفي له ابن عباس رض ی الله څخه رانقل کړي ده اوهغه له حوالې سره داده ورأيت للعلامة ابن طولون الدمشقي الحنفي رسالة سماها (ثمر الترشيح في صلاة التراويح) بخطه أسند فيها عن ابن عباس رضي الله تعالى عنهما: أنه يقال فيها بعد التشهد قبل السلام: اللهم إني أسألك توفيق أهل الهدى، وأعمال أهل اليقين، ومناصحة أهل التوبة، وعزم أهل الصبر، وجد أهل

الخشية، وطلب أهل الرغبة، وتعبد أهل الورع، وعرفان أهل العلم حتى أخافك.

اللهم إني أسألك مخافة تحجزني عن معاصيك حتى أعمل بطاعتك، وعملا أستحق به رضاك، حتى أناصحك بالتوبة خوفا منك، وحتى أخلص لك النصيحة حبا لك، وحتى أتوكل عليك في الامور حسن ظن بك، سبحان خالق النور ا ه.

(حاشیة رد المحتار ج۲ص۲۱)

په جمعه   دصلاة تسبیح شرعي جایزه :

زمونږدتتبع او پلټنو مطابق له رمضان المبارک پرته په عامو حالاتو کې علی الدوام (مواظبة ً) او علی سبیل التداعی وعلی سبیل الاجتماع ټول تطوعات (نوافل)، عام ددې نه چې صلوة التسبیح وي اوکه نور تطوعات یا نوافل لمونځونه وي، په جمعه باندې کول یې له څوګوتشمیر مواضعو څخه غیر ثابت ندي او دحنفی مذهب د فقهاوو په نظر عام نوافل درمضان له قیام اللیل پرته په مستدامه توګه  په جمعه کول مکروه دي، چې صلوة التسبیح هم دعاموتطوعاتو یا نوافلو غوندې یو نفلي یا مستحب لمونځ دی، چې سنن ابي داود، جامع الترمذي، سنن البیهقي، دارقطنی وغیره محدثینو یې دمشروعیت حدیث له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دابن عباس رضی الله عنه په روایت رانقل کړی  او ابن خزیمه او حاکم داحدیث تصحیح کړی اودحسن په مرتبه کې یې نیولی، همداسې  له سلفو څخه یې په جمع کول ندې ثابت، او نه پکې کوم مصحح قول یا روایت مونږپیداکړ، نولذا صلوة تسبیح باید ځانته ادا شي او په جمع باید علی سبیل التداعی او دهمیش لپاره ونشي کما في (درر الحکام شرح غررالاحکام) : وَلَا يُصَلَّى التَّطَوُّعُ بِجَمَاعَةٍ إلَّا قِيَامُ رَمَضَانَ وَعَنْ شَمْسِ الْأَئِمَّةِ الْكَرْدَرِيِّ أَنَّ التَّطَوُّعَ بِالْجَمَاعَةِ إنَّمَا يُكْرَهُ إذَا كَانَ عَلَى سَبِيلِ التَّدَاعِي أَمَّا لَوْ اقْتَدَى وَاحِدٌ بِوَاحِدٍ وَاثْنَانِ بِوَاحِدٍ لَا يُكْرَهُ وَإِذَا اقْتَدَى ثَلَاثَةٌ بِوَاحِدٍ اُخْتُلِفَ فِيهِ،  وَإِنْ اقْتَدَى أَرْبَعَةٌ بِوَاحِدٍ كُرِهَ اتِّفَاقًا،  كَذَا فِي الْكَافِي .

(درر الحکام شرح غررالاحکام ج۲ص۴۴)

همداسې ابن عابدین شامي رح  داسې لیکلي دي :

ينقل عبارة البزازية بتمامها، ونصها: ولا ينبغي أن يتكلف لالتزام ما لم يكن في الصدر الاول، كل هذا التكلف لاقامة أمر مكروه، وهو أداء النفل بالجماعة على سبيل التداعي، فلو ترك أمثال هذه الصلوات تارك ليعلم الناس أنه ليس من الشعار فحسن ا ه.

(ردالمحتار علی الدرالمختارج۲ص۵۲)

نورې حوالې ددې موضوع دتشریح په اړه لاندې  راوړل شوي دي :

(ولا يصلي الوتر) ولا التطوع (بجماعة في غير شهر رمضان): أي يكره ذلك لو على سبيل التداعي. در. وعليه إجماع المسلمين. هداية.

(اللباب فی شرح الکتاب ج۱ص۶۰)

قَوْلُهُ : لِأَنَّهُ نَفْلٌ أَيْ الْوِتْرُ ا هـ وَقَوْلُهُ فِي غَيْرِ رَمَضَانَ مَكْرُوهَةٌ وَفِي الدِّرَايَةِ نَقْلًا عَنْ الْوَلْوَالِجِيِّ وَصَلَاةُ النَّفْلِ بِالْجَمَاعَةِ مَكْرُوهٌ مَا خَلَا قِيَامَ رَمَضَانَ وَصَلَاةَ الْكُسُوفِ ؛ لِأَنَّهُ لَمْ يَفْعَلْهَا الصَّحَابَةُ..

(تبیین الحقایق شرح کنزالدقایق ج۲ص۳۵۷)

————————

ينقل عبارة البزازية بتمامها، ونصها: ولا ينبغي أن يتكلف لالتزام ما لم يكن في الصدر الاول، كل هذا التكلف لاقامة أمر مكروه، وهو أداء النفل بالجماعة على سبيل التداعي، فلو ترك أمثال هذه الصلوات تارك ليعلم الناس أنه ليس من الشعار فحسن ا ه.

(حاشیة رد المحتارج۲ص۵۲)

قوله: (على سبيل التداعي) هو أن يدعو بعضهم بعضا كما في المغرب، وفسره الواني بالكثرة وهو لازم معناه.

(رد المحتارعلی الدرالمختار ج۲ص۵۱)

——————————–

….وأما وتر غيره وتطوعه فمكروهة فيهما على سبيل التداعي قال شمس الأئمة الحلواني إن اقتدى به ثلاثة لا يكون تداعيا فلا يكره إتفاقا وإن اقتدى به أربعة فالأصح الكراهة

(حاشیة الطحطاوي علی المراقی ج۱ص۱۹۱)

————————————

ماخذونه /مصادر :

(سنن  أبي داود (1297).

((سنن ابن ماجة)) (1387) ,

تخريج ابن خزيمة 1216.)

(الجامع الصحيح الترمذي ج2ص97)

(حاشیة الطحطاوی علی مراقی الفلاح ج۱ص۲۴۴)

(الاذ کار النوویة لمحی الدین النووي ج۱ص۴۰۱).

(مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح ج۴ص۴۸۷)

(تحفة الاحوذي شرح جامع الترمذی ج۴ص۵۷)

الترغیب /للمنذری

(الخصال المفکرة للذنوب المقدمة والموخرة لابن حجر رح)

(التلخیص  لابن حجر العسقلانی رح

(تحفة الاحوذی شرح جامع الترمذی ج۴ص۵۵)

(العرف الشذی للکشمیری ج۲ص۳۸)

(حاشیة رد المحتار ج۲ص۲۱)

(المصنف الصنعانی ج۷ص۲۴۲۹

الاثار المرفوعة للشيخ عبد الحي اللكنوى 354

(فقه العبادات –حنفی  ج۱ص۱۰۷)

الجامع الصحيح الترمذي ج2ص97)

(العرف الشذي شرح الترمذي)

(مرقاة المفاتیح شرح المشکاة المصابیح ج۴ص۴۸۸.)

(درر الحکام شرح غررالاحکام ج۲ص۴۴)

(اللباب فی شرح الکتاب ج۱ص۶۰)

(تبیین الحقایق شرح کنزالدقایق ج۲ص۳۵۷)

پای

1399/3/10تاریخ

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close